افغانستاننړۍ

مکه: د کرین د غورځېدو په پېښه کې ۳۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي۲۱مه۱۳۹۴ل): په حرم شریف کې د کرین (جرثقیل) د غورځېدو له کبله ۳۰ افغانانو ته چې مکې مکرمې ته د حج د فریضې د ادا کولو لپاره تللي وو، مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېره شپه په حرم شریف کې سختو بادونو یو جرثقیل راوغورځولو چې له کبله یې ۱۰۷ تنه ووژل شول او ۲۳۸ نور ټپیان شول.

د حج و اوقافو وزارت چارواکي وايي چې په حرم شریف کې د جرثقیل (کرین) د غورځېدو له کبله یو افغان وژل شوی او ۲۹ نور ټپیان دي.

د راپورونو په اساس ۱۸ ټپي شوي افغانان له ابتدايي تداوي وروسته له روغتونه خارج شوي او ۱۱ لا هم تر تداوۍ لاندې دي.

د یادونې وړ ده چې د حرم شریف د پراخولو په موخه هلته ستر جرثقیلونه او ماشینونه نصب شوي او د راپورونو له مخې سږ کال ۳ میلیونه کسان د حج د ادا کولو لپاره حرم شریف ته راځي.

د سعودي ملکي دفاع ادارې مشر جنرال سلیمان الامر ویلي چې پېښه د سعودي په ځايي وخت ۵ بجې او ۱۰ دقیقو رامنځته شوه او د پېښې پر مهال له ۲۰ تر ۳۰ زرو کسان په حرم شریف کې موجود وه.

هغه زیاته کړې چې، له تېرو څو ورځو راهیسې پر مکې د تېزو بادونو لړۍ روانه وه، چې تېزوالی یې په یوه ساعت کې ۸۳ کیلومترو ته رسېده.

د مکې والي خالد بن فیصل د حرم شریف تر لیدنې وروسته ویلي چې د ټولو ټپیانو د حج مبارکې فریضې د ادا کولو مسوولیت د دوی پر غاړه دی او د روغتیا وزارت امبولانسونه به ټول ټپیان حرم شریف ته رسوي.

هغه زیاته کړې چې وران شوی ځای به په دوو ورځو کې جوړ کړي.

د یادونې وړ ده چې سږ کال د حج د فریضې ادا کولو لپاره ۲۴ زره افغانان مکې او مدینې ښارونو ته ځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x