نړۍ

د هند مدهيه پردېش ايالت کې چاودنې اتيا کسان وژلي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۱مه، ۱۳۹۴ل): د هندوستان مدهيه پردېش ايالت جهابوا سيمې يو هوټل کې چاودنې لږ تر لږه اتيا تنه وژلي او شپيته تنه نور يې ټپيان کړي دي.

د مدهيه پردېش ايالت چارواکي وايي، چې چاودنه نن سهار پر ځايي وخت اته نيمې بجې د جهابوا ولسوالۍ پيټلا سيمې په يو هوټل کې شوې او کېدای شي، چې چاودنه د ګاز ډبې له امله شوي وي.

هندي رسنۍ وايي، چې د چاودنې قربانيان د هوټل شاوخوا په وينو کې لت پت پراته دي.

ټايمز اف انډيا ورځپاڼې د ځايي چارواکو له قوله ليکلي، چې چاودنه د لوړپوړيزې ودانۍ په يو دوکان کې شوې او په دغه ودانۍ کې درې پوړيز هوټل هم و.

د چارواکو په وينا چاودنه په هغه دوکان کې شوې، چې د چاودېدونکو توکو د ساتلو اجازه يې درلوده او له چاودنې وروسته د هوټل ګاز ډبې هم چاودنه کړې ده.

د رسنيو له قوله د چاودنې پر مهال هوټل کې ډېره ګڼه ګوڼه وه او له همدې امله د پېښې د قربانيانو شمېر هم زيات دی.

د مدهيه پردېش اعلی وزير شيوراج سنګ د پېښې له قربانيانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د پېښې د جدي پلټنې امر يې کړی دی.

شيوراج سینګ د پېښې له مړو سره دوه دوه لکه او ټپيانو سره د پنځوس پنځوس زرو هندي کلدارو د مرستو اعلان هم وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x