ادبي لیکني

ادبي ليكونه: اى حُسنه !

ښکلى حُسنه !…

هو! زه دا منم، چې د زړونو دروازې تاته پرنيستې دي؛ ډېرسخت زړونه ستا په مقابل کې د موم په شا ن نرميږي او ډېرمغرور سرونه او دنگې ځوانۍ ستا په درشل کې ټيټيږي.

تا پخپلو سل جلوو، سل کرشمو او سل مکيزونو د عقل سترگي ړندې کړي او د هرچا نظر دې خپلې خواته راكښلى دى. دا؛ ځکه، چې انسا ن زړه لري او زړه د مينې او محبت پاکه او سپېڅلې دېره گۍ ده.

که نوره نړۍ(دنيا) په نورو شيانو اباده وي وي به! خو دغه دنيا او دغه پاکه نړۍ په عشق او محبت ودانه ده او، چې په دنيا کې د زړه په نامه دغوښوکومه کوچنۍ ټوټه موجوده وي؛ ستا په گرمو ولولو به ښارونه او کوڅې څه، چې د ښتې او صحراگانې هم گرمې وي او ستا د ښايست اوازې به په کې خپرې وي.

خو دا به تا ته چا ترغوږ کړې نه وي، چې:

هنــگامــــه د ميــنې گــرمـه ده تـرحُسـنه
د مــــجــنـو ن د درگدا شـــه ليــلا مشـــه
(رحما ن با با )

دا رښتياده، چې د عشق او مينې هنگامه ترحُسنه زيا ته گرمه وي؛ د حسن بازا ر په عشق توديږي. چېرته، چې مينه اوعشق نه وي؛ هلته دغه بازار ډېر سوړ وي او څوک به په کې سودا نه کوي.

عشق دى، چې حُسن ته ملکوتې مقام و رکوي او له خاکي کُرې يې پورته کوي.

تا ته؛ خو به دا معلومه وي، چې:

عرضه په هغه وخت کې ارزښت پيدا کوي، چې تقاضا زيا ته وي او، چې تقاضا کمه شي عرضه هم خپل ارزښت له لاسه ورکوي.

کله، چې داسې ده؛ نو بايد پخپل ځا ن دومره مغروره نه شې، چې عشق او مينه له نظره و غورزوې او تر پښولاندې يې کړې.

که ته په ځا ن مغرورشي او وغواړې، چې عشق په خپل مخكې د غلام او مريې په څير وكاروې؛ نو په دې وپوهيږه، چې خپل ارزښت به کم کړې، څکه زما عشق پښتون دى او پښتون عشق خپلو سترگو ته غاړه ايښودل خپل سپکاوى بولي او په غلامانه ذهنيت د حُسن پاملرنه(توجه) ځان ته جلبول د کمترۍ احساس گڼې.

دا؛ ځکه، چې پښتون عشق سترگو ته گدا نه ښودلې او نه په گدا اوسوال  د خپل تسکين اسبا ب برابروي.

حُسنه ته مغرور او زه  پښـتون يــمه
مانـــــــه ده  ښودلـې گدا ستـرگو تــه
( حمزه با با )

که غواړې، چې اوازې دې نورې هم خپرې او هنگامې دې زياتې تودې شي؛ نوعشق تر خپل سيوري لاندې ساته او په دې مه راضي کيږه، چې د هجران په ټکنده غرمه کې يې جل ووهي او ستا دغه بلبل د مرگ په څپېړه چوپ شي.

په درنښت

قتيل خوږياڼى

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x