…..اخ رهبره…..

مولوي حکمت الله حاکمي

چي ستا په مرګ سوم خبر زه، درپسي ومې ژړل..
ډير دي غمجن کړم بيلتانه، در پسي ومي ژړل..

دنړي ټولي سرچيني به ږغيدلي باندي..
هر خوا وه ستا د مرګ قيصه، در پسي ومي ژړل..

دا کليمه مي تر خولي ووتل چي اخ رهبره..
چي ستا تصوير ته مي کاته، درپسي ومي ژړل..

ګرانه فراق دي زما له سترګو څڅولي اوښکي..
کول دردونه مي باڼه، در پسي ومي ژړل..

صرف به دوعا درته کوم نور لاس ته هيڅ نه راځي..
رب دي جنت کړه نصيبه، درپسي ومي ژړل..

يوازي زه – حاکمي – نه وم چي ژړله به مي..
د ډيرو زړونه وه خفه، درپسي ومي ژړل..

…مولوي حکمت الله حاکمي…
2015/9/8..
ذوالقعده24 دهجرت په ديارکي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د