شعـــــرونه

مسلمانه

مولوي رضوان الله فيضاني

مسلمانه له ژوندون سره تقوا كړه
بندګي درب په صدق او رښتيا كړه

له هېچا سره دوكه او غدر مكړه
په خپل عهد او وعده باندې وفا كړه

مغفرت د ګناهونو ترېنه غواړه
همېش رب ته په سجده اوسه ژړا كړه

ژبه تل مدام لمده ورباندې ساته
د كريم خداى ذكر هر سبا بېګا كړه

پاك قرآن په مينه مينه باندې لوله
استغفار وايه شيطان په واويلا كړه

صالحانو انسانانو سره ګرزه
له شريرو او بدانو ځان جدا كړه

تور لحد ته ورتلل شته دي خبر اوسه
د قيامت لپاره ښه توښه پيدا كړه

(فيضاني) غواړه امان له جهنمه
تل غفور پروردګار ته دې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x