fbpx

پر فیسبوک ﻓﯽ ﺍﻟﺒﺪﻳﻬﻪ مشاعره

را لیږونکی، انتخاب او ترتیب: مدثر همراز

د تیری جمعی د شپی ښکلی( ﻓﯽ ﺍﻟﺒﺪﻳﻬﻪ مشاعره) چه د فسبوک پر مخ د تکړه لیکوال او شاعر حمدالله فطرت صیب په دیوال تر سره شوه
د مشاعری غورچاڼ په لاندی ډول سره کتلی شی.

ﻧﻦ ﺑﻴﺎ ﺩ ﻓﯽ ﺍﻟﺒﺪﻳﻬﻪ ﻣﺸﺎﻋﺮﯤ ﻭﺍﺭ ﺭﺍﺭﺳﻴﺪﻟﯽ، ﻻﻧﺪﯼ ﺑﻴﺖ ﻣﻮ د ﻃﺮﺣﯥ ﻟﭙﺎﺭﻩ ﺍﻧﺘﺨﺎﺏ ﮐړﯼ
ﺑﺲ ﭘﺮ ﻫﻤﺪﯤ ﻗﺎﻓﻴﻪ ﺍﻭ ﺭﺩﻳﻒ ﻳﻲ ﺭﺍﭘﻴﻞ ﮐړﺉ:

د غونچې په څېر په شل ژبو خاموش یم.
لکه بوی هسي په پټه خوله ګویایم

ﺷﺎﻋﺮ( …؟…)

