حامد کرزی: داعش په افغانستان کې د پاکستان ملېشه ځواکونه دي

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي ۲۲مه، ۱۳۹۴ل): پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي له الجزیره ټلویزیون سره په خپلو تازه څرګندونو کې یو لړ مهمو مسئلو ته اشارې کړي دي.

حامد کرزی د خپلې واکمنۍ پر مهال د ملکي تلفاتو په اړه د غربي بنسټونو او سازمانونو له خوا چې وخت ناوخت احصایې خپروي، شک څرګندوي: «دا احصایې د ملګرو ملتونو له لورې راټولې شوي، چې یوه غربي اداره ده». کرزی وړاندې وايي، چې خپلو تجربو یې ورښودلي چې د غربي بنسټونو پر احصایو او شمېرو باور ونه کړي.

حامد کرزی وايي، په افغانستان کې د بهرنیانو او امریکایانو نظامي شتون ونه شوای کولای چې سوله او امنیت راوړي.

کرزی وايي، القاعده یو خیال دی، چې حقیقت نه لري.

حامد کرزی زیاتوي، چې ځینو امریکايي چارواکیو ورته دا هم ویلي و چې په افغانستان کې د القاعده شبکې غړي له څو دېرشو نه اوړي: «نو په دغه کچه د یوې شبکې شتون ماته یو خیال دی، نه حقیقت».

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د سپټمبر یوولسمې پېښې اسامه بن لادن له افغانستان څخه طرحه کړې وې کرزی وايي: «دا هغه څه دي چې زموږ غربي ملګري او غربي رسنۍ يې وايي. په دې کې شک نه شته چې په نیویارک او واشنګټن کې ترهګریز بریدونه ترسره شول، د سپټمبر یوولسمې غمیزه رښتیا ده، امریکايي خلک او ملکیان یې ووژل، موږ یې په تر ټولو سختو ټکو غندو. زه تاسو ته د یوه حقیقت په توګه ویلی شم چې دغه عملیات نه له افغانستان څخه طرحه شوي وو او نه افغانان مسوول وو».

له حامد کرزي څخه پوښتنه وشوه چې فکر کوي چې په افغانستان کې مېشته القاعده شبکې د سپټمبرې یوولسمې پېښو کې لاس درلود: «زه یې نه منلای شم او نه یې ردولای شم. دا داسې یو څه دي چې زه یې په اړه مالومات نه لرم. زه تاسو ته ویلی شم چې افغانستان هم په هغې کچه د ترهګرۍ قرباني وو لکه امریکا چې وه».

په افغانستان کې د داعش ډلې د جنګیاليو شتون پخوانی ولسمشر د پاکستان ملېشې ګڼي: «داعش په افغانستان کې هېڅ بنسټ نه لري. دلته داسې عنصر نه شته چې د داعش د ودې لامل شي. طالبان په افغانستان کې یو حقیقت دي. موږ پوهېږو چې زموږ د ننګرهار په ختیز ولایت کې چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، هغوی چې د داعش په نامه فعالیت کوي، په یقین سره د پاکستان ملېشه ځواکونه دي».

پخوا هم داسې راپورونه خپاره شوي وو چې د پاکستان ملېشه ځواکونه په ننګرهار کې د داعش په نامه جنګېږي. دا لومړی ځل دی چې حامد کرزی په څرګند ډول د داعش په نامه د جنګیالیو تر شا د پاکستان لاس ګڼي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
امان
میلمه
امان

محترمو باید ووایو چی مونز هم نڅو کولی چی پر کرزی باور وکړو کیدایې شی چې کرزی د امریکا جاسوس وی لکه اسامه کرزی ولی دغه دریزونه دخپل دی قدرت په وخت کښي. نه خپل کول او ټول افغانستان په پنچرمینانو چور کړ. اوس کوشش کوی تر څو بیا دو دریې غله خپل شا او خوا را ټول ګړی او بیا یو وحشت را منځ ته کړی. کرزی او غنی خاینین دی باید اسلامی قانون سره محکمه شی

عبدالقهار
میلمه

افسوس دی چی دیوه####### اقوال د یوه مسلمان مجاهد ورور ّپه خلاف ذهنیت جوړلو د پاره نشریږی پښتو کی متل دی اوبو اخیستی ځګ ته هم لاس اچوی د اسلامی دولت باره کی خو نور څه ویلای نشی نو اوس دا وایی چی دا د ی ګوندی په خرزی باندی څوک باور وکړی دا به تاریخ ثابتوی چی پاکستانی ملیشی څوک دی او پاکستاني#####ټکونکي څوک دی او دا نن هم په باجوړ کی اسلامي دولت په پاکستاني####باندې عملیات کړی دی او اسلامی دولت په خپلو رسمي پاڼه کی د هغي خبر خپور کړ او که تسل مو نه کیږی دادی… نور لوستل »