نړۍ

مصر: د امریکايي سینما له خوا د رسول الله د توهین وروسته مظاهره کونکو د امریکا پر سفارت تور بیرغ پورته کړ

alqaida flage on US embassyنن ټکی آسیا: (قاهره) د مصر په قاهره ښار کې نن ورځ په یو امریکايي فیلم کې د نبي صلی الله علیه وسلم د بی حرمتي په ضد لسګونو مصریانو د امریکا د سفارت مخته احتجاجي غونډه وکړه، چي وروسته په تاوتریخوالي بدله شوه.

د مظاهرو ګډونوالو چي د امریکا په ضد یې شعارونه ورکول، او د نبي صلی الله علیه وسلم په نصرت او پر هغه باندي د ځان قرباني کولو نعرې وهلي، د څه وخت احتجاج وروسته په غوصه راغلل، او د سفارت په دیوالونو ور واختل، د امریکا بیرغ یې د سفارت له دروازې او دیوالونو کښته کړ، او خپل تور بیرغ چي په منځ کې لا اله الا الله، او د محمد رسول الله د نبوت ختم یې هم درلود، پر دغه سفارت ځوړند کړ.

باید وویل شي چي د القاعده اسلامي جهادي ډله هم ورته بیرغ پورته کوي.

ویل کیږي چي د یولسم سپتمبر په مناسبت په امریکا کې یو فیلم نندارې ته وړاندي شوی، چي په هغه کې داسي عبارات راغلي چي په ښکاره د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته په کښي توهین شوی.

مظاهره کونکي چی شمېر یې لومړی په سلګونو وو، وروسته په زرګونو واوښت، او ټولو همدا چیغي وهلې، چي ( الا رسول الله) یاني پرته له رسول الله، چي هر څه کوی وې کړی، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهینول وروستی سر خط دی، چي تجاوز ځینی په هیڅ ډول مسلمانان نه شي زغملی.

باید وویل شي چي وخت نا وخته د غرب خصوصا د امریکا له خوا د اسلام مهمو مقدسات لکه قرآن کریم، محمد صلی الله علیه وسلم، او یا نور مقدسات په منظمه توګه توهینیږی، چي ورسره د مسلمانانو له خوا هم غبرګونونه د احتجاجونو او مظاهرو په شکل را پورته کیږي، خو نه امریکایانو او نورو غربي ممالیکو ددغو کارونو څخه لاس واخیست، او نه د مسلمان هیوادونو مشرانو او حکومتونو ددغو هیوادونو په خلاف جدي عکس العمل وښود.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x