نظــر

سياف خانه! استشهاد كه انتحار؟ (2 برخه)

Sayyaf1دا چې دانسان په ژوند کې جګړه کول یو تریخ حقیقت دی، او په هر وخت کې د انسانانو ترمنځ جګړې پېښېږي، او د انسانانو له ډلې څخه مسلمانان هم دي، نوالله جل جلاله د مسلمانانو لپاره د جګړې کولو ځانګړي لاملونه او ځانګړي ډولونه ښودلې دي، مسلمانانو ته یې ویلي دي چې په کوم وخت کې او له کومو خلکو سره او د کومو موخو لپاره بايد جګړه وکړي؟ او بیا د دې لپاره چې د کفر او اسلام ترمنځ د جګړې موخې او لاملونه سره بیل، او توپیر لري، نو ځکه خو اسلام خپلې جګړې ته جهاد ویلی دی.

 جهاد په لغت کې زیات کوشش او هڅې کولو ته وايي، او په اصطلاح کې د الله جل جلاله د دین د لوړوالي لپاره له کفارو سره جګړې کولو ته جهاد ویل کېږي، چې په دې کې له خپل دین، ځان ، مال او مظلومانو نه دفاع کول هم راځي، پاتې دې نه وي چې کله جهاد مطلق ذکر شي نو هم دشریعت له مخې او هم په ټوله اسلامي نړۍ کې دټول اسلامي امت په اجماع سره مسلح جهاد ترېنه مرادېږي، له همدې کبله علمای کرام چې کله په خپلو مصنفاتو کې دمسلح جهاد احکام بیانوي نو عنوان باب الجهاد یا کتاب الجهاد ورته ږدي، او ځينې بیا باب المغازي یا کتاب المغازي ورته ږدي، او کله چې مسلح جهاد مراد نه وي هلته بیا مقید ذکر کېږي، لکه دقلم جهاد، دژبې جهاد، په مال سره جهاد او که مقید ذکر نه شي نو مسلح جهاد ترېنه مرادېږي، او مجاهد هم هغه کس ته ویل کېږي چې دکفر په مقابل کې یې وسله پورته کړې وي.

دټول اسلامي امت په عرف کې مصنف او داعي ته څوک مجاهد نه وايي، بلکې هغه خپله ځانله ځانله مصطلاحات لري، هو په هغه صورت کې ورته وايي چې له مسلحو مجاهدینو سره تړاو ولري، له هغوی سره ناسته پاسته ولري، له هغوی سره مرسته کوي.  

او په دې باندې د ټولو رېښتینو مخکنیو او اوسنیو علماوو اجماع ده چې هر کله کفار د مسلمانانو پر خاوره یرغل وکړي نو د همغې خاورې په ټولو خلکو جهاد فرض عین کېږي، که د هغوی وس نه ورته رسېدو بیا پر هغو مسلمانانو هم فرض کېږي چې د دوی ګاونډیان دي، همداسې تر پایه پورې، یانې که دوه درې څلورو پنځو او… هېوادونو زور نه ورته رسېدو بیا نو په ټول اسلامي امت باندې جهاد فرض عین کېږي.

 نن چې نیواکګرو امریکایانو او ملګرو يې دپروفیسور سیاف د بریالیو مټو! په مرسته زمونږ پر کور او هېواد یرغل راوړی نو پر هر مسلمان افغان باندې د خپل وس سره سم جهاد فرض عین دی، او هر کس یې باید وکوي، هر کس د خپل وس او توان سره سم، که د چا د تورې وس وي، نو په توره جهاد پرې فرض دی، او که یې په ژبه وس وي، په ژبه، که يې په قلم وس په قلم، که یې په مال وس وي په مال، لنډه دا چې له کفارو سره ودرېدل او له هغوی سره مرسته کول په هېڅ ډول روا نه دي، ځینې کسان وايي چې امریکایان او ملګري يې افغانستان ته د بین الملل په اجازه راغلي دي.

