د جاپان وزیر مالي د غیرشرعي اړیکو د افشا کیدو له ویري انتحار کړی
نن ټکی آسیا: د جاپان رسنیو نن خبر ورکړ چي ددغه هیواد وزیر مالي (تاداهیرو ماتسوشیتا (73 کلن) خپل ځان زندی کړی، او مړ شوی دی.
د خبر له مخي ویل شوي چي نومړی ویره درلوده چي یوه جاپانۍ مجله چي د مشهورو خلګو په فضیحتونو او حساسو خبرونو او راپورونو په نشرولو کې شهرت لري، به دده د هغه غیر شرعي اړیکي په اړه راپور نشر کړي، چي نومړي د کورني ژوند څخه د باندي د خپلي میرمني په پټه درلودل.
تمه کېدل چي دغه راپور به دوه ورځي وروسته نشریږي، خو نومړي خپل مرګ تر هغه دمخه کړ
د ماليې وزیر د مړیني تر مخه د جاپان رئیس الوزراء، نورو ملګرو وزیرانو او تر ټولو مهمه خپلي میرمني ته لیکلي پيغامونه پرې ایښي.