شعـــــرونه

د ظلم تجاران

اسدالله رزین

دوی اوس ظلم په بدلو عنوانو کړي
یعنې یې ظلم چړی نورې تیروي

دا د هرچا وس کې نه ده او نه غواړي
صرف د ظلم تجاران داسې کوي

کار او بار ده تری ګیله هم په کار نه ده
منډی ترړې انسانان حلالوي

د نفاق ور مسلمان پکې سوځیږي
صلیبیان دي شیطانان رضا کوي

له امریکا پسی راغلي دلته آسیا ته
هلته خیر دلته انصاف را جوړوي

د بشر حقوق دی دلته تر پښو لاندي
تور پوستان په انسانیت کې نه پریږدي

مسلمان یورپ کی مرګ ته شیبې شماری
مسجدونه یی بی دریغه نړوي

داسلام په نوم مرکزته هم ګواښیږی
په بمونو او مینو یی الوزوي

هر یو ښار هره کوڅه چارلی ایبدو ده
په نوبت اهانتونه نشروي

سپین دروغ دي چې له تورې خولی راوزی
نه پوهیږم چې پری څوک خطا کوي

داسې وکړی داسې مه کړی راته وایې
عدالت ته عدالت ور زده کوي

چا ورکړی اوباما ته دغه حق ده
چې لګیا ده اوس فتواوی راکوي

فارغ سوی چی له کوم دار الفساد ده
موږ کې ښه او بد اوس دی معلوموي

دا زموږ کم نصیبي ده بل شی نه ده
چی هستې کې مو نیستې تل ځوروي

هر څه موږ سره او زموږ دي
خو حکومت نن کلیسا را باندې کړي

وی تر څو به دا حالت زموږه (رزینه)
که سپیتا نه به مو ګور ته رسوي

رزین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x