fbpx

١١ تنو ځوانانو انټرنېټ کارونه زده کړه

internetننګرهار رسنیز کور(media house) د روان زېږديز ۲۰۱۲ کال د سپتمبر په ۱۰مه نېته ۱۱ تنو ځوانو ژورنالستانو ته د انټرنیټ  کورس تر زده کړې وروسته بري ليکونه ورکړل.

د غونډې په پېل کې له تلاوت وروسته صیام الدین پسرلی د ننګرهار میدویوتیک رسنیز کور په نمایندګي خبرې وکړي. هغه وویل: ( ننګرهار  ټولنیز مرکز میدیوتیک شاوخوا لس کال کیږي چې په ختیځ زون کې فعالیت کوي. د غه مرکز ددې ترڅنګ چې ټولنیز چارې پر مخ وړې د ژورنالیزم روزنیزي ناستي هم لرلې، کله چې په ۲۰۰۸ کال د اکتوبر  په میاشت کې ننګرهار رسنیز کور پراستل شو، نو د ژورنالیزم دغه ناستې د رسنیز کور د فعالیتونو تر چتر لاندې راغی.

د ژورنالیزم دغه روزنیزي ناستې د شپږو میاشتو لپاره په اوونۍ کې دوه ورځي د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو کې ترسره کیږي.

په دغه شپږو میاشتو کې یادو ځوانو ژورنالستانو د ژورنالیزم نظري زده کړي تر څنګ عملي زده کړه هم ورکول کیږي. دوی ته وخت ورکول کیږي، چې په ورکشاپونو، کنفرانسونو، ګردي میزونو همدارنګه په ځینو راډیویی او تلویزیونی پروګرامونو کې ګډون وکړي.

دا چې انټرنیټ د نوي عصر ضرورت دی او د ژورنالستانو ډېر کار په انټرنیټ ولاړ دى، نو ننګرهار رسنیز کور د ژورنالیزم د زده کړي تر څنګه دوی ته د انټرنیټ او کمپیوټر د زده کړي زمینه هم برابره کړي، چې دادى يو ځل بيا يې ددغې روزنیزي ناستې له زده کوونکو څخه ۱۱ تنه ځوانان فارغ شول، له دې وروسته به ددغه روزنیزي ناستې پاتې کسانو ته هم د انټرنیټ، کمپیوټر  زده کړې او لنډ مهاله کوروسونه جوړ کړي. تر هغه وخته پورې چې دغه ځوانان د ژورنالیزم له شپږ میاشتي کورس څخه فارغیږي د ژورنالیزم د زده کړي تر څنګ به دوی به په انټرنیټ او کمپیوټر هم پوهیږي.  په کنفراسونو، ورکشاپونو، ګردي میزونو او ځینو نورو غونډو کې د برخه اخیستني او وینا کولو جرئت به  هم پیدا کړی وي.)

تر صيام الدين پسرلي وروسته د مشال راډیو خبریال باز محمد عابد فارغو زده کوونکو ته د مبارکۍ ورکولو سربېره د انټرنیټ په اهمیت هم خبرې وکړې. نوموړي وویل: (یو وخت کې به موږ د خلکو اوریدل چې د انټرنیټ له لارې ډېر کسان خپلې دندې ترسره کوي خو خپل مرکزي دفترونه یې نه دي لیدلي چې  دا کار عملاً اوس په موږ تیریږي، موږ له افغانستان څخه مشال راډیو ته رپورټنګ کوو خو لا تر اوسه پورې موږ خپل دفتر نه دی لیدلی.)

ورپسی محب الله االله یار پخپلو خبرو کې د انټرنېټ له کورسه فارغ شويو ځوانانو ته له دغې اسانتيا د سمې ګټې اخيستنې وړانديز وکړ.

د فارغو ژورنالستانو له ډلې څخه هارون رشید د ټولو زده کوونکو په نمایندګي د ننګرهار میدیوتیک له ادارې او په خاصه توګه د انټرنیټ او کمپیوټر ټرینر ضیاالدین زملي څخه مننه وکړه چې په ورین تندي دوی ته زده کړه ورکړي.

په پای کې غوڼده د اسنادونو په ویش شاوخوا ۴ بجې پای ته ورسید.

درنښت

ننګرهار رسنیز کور

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د