 دلته لومړی باید په دې خبره ځان پوه کړو چې د نړۍ پر مخ هېڅوک که څه هم چې خورا لوی او ستر وي د دې حق نه لري چې د یو چا په کور او کلي باندې بل چا ته د برید او یرغل کولو اجازه ورکړي، تر دې چې یو مسلمان امیر او مشر د قرآن کریم له لارښوونې پرته چې د الله جل جلاله لار ښوونه ده هم نشې کولای چې د بل چا په ځان، مال او کور د یرغل کولو اجازه ور کړې، که څه هم چې کافر وي، مګر په هغه وخت کې یې کولای شي چې د قرآن کریم د لارښوونو په رڼا کې وي.

 نو بیا بین الملل څوک دي چې یو چا ته د بل چا د وژلو یایې په کور او کلي باندې د تېري او یرغل اجازه ورکوي، بین الملل څوک دي؟ ټول همدغه کفار دي، امریکا ده، روس دی، چين دی، لویه بریتانیه او شمالي ایرلنډ، او پنځمه فرانسه ده، همدغه پنځه هېوادونه د امنیت د شوری دایمي غړي دي، ټول واک او اختیار له دوی سره دی، او دغه ټول هېوادونه کفار دي.

 لومړی خو دا چې دغه د امنیت شوری غړي هم انسانان دي، دوی ته دا واک چا ورکړی چې د دوی په څېر د نورو انسانانو لپاره دې قوانین جوړ کړي، او نور دې د دوی قوانین خامخا ومني، آیا همدغه لومړی ګام چې دوی پورته کړی دی د انسان له حقوقو او آزادۍ سره په ټکر کې نه دی؟ او که نه دوی له نورو انسانانو نه ښاغلې او لوړ دي؟ دا په خپله د انسان په حقوقو تېری دی، چې یو څو کسه سره راغونډېږي د خپل فکر او طبعیت سره سم قوانین جوړوي او بیا د ټولې نړۍ انسانان د هغه پر منلو ملزموي!!

اوس که دغه یرغل امریکا په خپله خوښه کړی وي او که یې د بین الملل په اجازه کړی وي، پاتې دې نه وي چې بین الملل د یرغل اجازه نه ده ورکړې، او که یې د کوم بل ځواک په اجازه کړی د اسلام او قرآن له نظره بالکل ناروا او وحشت دی، که سياف او يا بل څوک کولای شي چې په قرآن کریم کې داسې حکمونه یا آیتونه را پیدا کړي چې پر افغانستان باندې د امریکا یرغل ته اجازه ورکوي نو مهرباني د وکړي رامخې ته يې دې کړي تر څو مجاهدین پوه شي او بیا دغه حکمونو ته غاړه کېږدي او د امریکا امر ومني.

 ځینې ساده ګان چې سترګې یې د چوکۍ او ډالرو مینې ورپټې کړې دي دومره سپین سترګي کوي ، دومره درواغ وايي چې یو ماشوم هم پرې پوهېږي، وايي دا خو مستأمنین دي! دا خو معاهدین دي! سړی نه پوهېږي چې دوی یوازې د مستامن او معاهد نوم اورېدلی او په مانا یې نه پوهېږي او که د خلکو په سترګو کې خاورې ورشیندي، مستأمن هغه کافر دی چې د مسلمانانو په ملک کې یوازې د څه وخت لپاره د مسلمانانو تر واک او اختیار لاندې اوسېدای شي، نه وسله ګرځولای شي او نه پر چا تېری کولای شي، له نامه نه یې مالومېږي چې مستأمن د امن او پناه غوښتونکي په مانا دی.

