نظــر

د لوېديزو رسنيو څرنګوالى

ژباړن: عبدالمالک همت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

اته کاله دمخه چي د طالبانو د حکومت د راپرځولو په موخه پر افغانستان باندي امريکايانو بمبارۍ پيل کړې نو د امريکې او برتانيې ټول ټلوېزيونونه اړ کړى سوي وه چي د بمباريو په اړه رشتيانۍ پېښي وړاندي نه کړي. د سي ان ان د اړوندي څانګي مشر په افغانستان کي خپلو موجودو خبريالانو ته په ټينګار سره ويل چي په افغانستان کي د بمباريو د پېښو په هکله رپوټونه ورونه لېږي او په دغه هيواد کي له بمباريو څخه د زيانمنو سوو وګړو په هکله په احتياط سره خبرونه خپاره کړي. په دې اړه په واشينګټن پوسټ کي د سي ان ان د مشر د حکم متن خپور سوى دى. له دې څخه څرګنديږي چي د امريکا د رسنيو ادارې هم د پينټاګون تر حکم او لارښووني لاندي کار کوي. د امريکا ځيني رسنۍ په څرګنده وايي او شکايت کوي چي دوى په دغسي مواردو کي په آزاده او خپلواکه توګه د رپوټونو خپرولو او وړاندي کولو اجازه نه لري.

د ستمبر د يوولسمي تر پېښو وروسته پينټاګون داسي يوه طريقه غوره کړه چي د امريکې خبري رسنۍ په آزاده توګه خبرونه نه سي خپرولاى او يو لړ بنديزونه پر لګېدلي دي. بيا چي کله د عراق پر ضد د امريکا د بريدونو پلان جوړ سو  نو ټولو خبري رسنيو ته لارښوونه وسوه چي دوى د دې بريد پر ټولنيزو او اقتصادي پايلو باندي نظرونه نه سي خپرولاى. ټولو ټلوېزيونونو ته پټي لارښووني وسوې چي په عراق کي د بريدونو په پايلو کي د انساني تلفاتوپه هکله رشتياني خبرونه او واقعي ارقام خپاره نه کړي. څنګه چي تر بريد دمخه د امريکا او اروپايي هيوادونو تر منځ په دې هکله اختلاف رامنځ ته سو، نو پينټاګون له دې څخه وبېرېدى او د امريکا رسنۍ يې تر خپل کنټرول لاندي راوستلې او هغو ته يې يو ډول نوې کړنلار وښوول، يعني چي په دې شرايطو کي لازمه ده د امريکې د ګټو لپاره حقايق پت کړاى سي. خو د امريکا خبري رسنۍ په دې چاره کي بريالۍ نه سوې. ځکه د امريکې او برتانيې د عامو خلکو رايه د دې بريد پر خلاف ده.

امريکا تر ټولو لومړى د عراق يوه ژورناليست ته له امريکې څخه د وتلو حکم ورکړ. بيايې د فاکس او سي ان ان خبريالانو ته له عراق څخه د وتلو حکم صادرکړ. د امريکا او عراق په لومړۍ جګړه کي چي له بغداد څخه کوم خبريال پيټر آرنيټ نومي سي ان ان ته خبرونه لېږل هغه اوس هم بل خبري چينل سي بي اس ته د خبرونو د لېږلو لپاره په عراق کي اوسي.

له درستي نړۍ څخه په زرګونو خبريالان په نوي پېر کي د نوي جنګي مشينرۍ په مرسته د انسانانو د عام وژنو راپورونه خپروي. د يوه لوېديز خبري ټلوېزيون نماينده وويل چي موږ هيڅکله هم داسي قيامت نه دى ليدلى. له دې بريدونو څخه په څرګنده ښکاري چي د امريکې او برتانيې د دغسي بمباريو له امله د دغو هيوادونو د رسنيو خبريالان هم ډېر ناخوښه دي. په څرګنده خو دا يوه جګړه باله سي، خو په اصل کي د جګړې په نامه دا د مظلومو انسانانو عام وژنه ده.

