یو اسامه او زرګونه بچي

لیکوال / حشمت سنګروال

لیکوال: حشمت سنګروال

لیکوال: حشمت سنګروال

۲۰۰۱ م کال او د نیو یارک د سوداګرۍ د لوړ پوړیزه ودانیو نړیدلو دوه سترې خواوي سره مخامخ کړي امریکا او په شمول یې ټول کفار د اسلامي نړۍ په ضد راپاڅیدل او په اسلامي هیوادونو او مسلمانانو یې یرغلونه پیل کړل ، خو په مقابل کې یې مسلمانانو بیا د ځان څخه د دفاع په خاطر په مقدس جهاد لاس پورې کړ او د خپلې وسې مطابق یې د امریکې او نړیوال ایتلاف ضد فعالیتونه پیل کړه . د سپټمبر یو لسمه د جګړې دښکاره کولو ورځ وه ، امریکا هم له دي څخه مخکې په پټه دښمني چلوله ، خو د دغي ورځي په راتګ سره یې خپله دښمني ښکاره کړه ، چې په سر کې یې هم د نړیوال جهادي تنظیم له مشر ښاغلی اسامه بن لادن او وروسته له هغې یې د پولادي عزم له خاوند افغان سره منګولې ښخې کړي ، د دښمني ښکاره کول په دې مانا چې جمهور ریس جورج بوش له هماغې لومړي ورځي رهیسې خپلې وینا کې وویل (چې یا له مونږ سره شی او یا هم له مسلمانانو سره ) خو دغې خبرې دوه خواوي کفری او اسلامي نړۍ سره ښکیلې کړی ، د ولسمشر بوش دغه وینا د اسلامي نړۍ لپاره یو ترخه خبره نه بلکې یوه خوږه او له زیري ډکه وینا وه ، د لومړي ورځی راهیسې چې امریکا د اسلامي هیوادونو په ضد خپل یرغلیز سیاست پیل کړ اسلامی امت د غفلت له درانه خوبه راریدار شو ، او خپلې اصلي دندې ته یې متوجه کړل . لومړي د نړۍ په سر یواځې اسامه وه چې له امریکې سره یې دښمني اغلان کړي وه خو اوس فرد فرد امریکې دښمني ته تیار شول .

امریکا په لومړي سر کې د خپل لومړني شیخ اسامه په لټه کې وه چې تر لاسه یې کړی ، ځکه دوي د بریدونو کولو ګوته اسامه ته نیوله ، خو شیخ اسامه بیا په بریدونو کې خپل لاس لرل رد کړل او ناخبرې یې وښودله . امریکې د اسامه د تر لاسه کولو لپاره هر څه کول چې تر لاسه یې کړي . شیخ اسامه هم مخکې له بریدونو د زمریو کور کې میشته شوی وه چې دلته یې د فکر ملګری موجود وه او پر سر یې ورته هییڅ معاملې ته غاړه نه ایښوده ، امریکا هم په ډیرې بې صبرۍ سره له اسلامي امارت څخه د شیخ اسامه د ورسپارلو غوښتنه وکړه ، اسلامي امارت په لومړي سر کې انکار وکړ خو ورو سته امیرالمومنین ملا محمد عمر مجاهد ( رح) نرمي وښوده ، که چیرته امریکا ثبوت وړاندي کړی نو شیخ اسامه به د شرعی اصولو مطابق نړیوالۍ محکمې ته وسپاري ، بغیر له شواهدو دا دهیڅ مسلمان ځانګړنه نه ده چې یو مسلمان دې د کافر لاسونو ته وسپآري .

امریکا هم د ملګرو ملتونو د مشورې پرته په بې صبري پر افغانستان د یرغل پریکړه وکړه او مخ پر افغانستان یې خپلې جیټ او بې باون الوتکې ، کروز توغندې او خپل عسکر را مرش کړل . لومړي خو یې هم د غه دسلام خاوره په کروز توغندیو په نښه کړه خو وروسته یې د خپل اصلي بچي خاوره دی هیواد ته هډه کړه او د بمونو باران یې شروع کړ ، امریکا ډير ژر کابل او ټول افغانستان د خپلو افغاني مګرو په مرسته ونیوه ، ملګرو ملتونو هم د یرغل مخه ونه نیوله او بر خلاف یې دغه عمل جایز وباله او دا یې د امریکې له ځانه د دفاع حق وګاڼه ، او د سوله ساتو تر نامه لاندی یې افغانستان کې خپل ماموریت پیل کړه ، پر افغانستان د امریکې یرغل یو انفجار وه ، د انفجار په ترڅ کې په افغانستان کې میشته مسلمان مجاهدین خپلو هیوادونو ته ستانه شول .

