د حج په موسمونو کې مهمې خونړۍ پېښې

نن ټکی اسیا (شنبه، وږي۲۱مه۱۳۹۴ل): د مکې مکرمې د حرم په مسجد کې د تېرې جمعې په ورځ د کرین رالوېدلو په پېښه کې تر ۱۰۰ زیات حاجیان ووژل شول. دا لومړی ځل نه دی چې د حج په موسم کې حاجیان له ورته زړه بوږنوونکې پیښې سره مخامخ کیږي. د هغو خونړیو پیښو، چې په تېرو ۴۰ کالونو کې د حج موسمونو پر مهال رامینځ ته شوي، لنډ تاریخي شالید په لاندې ډول دی:

۲۰۱۵:
سپتمبر ۱۱: د بیت الله شریف په ختیځه څنډه کې د تعمیراتي کرین د رالویدلو له امله تر دمګړۍ د ۱۰۷ مړو او ۲۳۸ زخمیانو خبر تایید شوی.

makka 20

۲۰۰۶:
جنوري ۶: د مکې مکرمې په زړه کې د یو زاړه هوټل نسکوریدلو ۷۶ کسان ووژل.
جنوري ۱۲: په منی کې د شیطانانو د ویشتلو پر مهال د ټېل ماټېل په نتیجه کې ۳۶۴ حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې شپږ پوړیز هوټل کې اوسیدونکي ډیری حاجیان د ختیځې اسیا هیوادونو اوسیدونکي وو

په دې شپږ پوړیز هوټل کې اوسیدونکي ډیری حاجیان د ختیځې اسیا هیوادونو اوسیدونکي وو

۲۰۰۵:
جنوري ۲۲: د شیطانانو د ویشتلو پر مهال د ګڼې ګوڼې له کبله ۳ حاجیان ووژل شول.

۲۰۰۴:
فبروري ۱: د شیطانانو د ویشتلو په لومړۍ ورځ له مهاره وتلي ټېل ماټېل د ۲۵۱ حاجیانو ژوند واخیست.

۲۰۰۳:
فبروري ۱۱: د شیطانانو د ویشتلو په لومړۍ ورځ د ۶ ښځو په ګډون ۱۴ حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

۲۰۰۱:
مارچ ۵: د شیطانانو د ویشتلو پر مهال ۳۵ حاجیان ووژل شول او ګڼ نور برسیرن ټپیان شول.

۱۹۹۸:
اپریل ۹: په منی کې د شیطانانو د ویشتلو پر مهال ۱۱۸ حاجیان مړه او ۱۸۰ نور زخمیان شول.

۱۹۹۷:
اپریل ۱۵: په منی کې د حاجیانو په خیمو کې د اور لګېدنې له کبله ۳۴۳ حاجیان مړه او تر ۱۵۰۰ زیات زخمیان شول.

۱۹۹۵:
می ۷: په منی کې د حاجیانو په خیمو کې اور ولګېد، ۳ حاجیان مړه او ۹۹ ټپیان شول.

۱۹۹۴:
می ۲۴: د شیطانانو د ویشتلو پر مهال د حاجیانو په ګڼه ګوڼه کې ټېل ماټېل له ۲۷۰ حاجیانو ژوند واخیست.

۱۹۹۰:
جولای ۲: په منی کې د تونل دننه ۱۴۲۶ حاجیانو هغه مهال د اختناق له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د تونل د هوا د بدلون دستګاه له کاره ولویده.

۱۹۸۹:
جولای ۱۰: بیت الله شریف ته څېرمه دوه غبرګې چاودنې وشوې چې په نتیجه کې یو کس مړ او ۱۶ ټپیان شول. دوه میاشتې وروسته سعودي چارواکو ۱۶ کويټي شیعه ګان په پیښه کې د لاس درلودلو په جرم اعدام کړل.

سعودي حکومت د چاودنو په تور ۱۶ شیعه ګان چې د کویټ تابعیت یې درلود، اعدام کړل

سعودي حکومت د چاودنو په تور ۱۶ شیعه ګان چې د کویټ تابعیت یې درلود، اعدام کړل

۱۹۸۷:
جولای ۳۱: ګڼو ایراني وګړو چې د ایران اسلامي انقلاب شعارونه یې ورکول د حج په موسم کې په مظاهرو او لاریونو لاس پورې کړ او غوښتل یې بیت الله شریف ته ننوزي. د سعودي امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله او د دواړو طرفونو ترمینځ خونړۍ شخړه رامینځ ته شوه چې د ۲۷۵ ایرانیانو سربېره په کې ۱۳۰ حاجیان ووژل شول.

ایراني مظاهره چیانو له ځانونو سره د بیت المقدس او د ایت الله خمیني انځورونه لیږدول

ایراني مظاهره چیانو له ځانونو سره د بیت المقدس او د ایت الله خمیني انځورونه لیږدول

۱۹۷۹:
نومبر ۲۰: د سعودي حکومت مخالفو شیعه وسلوالو د بیت الله شریف مسجد کې سنګر نیولی و او د مسجد دننه یې لسګونه حاجیان د دوه اونیو لپاره یرغمل کړي و. سعودي امنیتي ځواکونو د علماوو له فتوی وروسته په مسجد چاپه ووهله، چې د دواړو خواوو ترمینځ په نښته کې ۱۵۳ کسان ووژل شول او ۵۶۰ زخمیان شول.

سعودي حکومت نوموړي کسان له نیولو وروسته په دار وځړول

سعودي حکومت نوموړي کسان له نیولو وروسته په دار وځړول

۱۹۷۵:
دیسمبر: د حاجیانو په خیمو کې د ګاز ډبې د چاودنې له کبله اور ولګید په نتیجه کې یې ۲۰۰ حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
مولوی دیوبندي
میلمه
مولوی دیوبندي

شاباس دومره زاړه معلومات موپه لاس راکړل دانن ټکی اسیا خویوعجیبه دمعلوماتو سرچنه ده ماشاءالله له بدوسترګوپه امان شي

زاهدالله صافی
میلمه
زاهدالله صافی

تاسی تولوکارکوونکونه یوه نڑی مننه.دلازیادومطالبواوخبرونوپه هیله.تل سوکاله اوسرلوڑی اوسی.سناسی ورورانجینر زاهدالله (صافی(