ﺯﻩ ﺑﻪ ﺳﺮ ﺍﻭ ﻣﺎﻝ ﻟﻪ ﺗﺎ ځینی ﻗﺮﺑﺎﻥ ﮐړﻡ .
ﺧﻮ که ﻭﻭﺍﻳﯽ ﺟﺎﻧﺎﻧﻪ ! ﭼﯥ ﺯﻩ ﺳﺘﺎ یم
قاری توریالی تایب
.
د رسول ص په نوم به یو درود نه وايي
خو خپل ځان منحوس ته وايي چې آقا یم
عرفان الله ایوبی
.
نیمه شپه ده ټول ویده دی قدردانه.
یو خلیل په نیمه شپه در ته لګيا یم
نورالبشر خلیل
.
ما درواخله چي جدا مي نه کړې ګرانه
زه ډیوه یم په تیـاره کي هـم رڼا یم
سید مطیع فاتح
.
ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﮐﻮﺭ ﺍﻭ ﮐﻠﻲ ﻭﺗﯽ ﻣﻬﺎﺟﺮ ﻳﻢ
ﺑﯥ ﻭﻃﻨﻪ ﺑﯥ ﺟﺎﻧﺎﻧﻪ ﺑﯧﻨﻮﺍ ﻳﻢ
حمدالله فطرت
.
ﺗﻪ ﻣﯥ ﺯړﻩ ، ﺗﻪ ﻣﯥ ﻭﺟﻮﺩ ﺍﻭ ﺗﻪ ﻣﯥ ﺳﺎﻩ ﻳﯽ .
ﺯﻩ ﺧﺎﮐﺮﻭﺏ ؤ ﺳﺘﺎ د ﺩﺭ ﺍﻭ د ﺩﺭګﺍﻩ ﻳﻢ
قاری توریالی تایب
.
ﺳﺘﺎ ﺭﺣﻤﺖ ﻟﻪ ﺗﺎﻧﻪ ﻏﻮﺍړﻡ ﺫﻭﺍﻟﺠﻼﻟﻪ
ﺯﻩ ولاړ ﻣﺦ ﭘﺮ ﻗﺒﻠﻪ ﻻﺱ ﭘﻪ ﺩﻋﺎ ﻳﻢ
حمدالله فطرت
.
له ما لاس پریوله انسانه توبه ګار شه
میکــده یم که شراب یم خو ګناه یم
سید مطیع فاتح
.
ﮊﻭﻧﺪﻩ ﺗﻪ ﮐﻪ ﺍﻧﺘﻬﺎ ﺗﻪ ﻭﺭﻧﮋﺩﯤ ﻳﯥ
ﺷﻬﺎﺩﺕ ﻳﻢ ﺯﻩ ﻳﻮ ﻧﻮﯤ ﺍﺑﺘﺪﺍ ﻳﻢ
حمدالله فطرت
.
تش وصال به مې د یار په نصیب نشي
زه همیش خالقه تاته په دعا یم
عرفان الله ایوبی
.
محبته له مداره دی یم وتی
لکه ستوری پریوتلی په سحرا یم
نوید عمرخیل
.
عبادت شې په سجده کي راته یاد شې
خو له تا نه بغیر یاره زه تنهـا یــم
سید مطیع فاتح
.
ﻧﻦ ﺩﻧﻴﺎ ﭘﻪ ﺍﻭﻭﻩ ﺭﻧګﻩ ښﮐﻠﯥ ښﮐﺎﺭﻱ
ﻧﻦ ﭼﻲ ﺯﻩ ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺍﺷﻨﺎ ﺳﺮه ﭘﺨﻼ ﻳﻢ
حمدالله فطرت
.
دا زخمي زخمي وجود به څه ټکور شي
زه ملنګ شومه بې تاشوم په صحرا یم
سید مطیع فاتح
.
د صالحو ملګرتیا له سرو کم نه دی
زه تائب د ناصالح د ملګرتیا یم
عرفان الله ایوبی
.
بیلتانه په داسي غم باندي ور ګډ کړم
چي ژوندون شته هم مي ساه شته خو بې تا یم
سید مطیع فاتح
.
ﺳﻤﻨﺪﺭﻩ د څﭘﻮ ﻏﻴږ ﮐﻲ ﻣﻲ ﻭﺍﺧﻠﻪ
ﺯﻩ ﺗﻨګ ﺷﻮﯼ ﻧﻮﺭ ﻟﻪ ﺩﯤ ﺧﻮﻧﻲ ﺩﻧﻴﺎ ﻳﻢ
(ﺳﻮﺭﻳﺎﻳﻲ ﻣﻬﺎﺟﺮ ﺷﻬﻴﺪ ﻣﺎﺷﻮﻡ ﺗﻪ ډﺍﻟۍ)
حمدالله فطرت
.
تاریکه ده سپوږمۍ لاره راته ښایه
زه په توره لار روان یم وار خطا یم
سید مطیع فاتح
.
ﺯﻩ د ﺩﺍﺭ ﺗﺮ ﮐړۍ ﺷﻨﻪ ﺟﻨﺖ ﺗﻪ ګﻭﺭﻡ
ﭼﻲ ﺭﻭﺍﻥ د ﻣﺮګﻱ ﺧﻮﻟﯥ ﺗﻪ ﭘﻪ ﺧﻨﺪﺍ ﻳﻢ
حمدالله فطرت
.
بس نارې د بیوسۍ دي انقلاب ده
لکه خس غوندې پریوتې په دریا یم
نوید عمرخیل
.
ﺯﻩ د ﺧﻮﺍﺭ ﻭﻟﺲ ﻗﺴﻤﺖ ﻳﻢ ﻣﻼﻣﺖ ﻳﻢ
ﺯﻩ ﻭﮊﻟﯽ ﻫﺮ ﺭﻭﺍ ﺍﻭ ﻧﺎﺭﻭﺍ ﻳﻢ
حمدالله فطرت
.
ډیوه مړه شوه او یوازي شوم کاروانه
ستوري خاندي او زه ځان ته په ژړا یم
سید مطیع فاتح
.
ستړي شوی زه له دي ستړې دنيا يم = لاچي عمر مې تيريږي په ژړا يم
او خداي خبرشه چي به کم منزل ته رسم = او را ګير شوي دغمونو په سهرا يم
عبدالبصیر سدوزی
.
چي د دار په سر لا هم له مرګه ورک یم
نه پوهیږم زه د کــــوم جـرم سـزا یــم .
سید مطیع فاتح
.
تا سو زلي وخته ويشتي يم په کانو
لیونی یم , تاته بیا هم په خندا یم
سپین کوچی
.
ﭘﻪ ﻧﺮﻣﻲ ﻟﮑﻪ ﺍﻭﺑﻪ د ﺍﻭﺭ ﺳﺰﺍ ﻳﻢ