 دا چې واک او اختیار ټول ورسره وي، دا خو بیا تر اوسه د اسلام په قاموس کې نشته که پروفیسور سیاف ته  معلوم وي نو مهرباني دې وکړي په تفصیل سره یې دې خلکو ته وښيي، په دې خو اوس لیونی هم پوهېږي چې دغه کفار چې زمونږ ملک ته راغلي دي آیا دوی له مونږ نه امن او پناه غواړي او که مونږ په خپل کور کې له دوی نه امن او پناه غواړو؟

 چا ته چې زمونږ په ملک کې دوی امن او پناه ورکړه هغه ته بیا نر شته چې پورته ورته وګوري؟ او که یې له چا نه امن او پناه پورته کړه بیا نو څوک شته چې ترېنه ويې ژغوري؟ نه تش په نامه ولسمشر د دې واک لري او نه هم تش په نامه پارلمان! او نه هم تش په نامه درې ګزه او شل منه سیاف! ښه دا نو اوس څه رنګه مستأمنین دي چې مونږ ته زمونږ په خپل کور کې دوی امن او پناه راکوي!

او معاهدین هغو کافرو ته ویل کېږي چې له مسلمانانو سره داسې تړون وکوي چې نه به دوی پر مسلمانانو تېری کوي او نه به مسلمانان پر دوی تېری کوي، که یې تیری وکولو بیا نو عهد مات دی، د مستامن، معاهد، ذمي او محاربو کفارو په اړه د فقهې په کتابونو کې فقهای کرامو مفصلې او بشپړې څېړنې کړې دي، چې ځانته بحث غواړي.

 لنډه دا چې دغه افغانستان ته راغلي دپروفیسور سیاف دوستان نه مستأمنین دی نه معاهدین او نه هم ذمیان بلکې محاربین او متجاوزین دي، ځکه وسله ورسره ده، په زور راغلي، د حکومت واګې د دوی په واک کې دي، زمونږ په ملک کې داسې څه کوي چې په خپل هېواد کې يې نشي کولای، ځکه هلته دوی د خپل ملک قانون ته درناوی کوي، سر غړونه نشي ترېنه کولای، مګر زمونږ په ملک کې نه دتش په نامه اساسي قانون درناوی کوي او نه هم د خپل قانون، ځکه په دوی باندې د خپل قانون درناوی او احترام د خپلو خلکو او خپل ملک په اړه لازم دی، نه د افغانانو په اړه.

 دا دی اوس خو لا دا هم را برسېره شوه چې دغه ځناور هېڅ رنګه انساني کرامت نه پېژني، د شهیدانو د بدن غړي له ځان سره د یادګار په توګه ساتي! دشهیدانو پر پاکو جسدونو بولې کوي، دماشومانو، مېرمنو او بوډاګانو جسدونو ته له وژولو وروسته اور ورته کوي! فکر نه کوم چې تر اوسه پورې به د انسانیت په تاریخ کې دا رنګه ځناور او وحشیان چېرته تېر شوي وي، ولس به دسیاف او دهغه دکاسې دملګرو له ټوپکیانو نه سر ټکولو چې د ځينې افغاني میرمنو سینې به یې پرې کولې، یا به یې د ځینو نورو په سرونو کې میخونه ټک وهل، چې دهغو بوږنوونکو پېښو یو لوی او مهم لوبغاړی خپله همدغه سیاف و، دا دي اوس د دیموکراسۍ شاګردانو له هغوی نه هم ور واړوله، د انسانانو د بدن غړی له ځانه سره د یادګار په توګه ساتې!!! دا د پروفیسور سیاف دپرمختګ او تمدن ټيکه داران دي! دا دسیاف په څېر هغه درواغزن ټګماران دي چې خلکو ته د هوساینې او سوکالۍ په نامه ځناورتوب او بربریت ډالۍ کوي!

پس هر کله چې جهاد فرض عین شو، نو استشهادي بریدونه د جهاد یوه تر ټولو اغېزناکه او مهمه برخه ده، دلته به اوس د یوې سریزې په توګه د استشهاد او انتحار ترمنځ توپیر سره وپېژنو، استشهاد او انتحار دواړه عربي کلمې دي، استشهاد چې د استفعال له باب نه دی د شهادت غوښتنې په مانا دی، او انتحار چې د افتعال له باب نه دی د ځان وژنې په مانا دی، شهادت غوښتنه په اسلام کې روا بلکې یو ډېر لوړ او لوی هدف دی، تر دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله د شهادت غوښتونکی و، امام بخاري صیب په خپل صحیح کې داسې روایت راوړی: (أَنَّ أَبَا هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوْلَا أَنَّ رِجَالًا مِنْ الْمُؤْمِنِينَ لَا تَطِيبُ أَنْفُسُهُمْ أَنْ يَتَخَلَّفُوا عَنِّي وَلَا أَجِدُ مَا أَحْمِلُهُمْ عَلَيْهِ مَا تَخَلَّفْتُ عَنْ سَرِيَّةٍ تَغْزُو فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ لَوَدِدْتُ أَنِّي أُقْتَلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ ) صحيح البخاري, باب: كتاب بدء الوحي, 4 جزء.