امریکا د یرغل په لومړیو شپو کې ډيره ارامه ښکاریده او د هیڅ ویرې احساس یې نه کاوه ، د څو کالو خبره وه ، ورک شوي او د زولنو څخه خوشي شوی زمریان بیا د غرو لمنو کې ښکار پسې راووتل ، ورځ تر ورځ یې د ښکاریانو شمیر زیاتیده او بالاخره ښکاره دښمني ته یې ملا وتړله .

امریکا بیا نارامي واخیسته ، ځکه د دې خاورې ښآر ، کلي ،بانډه ، سر ک ، پل ، پلچک ،غر ، او سمه ټول دښمنان شول . د اشیخ اسامه دښمني نه ، سمه د پیرانو دښمني وه ، د مچیو ځاله وه چې په ویشتلو یې ټوله ځاله وکټیده او بچې یې خواره واره شول ، یو شیخ اسامه وه یو سړی وه خو اوس یې بچې په افغانستان ، عراق ، سوریه ، مصر ، لیبیا ، مراکش ، یمن ، تونس … او نورو هیوادونو کې ځالې جوړي کړي او د بچیو په حالت کې دی چې اوس یې شمیرنه هم ناممکنه ده

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ابو دادالله
میلمه

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته !
سنګروال صاحب ډیره ډیړه مننه دستاسو دنیک څدګند نه مو…… الله مو تل کامیاب او خوشحاله لره ……….

عبدالرازق
میلمه
عبدالرازق

دا خو عجبه خبره ده ټول هغه کسان چې اوس د مسلمانانو ويني تويوي او اسلامی هیوادونه ویجاړوي د اسامه بچيآن ګڼل او د اسلام پلويان ګڼل کيږي.

غلام صدیق صدیقی
میلمه

جلریز ولسوالي دا ولسوالي د میدان وردګو ولایت لویه ولسوالي ده، د دې ولسوالۍ ختیځ لور ته میدانښار، او د کابل ولایت د پغمان ولسوالي پرته ده، شمال ته ی د پروان ولایت د غوربند ولسوالي، لویدیځ ته یې د بهسودو ولسوالي، او جنوب ته یې د نرخ او دایمیردادو ولسوالۍ پرتې دي ، د دې ولسوالۍ مساحت (۱۱۳۹) کیلو متره مربع دی، د بحر له سطحې (۲۳۷۵) متره جګوالی لري. د (۴۷-۶۸) طول البلد او (۳۴-۲۵) عرض البلد درجو تر منځ واقع دی. دا د دې ولایت یواځینۍ ولسوالي ده چي پښتانه، تاجک او هزاره پکښې د ورور ولی… نور لوستل »

غلام صدیق علی خیل
میلمه

جلریز ولسوالي دا ولسوالي د میدان وردګو د ولایت لویه ولسوالي ده، د دې ولسوالۍ ختیځ لور ته میدانښار، او د کابل ولایت د پغمان ولسوالي پرته ده، شمال ته ی د پروان ولایت د غوربند ولسوالي، لویدیځ ته یې د بهسودو ولسوالي، او جنوب ته یې د نرخ او دایمیردادو ولسوالۍ پرتې دي ، د دې ولسوالۍ مساحت (۱۱۳۹) کیلو متره مربع دی، د بحر له سطحې (۲۳۷۵) متره جګوالی لري. د (۴۷-۶۸) طول البلد او (۳۴-۲۵) عرض البلد درجو تر منځ واقع دی. دا د دې ولایت یواځینۍ ولسوالي ده چي پښتانه، تاجک او هزاره پکښې د ورور… نور لوستل »