ﺁﻳﻨﻪ ﻏﻮﻧﺪﻱ ﺑﯥ ﺭﻭﻳﻪ ﺑﯥ ﺭﻳﺎ ﻳﻢ
ﺭﺣﻤﻦ ﺑﺎﺑﺎ
اسلم هوتک روزګانی
.
خامـوشي مي تر دې حاله په وجود کي
حیران ځان ته شم انسان یم که صحرا یم.
سید مطیع فاتح
.
ما له غیږي نه درواخله یو وار زړه ته
د ریښتینو هیلو پاکه تمـــــنا یــم.
سید مطیع فاتح
.
د خیالونو دی لشکری را سره وی
په میدان دحقیقت کشی یک تنهایم
حامد حامد
.
زه نغمــه یم له شپیلۍ دي پاته شوې
یوه شهیـده زمــزمه ستا ده ادا یم
(شهید شپونکي ته ډالۍ
سید مطیع فاتح
.
غریبې او بیلتون ښه رارسیدلی
د قسمت په ویش خفه نه یم رضا یم
نوید عمرخیل
.
اننګو باندي مي تیره کړه جانانه.
ډکه لپه د فاتح د خولې دعـــا یـم.
سید مطیع فاتح
.
زه چي تاته مخامخ شمه رپیژم
ویرولي چا د سترگو له بلا یم
سپین کوچی
.
ما په سلو ژبو غږ درپسې وکړو
شهادته! ته رانغلې بېنوا یم
عرفان الله ایوبی
.
د شپونکی د مظلومیت تصویر ته ګورم
مصوره دی تصویر ته په ژړا یم
(د زابل شپونکي ته
نوید عمرخیل
.
جانان دنکردو به نور څه وايم = چي دا کۍ راته ښيرۍ زه په دوعا يم
په مالت کې مې نور مه په کاڼو وله = زه مجنون دستا دکلۍ دليلا يم
عبدالبصیر سدوزی
.
په اوبــو مي تنـده نه مـاتیږي ربه
د کوثر د جامـو تږی په رښتیا یم
سید مطیع فاتح
.
په ښه خوی له بد خواهانو بی پروايم
په نرمی لکه اوبه د اور سازايم.
محمد اقبال تره خیل
.
په سینه د پرهرونو امېل غواړم
د تخنیک له بندګانو بی پروا یم
نوید عمر خیل
.
دکوثر داوبو جام راباندي نوش که
زه راغلۍ جل وهلۍ له سهرا يم
عبدالبصیر سدوزی
.
زه به سل زله حالاتو وم وژلی
خو نیولی د سپین سري مور دوعا يم
سپین کوچی
.
ﺯﻣﺎ د ﺍﻭښﮐﻮ ﺍﻭ ﺳﻠګﻳﻮ ﺣﺴﺎﺏ ﺭﺍﮐړﻩ
ﻧﻮﺭ ﭘﻴښﻣﺎﻧﻪ د ﻧﺎﺯﻭﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﻮﺩﺍ ﻳﻢ
حمدالله فطرت
.
دعاګانې دی قبلیږی نه عبث ځی
ښه خبر دی د سرو شونډو په ریا یم
نوید عمرخیل
.
ﺩﺍ ﺩﻧﻴﺎ ﺩﻟﻴﻮﻧﺘﻮﻥ ﺑﺎﻭﺭ ﭘﺮﯤ ﻣﻪ ﮐړﺉ
ﺩﻟﺘﻪ ﻫﺮ ﺳړﯼ ﺩﺍ ﻭﺍﻳﻲ ﭼﻲ ﺑﺎﭼﺎ ﻳﻢ
حمدالله فطرت
.
په ټول عمر مي غرور نه ربــه ساته
نور نو څه یم خو له خاوري نه پیـدا یم ـ
سید مطیع فاتح
.
ټيټ مې مه بوله غورزنګ راباندي مه کړه
زه لمسۍ د ميرويس خان او احمدشاه يم
عبدالبصیر سدوزی
.
ﻣﺎﺷﺎﺀ ﷲ، ﺩﻭﺳﺘﺎﻧﻮ ډﻳﺮ ښﮐﻠﻲ ﺑﻴﺘﻮﻧﻪ ﻣﻮ ﻟﻴﮑﻠﻲ ﺩﻱ، ﷲ ﻣﻮ ﻣﻪ ﮐﻤﻮﻩ.
ښﺍﻳﺴﺘﻪ ﻣﻮ ﺳﺎﺕ ﺗﻴﺮ ﺷﻮ
حمدالله فطرت
.
که ملنګ یم که پاچا یـم دومره وایم
زه عاشق په دې قاتلــو سترګو ستایم!
سید مطیع فاتح
.
بور بكيو ته مي ونه سپاري وخته !
امانت د پلونو نشي د يو چا یم
سپین کوچی
پای
نوټ ،تر دی ورسته هم ښه ښه بیتونه شته خو په دی خاطر نشر نه شول چی د مشاعری وخت پای ته رسیدلی وؤ
هیله ،د بیا لپاره کوښښ وکړی چی پر وخت حاضری ورکړی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د