 ابو هریره رضی الله عنه وویل: ما له نبي صلی الله علیه وسلم نه واورېدل چې ویل يې: زما دې په هغه ذات باندې قسم وي چې زما روح یې په واک کې ده، که دا خبره نه وای چې له مومنانو نه ځینې کسان دا نه خوښوي چې له ما نه دې وروسته پاتې شي، او زه دومره وس نه لرم چې د دوی د تګ لپاره بندوبست وکوم، نو زه به کله هم له هغه ټولي نه وروسته نه وم پاتې شوی كوم چې د الله جل جلاله په لاره کې جهاد کوي، زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح د هغه په واک کې ده چې زه خامخا دا خوښم چې بېشکه زه د الله جل جلاله په لار کې ووژل شم، بیا بېرته را ژوندی کړای شم، بیا ووژل شم، بیا را ژوندی کړای شم، بیا ووژل شم، او بیا راژوندی کړای شم او بیا ووژل شم.

دا دي دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې که د دغه ځینو مسکینو مسلمانانو د زړه د ساتلو خبره نه وای نو زه به هرې غزا ته تلم، مګر زه د دغه فقیرانو او مسکینانو د زړه ساتلو لپاره پاتې کېږم تر څو دوی ته ځان بد ښکاره نشي او د کمي احساس ونه کوي او لږ ډاډه وي چې ځه رسول الله صلی الله علیه وسلم خو هم له مونږ سره دی.

 او بیا وايي چې که ما دومره وس درلودلی چې د دغو فقیرانو لپاره د جهاد کولو وسایل او سورلۍ پرې برابره کړم، نو بیا به مې هم دا کار کولو، او له دوی سره به یو ځای جهاد ته تلم، مګر دومره وس نه لرم، ځکه له دوی سره پاتې کېږم، او امام طبراني صیب په خپل کتاب: المعجم الکبیر کې همدې ته ورته یو روایت له ابی مالک اشعري نه راوړی دی چې په وروستنۍ برخه کې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي: (…وَلَوْ خَرَجْتُ مَا بَقِيَ أَحَدٌ فِيهِ خَيْرٌ إِلا انْطَلَقَ مَعِي ، وَذَلِكَ يَشُقُّ عَلَيَّ ) المعجم الكبير للطبراني, اول باب, 3 جزء, 482 صفحه.
 .. او که چېرې زه هرې غزا ته ووزم نو هېڅ داسې څوک به پاتې نشي چې په هغه کې یو څه خیر وي، مګر دا چې له ما سره به ځي، یانې ټول نیک خلک به غزا ته ځي او هېڅوک به هم پاتې نشي چې د اسلام او مسلمانانو د چارو سمبالول په غاړه واخلي،او دا کار بیا په ما باندې ګران پرېوزي، ځکه چې د جهاد له ټولو نه مهمه موخه داده چې اسلامي نظام راشي، د الله جل جلاله کتاب په ځمکه کې پلی شي، په دې مانا چې له جهاد نه موخه دا نه ده چې ټول دې شهیدان شي، بلکې له جهاد نه لوی هدف دا دی چې اسلامي نظام راشي، دقرآن کریم حکمونه چې دټول بشریت دنیکمرغۍ ضامن دي پلي شي.