پر جنګي رپوتونو باندي د امريکا د بنديزونو پېر د ويټنام له جګړې څخه پيل سو. هغه مهال د پوځ او امريکايي رسنيو تر منځ تاوتريخوالى رامنځ ته سو. بيا دغه تاوتريخوالى د ګريناډا په هکله هم راپيدا سو. پر ګريناډا باندي د بريد پر مهال د پوځيانو سره خبريالانو ته د تلو اجازه ورنه کړل سوه. د ١٩٨٩ع.کال په دسمبر کي پر پانامه باندي د بريد پر مهال هم رسنۍ د ستونزو سره مخامخ سوې.

د افغانستان په جګړه کي د الجزيرې پر خبرونو باندي امريکايانو اعتراض کاوه. کولن پاول د قطر واکمن ته په واشينګټن کي د ليدني پرمهال وويل چي د الجزيرې پر کړنلار باندي له سره کتنه وکړي. د خليج په لومړۍ جګړه کي پيټر آرنيټ د دغي جګړې پېښي بل ډول ښوولې. د ١٩٩١ع.کال د مارچ پر ٢٤مه د دغه مهال د متحدو پوځونو قوماندان جنرال شورازکوف د اې بي سي سره د مرکې پرمهال پر دغسي خبر ورکولو نيوکي وکړې او ويې ويل چي د سي ان ان خبريال پيټر آرنيټ د امريکا د خلکو د ګمراه کولو کوښښ کوي. د خليج په جګړه کي د امريکې پوځي مشرتاپه تر دې وروسته پر رسنيو بنديزونه ولګول. چي په پايله کي يې د عراقي پوځيانو او ملکي وګړو د مرګ ژوبلو په اړه اصلي پېښي عوامو ته نه ښوول کېدې. د دې يو لامل دا هم وو چي د اسلامي نړۍ رسنيو هم په دې اړه خاينانه رول لوباوه. په دوى کي د پاکستان د رسنيو ستره برخه هم شامله وه. دوى ګردسره د خليج د جګړې د خبرونو د ټولولو او خپرولو په موخه هلته د خپلو خبريالانو له لېږلو څخه ډډه وکړه. داسي ښکاري چي زياتي پاکستانۍ رسنۍ تل پر لوېديزو خبري آژانسونو او بهرنيو خبري سرچينو باندي تکيه لري.

د خليج د لومړۍ جګړې غوندي په دې جګړه کي هم د امريکې د دفاع وزارت پر رسنيو باندي بنديزونه ولګول چي موخه يې له اصلي حقايقو څخه د امريکا د عوامو په بې خبري کي ساتل دي. د خليج په لومړۍ جګړه کي د واشينګټن پوسټ د خبريال پيټي وليم رپوټونو او څرګندونو هم د خلکو پام ورواړاوه. هغه ويل د جګړې په هکله خبرونه ورکول د رسنيو حق دى. دا حق نه بايد چي د پوځي ورديو اغوستونکو سانسورچيانو ته ور کړل سي. جنرال شورازکوف د بار برا والټر سره په يوه مرکه کي وويل چي موږ بايد د جګړې اصلي پېښي لکه څنګه چي دي هغسي خلکو ته وړاندي کړو او د ويټنام د جګړې غوندي حقايق پټ نه کړو او دا تېروتنه بايد بيا تکرار نه کړو. خو داسي هيڅ ونه سول او د خليج په لومړۍ جګړه کي د جګړې د پيښو په هکله اصلي حقايق پټېدل.

د خليج په لومړۍ جګړه کي له عراق څخه هم غلطي وسوه. د امريکا د سي بي اى د خبري چينل خبريال باب سمنز د ١٩٩١ع.کال د فرورۍ پر ٧مه کويټ ته تللى وو. هغه عراقيانو ونيو چي بيايې بصرې او بغداد ته بوت. ويل کيږي چي هغه يې د هغه د نورو ملګرو سره په يوازيتوب کي بندي کړ او ويې زوراوه. له دې امله عراق د نړيوالو د احتجاجونو سره مخامخ سو. د صدام حسين سره اړيکي ونيول سوې. د دغه مهال روسى ولسمشر ګورباچوف د صدام سره اړيکي ټينګي کړې او باپ سمنز يې خوشي کړ.

