د نورو هیوادونو خوراک سره د امریکايي ماشومانو عکس العمل – ویډیو

نن ټکی اسیا (یک شنبه، وږي ۲۲مه ۱۳۹۴ ل): د cut.com په نامه ویب پاڼي له خوا په یوه نوې جوړه شوې ویډیو کې د امریکا د مکتب واړه ماشومان را ښودل کیږي، دوی ته هغه خوراک ورکول کیږي چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه یې ماشومان د درسونو په منځ کې د تفریح په مهال خوري.

دا خوراک دوی ته په مختلفو ورځو کې ورکول کیږي، تر څو ددوی عکس العمل وکتل سي.

دغه ویډیو چې د پاڼي د ادارې له خوا پر یوټیوب نشر شوې، په لنډه موده کې په ملیونو خلکو کتلی او په نړیوالو خبري ویب پاڼو کې هم نشر شوي، مونږ یې هم له تاسو سره شریکه وو، ځکه چې په ویډیو کې د ماشومانو مخته د افغانستان یو خوراک هم ایښودل شوی، امریکايي ماشومانو د افغاني ماشومانو خوږ خوراک ستایلی او خوښ کړی یي دی.

دوی ته هندي، سویډني، جاپاني، کیوبایي، فرنسوي، کینیایی او افغاني خوراک ایښودل کیږي.

ماشومان چې د امریکايي چټک خوراکونو سره مینه لري، خصوصا امریکايي بیتزا، برګر او سنډویچ سره ډیر بلد دي، په عمر کې په لومړي ځل مخته د هند ترخه خواړه، د فرانس پاسته خواړه، د جاپان ښوروا او ماچې ایښودل کیږي، دوی اکثره خوراکونه نه خوښوي، ځینو ته د فرنسې خوراک ښه خوند ورکوي، تر ډېره داسي ښکاري چې د فرنسوي خوراک د نامه څخه متاثره دي.

د جاپاني خوراک د لکړو په استخدام نه پوهیږي، او افغانی خوراک چې ډیر کم دی، صندل غوندي یو شی دی، هم یې د شکل او هم یې د خوند څخه متاثره کیږي.

دغه ماشومان د امریکا د اوسیدونکو د مختلفو طبقو څخه اختیار سوي، تر څو ددوی عکس العمل هم بدل بدل وښيي.

ویډیو وګورئ:

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د