 له همدې کبله علمای کرام وايي چې هغه رېښتني او پوه مجاهدین چې په هغوی کې د اسلامي حکومت د چارو دسمبالولو وړتیا وي هغوی باید له اړتیا پرته دجنګ ډګر او لومړیو کرښو ته لاړ نشي، ځکه چې په دې سره مسلمانانو ته ډېر زیان رسېږي، هغه دا چې سوچه او پاک زړي، د اسلام او مسلمانانو په درد دردمن او رېښتيني مجاهدین به ټول شهیدان شي، نو وروسته به چارې داسې کسانو ته په لاس ورشي چې هغوی به بیا هر څه له خپلو ځانونو او خپلو ګټو نه قربانوي، هر څه به په یوه روپۍ خرڅوي، لکه څنګه مو چې ولیدل، له روس سره د جهاد پر وخت همداسې وشول, هغه نیک او مخلص مشران شهیدان شول، یا هم د کورنیو جګړو له امله په کورونو کې کېناستل وروسته د چارو واګې سياف خان او دده په څېر نورو د داسې کسانو لاس ته ورغلې چې دا دي ټول يې ګوري چې څه یې وکړل! د دوه ډالرو لپاره یې دجهاد افتخارات او ویاړونه  ټول دامریکایانو او انګریزانو په پښو کې ور وغوځول،  دشهیدانو پاکې وینې، دیتیمانو مظلومې اوښکې او دکونډو زړه بوږنوونکې کرېغې یې په سرو کفارو وپلورلې!

 که اړتیا وه او پرته له دې چې د مجاهدینو مشران او رېښتیني په کار پوه تکړه مجاهدین د جګړې لومړیو کرښو ته لاړ شي بله چاره نه وه نو بیا به خامخا ځي، که شهیدان شول هم نو د اسبابو په نړۍ کې دوی ته کوم مسولیت نه متوجه کېږي.
علمای کرام دا خبره د همدغه پاسني حدیث شریف له مخې کوي، ځکه دا دي رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله فرمایي چې زه ځکه هرې غزا ته نه ځم چې بیا به نو هر نیک مجاهد غواړي چې له ماسره لاړ شي، او دلته به بیا د مجاهدینو او مسلمانانو نورې چارې همداسې پاتې کېږي، او بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیث شریف په وروستنۍ برخه کې قسم کوي او درې ځله دا خبره تکراروي چې که دا خبره نه وای نو ما به دا خوښه کړې وای چې د الله جل جلاله په لاره کې ووژل شم او بیا را ژوندی شم، بیا ووژل شم، او بیا را ژوندی شم او بیا ووژل شم.
په همدې بخاري کې په بل روایت کې داسې راځي: (عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ وَدِدْتُ أَنِّي أُقَاتِلُ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَأُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ ثُمَّ أُحْيَا ثُمَّ أُقْتَلُ فَكَانَ أَبُو هُرَيْرَةَ يَقُولُهُنَّ ثَلَاثًا أَشْهَدُ بِاللَّهِ) صحيح البخاري, باب: كتاب بدء الوحي, 9 جزء,102 صفحه.

 له ابو هریره رضی الله عنه روایت چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زما دې په هغه ذات قسم وي چې زما روح یې په لاس کې ده چې دا خوښوم چې بېشکه زه د الله جل جلاله په لاره کې وجنګېږم، او بیا ووژل شم, بیا بېرته را ژوندی کړای شم، بیا ووژل شم بیا بېرته را ژوندی کړای شم، بیا ووژل شم، هغه کس چې دغه حدیث یې له ابو هریره نه اورېدلی هغه وايي چې ابو هریره رضی الله عنه به درې ځله دغه ټکي چې ووژل شم او بیا بېرته را ژوندی کړای شم ویلو، او زه الله جل جلاله په دې باندې ګواه کوم چې همداسې به یې ویل، دا خبره يې د دې خبرې د پخلي لپاره کړې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به همداسې ویل، داسې نه چې څوک ووايي چې دا خبره بل چا ورپسې جوړه کړېده.