د افغانستان په جګړه کي هم دغسي وسول. د برتانيې د اخبار خبريال رابرټ فکس د امريکايي پوځيانو پر جرايمو تل نيوکي کولې او په دې هکله يې له نيوکو ډک مضمونونه خپرول. پر ده باندي په افغانستان کي بريد وسو. خو وروسته هغه وويل دا د افغانانو فطري عادت دى. چي دا خبر د رابرټ فکس د نظر له پراختيا څخه نماينده ګي کوي. د ويټنام، پانامې، ګريناډا، سوډان، افغانستان او عراق له جګړو څخه احساسيږي چي امريکايي پوځيان تر خپلو دښمنانو د باوجدانو خبريالانو له کمرو څخه ډېر بېريږي. ځکه چي دوى د هغو له جنګي جنايتونو څخه پرده پورته کوي. امريکا ځان ته د آزادۍ پلوى هيواد وايي. له دې امله دغه د آزادۍ پلوى(؟!) هيواد د دموکراسۍ، آزادۍ او د مطبوعاتو د خپلواکۍ په نومونو مطبوعاتو ته د رشتيانيو خبرونو د خپرولو حق ورکولو ته اړ دى. د دې تر څنګ د امريکې او د لوېديځ د خبري رسنيو ترمنځ سيالي روانه ده. دې مسابقې د امريکې د پوځيانو د جنګي جرايمو رسوا کول هم پيل کړي دي. اوس هغه پېر نه دى چي د لکونو ملکي وګړو او پوځيانو د وژنو پېښي به يې تاريخي کتابونو ته سپارلې. اوس د سمدستي رسوا کولو او خپرولو مهال دى. اوس په درسته نړۍ کي په سلګونو ټلوېزيونونه د خپلو پردو له لاري ميليونونه وګړي د امريکې د دې جګړو له پايلو، په تېره د هغو له دردوونکو اړخونو څخه خبروي. دغه لامل دى چي د ټولي نړى خلک له دې جګړو خخه خپلي کرکي څرګندوي. دغه لامل دى چي د امريکې د کړنلارو ملاتړي پوهان او ژورناليستان لاهم پر افغانستان او عراق باندي ناځوانمردانه او جنايتکارانه بريدونه ”د چنګېزيانو“ د بريدونو سره ورته ګڼي. اوس ډېري هغه رسنۍ چي پخوا يې په منځني ختيځ کي د امريکا له پاليسيو څخه ملاتړ کاوه اړي سوي دي چي د امريکا پر پاليسيو باندي نيوکي وکړي. په دې توګه امريکې هم په توده جګړه کي ماته خوړلې ده او هم په فکري او خبري جګړه کي. اوس امريکا په تاريخ کي د لومړي ځل لپاره د سفارتي يوازيتوب سره مخامخ سوې ده. اوس پر افغانستان او عراق باندي د جنايتکاري امريکا بشري ضد بريدونو دغه هيواد د تاريخي رسوايى سره مخامخ کړى دى. اوس ټوله نړۍ دغه چنګيزي حملي د فرهنګ او تهذيب خلاف بولي.

د افغانستان او عراق د اسلامي هيوادونو د اسلامي مبارزينو اتلوال مقاومت او سرښندنو درسته نړۍ را ويښه کړه او د امريکا او د هغې د زبونو جرمي شريکانو پر ضد  يې ودرول. خو افسوس د امريکا د ټيټو او پسه طبيعتو وګړو پر حال چي دموکرات ګوند او د دې ګوند د ګټو خوندي کوونکي اوباما د بدلون! بدلون ! په چيغو تېر ايستل او کله چي د دوى په رايو واک ته ورسېدل هغه ټولي ژمني او خبري يې هېري کړې او دادى اوس د مسټر بوش او د هغه د ډلي په لباسونو کي تر هغو لا په زياته او زموخته کچه د امريکايي دولتي تروريزم پلي کولو ته لاري چاري لټوي او دغه د پسونو غوندي انسان مخي ساکښان يو ساده اعتراض لا هم نه پر کوي.

د لیکوال نوري لیکني په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/himat_leekani

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x