نظــر

هوت خېل د ملي یوالي په حکومت کې خپل تصویر نه ګوري

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

لیکوال: ذبیح الله خورشیدی
لیکوال: ذبیح الله خورشیدی

د ولسواکۍ په نظام کې مو دوه ځله د مخکیني ولسمشر حامد کرزي کلک ملاتړ وکړ خو، هېڅ کله مو ترې د امتیاز غوښتنه ونه کړه او نه هم هغه په خپله ۱۳ کلنه واکمنۍ کې یوه ورځ په زړه کړو.

ګیله ترې لرو او خپل مسلم حق چې د ده ښاغلي په واکمنۍ کې مو له لاسه ورکړی په ټول ژوند یې نه وربښو ښایي هغه هم دغه موضوع اوس  درک کړې وي.
ښاغلي کرزي هم د ټوپکوالو او زور واکو په ضد شعارونه درلودل خو واک ته له رسېدو سره سم د جنګسلارانو منګولو ته ولوېده له والي نه نیولې تر ولسواله ټولو ورته خبرداري ورکړي خو سره له دې هم تر ننه په واک کې پاتې دي او د تورو پیسو له لارې سخت پړسېدلي چې اوس ورسره خبرې هم نه کېږي.

په درېیم پړاو ټاکنو کې د ډېرو سترګې ښاغلي اشرف غني احمدزي ته ور اوښتې د هغه سیال عبدالله عبدالله څو ځله ازمایل شوی وه خو سره له دې هم یو لوی سیال بلل کېده.

هوت خېلو چې نه  یې غوښتل د افغانستان په لویو مسلو کې بې تفاوته پاتې شي په ټول اکثریت  یې د ولسمشر اشرف غني ملاتړ ته د زور او زر سره را ودانګل ان تر دې چې د ارګ تر دروازې یې ورسوو.

په ټاکنیزو کمپاینونو کې هر نوماند کوښښ کوي چې د خلکو ملاتړ راجلب کړي خو، په کابل کې بیا د هر نوماند سترګې هوت خېلو ته ډېرې اوښتې،  له ښاغلي  اشرف غني او عبدالله عبدالله  نیولې یولسو نوماندانو خپلې ډلې مونږ ته را واستولې څو د دوی ملاتړ وکړو مونږ ته چې ټول ښاغلي وو له زیات غور وروسته مو په دې نوماندانو کې په اشرف غني زړه ورغی ځکه هغه تر نورو ډېر ښه پلان درلود.

د ټاکنیزو سیالیو په پیل کې مو په کابل کې یوه لویه غونډه را وبلله چې شمېر تر زرګونو اوښته له لغمان او نورو ډېرو ولایتونو هوتک راغلي وو.

دې غونډې ته ښاغلی غني هم راغلی وه او په غونډه کې یې وینا وکړه چې د ارګ کیله مې تر لاسه کړه او هوت خېل به ما یوازې او یوازې تر ارګه رسوي چې وروسته همداسې وشول.

اشرف غني د هوتخېلو سره یو ډول ژمنې وکړې چې په سرکې یې د کار خبره داوه چې د کابل پلان به د هوت خېلو سره په ګډه جوړوم .

کله چې اشرف غني په دویم پړوا ټاکنو کې تر عبدالله مخکې شو او عبدالله عبدالله د ټاکنو له کمېسیونونو سره بایکاټ اعلان کړ یو څه ښکته پورته خبرې هم راغلې.
د اصلاحاتو او همپالنې ډلې په کابل کې لاریونونه په دې پلمه پیل کړل چې ګواکې له دوی سره درغلي شوې په داسې حال چې د رایو شمېرنې په بهیر کې ډېر تقلب د عبدالله ملاتړو کړی وه.

د شمالي ټلوالې ځینو زور واکو غوښتل اشرف غني له واکه څنډې ته کړي او رایو ته اورونه ورته کړي خو د هوت خېلو وېرې د دوی دغه هڅې ناکامه کړې.

مونږ څو ځله اشرف غني ته وړاندیز وکړ چې ستا سیلان د منطق ژبه نه لري او نه هم دومره زورور دي چې نظام وننګوي خپل حکومت اعلان کړه او دغه خلک مه پرېږده چې ملک ته زیان واړوي ولس په تېره هوت خېل ستا تر شاه ولاړ دي هغه خلک درته پښو کې غورځوي چې تاته څو خله مات شوي .

غني د خپلې محافظه کارۍ له امله حکومت ورسره سم او نیم د جان کري په وړاندیز وویشه او لاهم د عبدالله خېلو ډله پرې قناعت نه لري .

زمونږ تمه له غني څخه دا نه وه چې دوه سری حکومت دې جوړي کړي او بیا وروسته دې په خپله په کې لولپه شي مونږ موخه او ارمان داوه، چې جنګسالاران به نه وي، فاسدین به محکمه کېږي ، کار به اهل کارته سپارل کېږي او تر ټولو لوی ارمان د سولې ټینګښت وه.

مونږ دا تمه هم نه درلوده چې غني دې په هرڅه کې بې تفاوته پاتې شي او هرڅه دې د عبدالله په خوښه کوي او مونږ دې سپېره خوله وګرځو.

ورشئ د خدا ی کتاب په مخکې ورته کېږدۍ چې هوت خېلو د غني څخه غوښتنې څه وې مونږ ځکه له نظام څخه ګیله لرو چې قربانۍ چا ورکړې او اوس مزې څه کوي؟

عبدالله عبدالله هم یو مخکښ نوماند وه که مو له هغه څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وه، ښایي ولسمشر غني ته دغه نیم حکومت هم نه وه رسېدلی .

اشرف غني په خپلو څرګندونو کې هوت خېلو ته ویلي وو،چې د ارګ کیلي مې تر لاسه کړه او د حکومتولۍ په لومړیو کې به د هوت خېلو سره د کابل د روغنې پلان جوړوم .

څه شوې ستا اوږدې وعدې؟

له بده مرغه ووایو چې هرڅه بدل شول حکومت له ولایتونو نیولې تر وزارتونو وویشل شو امنیتي حوزې شمالي ټلوالې ونیولې والیان هم دوی دي وزیران هم هغه څوک شول چې د غني او عبدالله پرې جنګونه روان و

خو اوس چې د قانون خلاف حکومت د یوې هوکړې پر بنسټ رامنځ ته شو د ولسمشره نیولې تر ولس کشره ټولو په قانون پښې کېښوولې اوس زمونږ هم ګیله راغله چې سړی مونږ هم د دې هېواد، بچیان یو تر نورو مو زیاته قرباني ورکړې او تر نورو مو زیاته منډه هم وهلې .

پنجشېر په لوی شور کې غني ته درې رایې هم نه دي ورکړي خو د سیاسي مصلت پر بنسټ نن ډېر دوی په واک کې دي او ډېر څه د دوی منل کېږي.

د هوت خېلو یوځوان چې د کوم دروازې مخې ته ورشي په یوه او بله بهانه یې ځوروي او څوک ورته کار نه ورکوي خو که یو پنجشیری چې ټول عمر یې غلا شوي سټار او توت خرڅول هغه ته قانون نه شته.

د هوتخېلو د ولس ژمنه دا ده که په حکومت کې ورته ونډه ور نه کړل شي هغه څوک یې چې واک ته رسولي پرزولی یې هم شي بیا دې پر مونږ د دې ټاپه نه لګول کېږي چې هوت خېلو په کابل د اوسني حکومت په څنګ کې موازي حکومت اعلان کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x