 له دينه مالومېږي چې دغه خبره د ځینو خلکو زړه ته سمه نه لوېږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به کړې وي، نو ځکه یې وویل چې نه رسول الله صلی الله علیه وسلم همداسې ویل، او بل دا ترېنه مالومېږي چې صحابوو رضی الله عنهم به د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مبارکو ويناوو په رانقلولو کې دومره زیاته پاملرنه او غور کولو، چې دغه ټکی یې یو ځل او دغه یې دوه ځله او دغه یې درې ځله ویلی دی.

 او دیته هم باید پام وشي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هسې په خوشې خبره باندې قسم نه دی کړی او نه یې کولو ، نو له دينه مالومېږي چې دغه کار خورا ارزښتناک کار دی، مسلمانان یې باید د زړه په غوږونو واوري، او ویي مني، له دې او دیته ورته نورو ګڼو احادیثو او له دې نه مخکې له ګڼو آیتونو نه په ښکاره جوتېږي چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل خورا لوی بخت دی، چې هر چا ته نه رسیږي، بلکې الله جل جلاله په خپل فضل او رحمت سره ځینې کسان د دغو درجو لپاره غوره کوي.

 په څلورمه پاره د آل عمران د سورت په یوسل او څلويښتم آیت کې الله جل جلاله مسلمانانو ته د احد  له غزا نه وروسته چې دوی پکې وځورېدل داسې ډاډګیرنه ورکوي: ( إِنْ يَمْسَسْكُمْ قَرْحٌ فَقَدْ مَسَّ الْقَوْمَ قَرْحٌ مِثْلُهُ وَتِلْكَ الْأَيَّامُ نُدَاوِلُهَا بَيْنَ النَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ الَّذِينَ آَمَنُوا وَيَتَّخِذَ مِنْكُمْ شُهَدَاءَ وَاللَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ ) د آل عمران سورت, 140 آيت.

که تاسو ته ټپ او زخم در ورسيد، نو دوی ( کفارو ) ته هم همدغه رنګه ټپ او زخم تېر کال د بدر په غزا کې رسیدلی و، او دا خو ورځې دي مونږ يې د خلکو ترمنځ اړوو را اړوو، یانې کله یو لوري ته درد رسېږي کله بل لوري ته، او بل د دې لپاره مونږ دا کار کوو تر څو الله جل جلاله په ښکاره سره هغه کسان خلکو ته وښيي چې ایمان یې راوړی دی، یانې هسې خو به منافقینو هم ویل چې مونږ مسلمانان یو، نو د دې لپاره چې په غم او درد کې منافق او مسلمان سره معلوميږي، مسلمان ته که خوشالي او کامیابي ورسيږي او که غم او ناکامي دی په دواړو حالتونو کې د خپل رب په قضا او قدر ایمان لري او غاړه ورته ږدي، مګر منافق بیا داسي نه وي، هغه یوازې په هغه صورت کې د الله او رسول خبره مني چې د ده ښه وي پکې، بیا دجهاد ومجاهدینو چېغې وهي، او که د ده تاوان و پکې بیا نو ډېر سخت په غوسه وي، بيا جهاد ته فساد او مجاهدینو ته مفسدین وايي!

او بل الله جل جلاله دغه د ورځو اړول را اړول چې کله مسلمانان برلاسي وي او کله کفار د دې لپاره کوي تر څو ستاسو مسلمانانو له ډلې نه ځینې شهیدان غوره کړي، چې بیا هغه په جنت کې ورته تیارې شوې درجې ورکړي، کومې چې پرته له شهادت نه په بل څه نه تر لاسه کېږي، او الله جل جلاله ظالمان نه خوښوي.

