افغانستان

طالبانو بغلان کې يوه نظامي قرارګاه نيولې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د بغلان ولايت امنيتي چارواکي وايي، چې د بغلان مرکزي ولسوالۍ نوروزک سيمه کې طالبانو د امنيتی ځواکونو يوه لويه نظامي قرارګاه نيولې ده.

د بغلان د امنيت آمر عبدالرشيد بشير رسنيو سره په خپلو خبرو کې د طالبانو له لوري د يادې قرارګاه نيول منلي او زياتوي، چې دا قرارګاه يې د تکتيکي شاته تګ په توګه طالبانو ته پريښې ده.

د بغلان ولايت امنيتي مسؤولين وايي، چې طالبانو له تېرې يوې مياشتې راهيسې پر يادې قرارګاه پرله پسې څوله ځل بريدونه وکړل، چې بالاخره امنيتي ځواکونه د يادې قرارګاه په ساتلو کې پاتې راغلل او دغه مهمه ستراتيژيکه سيمه او نظامي بېس يې طالبانو ته پرېښود.

نوروزک سيمه دبغلان مرکزي ولسوالۍ کې مهمه ستراتيژيکه سيمه بلل کيږي، چې علي اباد او چهاردره ولسوالۍ له مرکزي بغلان سره تړي او طالبان کولای شي، له دې قرارګاه په استفاده بغلان ولايت او سمنګان له ګواښ سره مخ کړي او وخت په وخت پرې درانه مرګوني بريدونه وکړي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملګرو يې تېره شپه د مرکزي بغلان ولسوالۍ علي خواجه سيمه کې د نوروزک نظامي قرارګاه له څلورو امنيتي پوستو سره په بشپړه توګه نيولې ده.

د مجاهد په وينا د قرارګاه له نيولو وروسته يې د دولتي عسکرو دوه بريدونه په شا تمبولي او په دغو نښتو کې يې اته عسکر وژلي او دوولس نور يې ټپيان کړي دي.

راپورونه وايي، چې د قرارګاه له نيولو سره طالبانو پرېمانه سپکې او درنې وسلې او ګڼ شمېر پوځي وسايط هم نيولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
usman khan

طالب زمریانو ستاسو ترعقیدو ایمانو او لوړو حوصلو ځار شم ، چې نه یې د دښمن طیاره کمزوري کولای سي ، نه یې د دښمن لوی شمیر پوځونه او غټي غټي خبري بي سیکه کولای سي ، او نه یې په دغه حساس وخت کښې دځینو نا اهلو مخالفت څه تأثیر ور باندي کولای سي ، په رشتیا چې دهمت غر یې ، نه غر ستا غوندي عزمت نه لري ، بلکه ته په دغه نفسا نفسي دور کښې دالله ج له طرفه ومسلمانانو ته هغه تحفه یې چې قدر دي یوازي الله ج ته معلوم دی ، او عوض… نور لوستل »

مرشد

واقتا طالب زمريانوسره دغسي ستاينه خأيي –

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x