  دلته په دغه آیت کې الله جل جلاله فرمایي چې ( ویتخذ منکم شهداء ) او د دې لپاره چې له تاسو نه شهیدان غوره کړي، دلته داتخاذ فعل دافتعال له باب نه دی، چې داختیار په معنی راځي، په دې مانا چې هر څوک نه شهید کېږي، بلکې هغه څوک دشهادت لوړ مقام ته رسېږي چې الله جل جلاله یې ددغه لوړ مقام لپاره اختيار او غوره كړي؛ ځکه د الله جل جلاله په لاره کې وژل کیدل لوړه او لویه بریا ده چې هر څوک یې نشي تر لاسه کولی، مګر هغه څوک چې الله جل جلاله دغه منزلت ته غوره کړی وي، الله جل جلاله په یوولسمه پاره د توبې د سورې په یوسل او یوولسم آیت کې داسې فرمایي: (إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنْفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ وَعْدًا عَلَيْهِ حَقًّا فِي التَّوْرَاةِ وَالْإِنْجِيلِ وَالْقُرْآَنِ وَمَنْ أَوْفَى بِعَهْدِهِ مِنَ اللَّهِ فَاسْتَبْشِرُوا بِبَيْعِكُمُ الَّذِي بَايَعْتُمْ بِهِ وَذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ) دالتوبة سورت, 111 آيت.

 بېشکه چې الله جل جلاله پېرودلي دي له مومنانو نه د هغوی ځانونه او مالونه، په دې باندې چې بېشکه د دوی لپاره جنت دی، داسې چې دوی به د الله جل جلاله په لاره کې جنګېږي، نو بیا به دوی نور ( کفار ) وژني او دوی به خپله هم وژل کېږي، د دغه ژمنې پوره کول الله جل جلاله په خپل ځان باندې په تورات او انجیل او قرآن کې منلي دي، او بل څوک به له الله جل جلاله نه پرته د خپلې ژمنې تر ټولو ښه پوره کونکی وي؟ نو زیری مې در باندې په دغه مامله چې تاسو په هغه بیعت کړی، او یوازې همدغه لویه بریا ده.

دا دي دلته هم له دغه مبارک آیت نه په ښکاره څرګندېږي چې د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل تر ټولو لویه بریا ده، او الله جل جلاله له خپلو مومنو بنده ګانو نه د هغوی ځانونه او مالونه د جنت په بدل کې اخیستي دي، هغوی ته ویلي دي چې تاسو به زما په لاره کې جنګېږۍ چې هم به کفار وژنئ او هم به تاسو وژل کېږۍ او بیا به زه تاسو ته جنتونه درکوم.

دقرآءت او تفسیر علمای کرام فرمايي چې (فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ) په یو قراءت کې ( فَيُقْتَلُونَ وَيَقْتُلُونَ ) لومړی فعل مجهول او دوهم معلوم هم راغلی، اګر چې مشهور لومړی معلوم او دوهم مجهول دی، نو په لومړي قرآءت یې مانا داسې کېږي چې دوی به کفار وژني او دوی به دکفارو لخوا وژل کېږي، او په دوهم قرآءت یې مانا داسې کېږي چې دوی به دکفارو لخوا وژل کېږي مګر له دې سره سره به بیا هم دوی کفار وژني، له مرګ نه به نه یرېږي، او په دغه دوهم قرآءت سره شهادت او دمجاهدینو دسرښندونو ستایلو ته ټينګه او کلکه اشاره شوې ده، ځکه چې دوی مرګ دسر په سترګو ګوري خو بیا هم پر کفارو ورځي او وژني یې.

او دا هم ورسره وايي چې دغه رنګه مامله ما په تورات او انجیل کې هم کړېده ، یانې جهاد مې یوازې په تاسو باندې نه دی فرض کړی بلکې له تاسو نه په مخکې امتونو باندې مې هم فرض کړی و، او بیا ټینګار کوي چې ګورۍ د الله ژمنه څه دروغ نه ده، او نه دا سې ده چې دی به یې پوره نه کړي، له الله جل جلاله نه پرته بل هېڅوک داسې نشته چې خپله ژمنه په ښه او بشپړه توګه پوره کړي، او همدغه مامله چې له تاسو سره الله جل جلاله کړیده دا ډېره لوړه او نېکه مامله ده، تر دې چې مومنانو ته د دې ماملې زیری ورکوي، او بیا په پای کې وايي چې یوازې همدغه د الله جل جلاله په لاره کې وژل کېدل خورا لویه بریا ده.

أحمد ضياء بريالی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x