نړۍ

اوباما د یولسم سپتمبر په یاد کې: امریکا تر پخوا ډیره قوي او متحده ده

obama on 9 11نن ټکی آسیا: د امریکا ولس مشر باراک اوباما نن د یولسم سپتمبر د پيښي په یاد کې په کوم کي چي نیژدې 3000 امریکايي اتباع ووژل شول، ویلي چي امریکا د یولسم سپتمبر د پيښي یولس کاله وروسته ډیر قوي، په امن او متحد هیواد دی.

نومړې زیاته کړې چي د 2001 کال دا ستره پيښه به د امریکایانو دا ټولي لاسته راوړني وانه خلي.

اوباما په خپل خطاب کې د پيښي د قربانیانو کورنیو ته ویلي چي دوی به یوازي پرې نه ښودل، او هر رنګه دولتي او غیر دولتي کومک به ورسره جاري وساتل شي، او په خاصه توګه یې د هغو امریکايي فوځیانو څخه مننه کړې، چي افغانستان او عراق ته ددغو پيښو وروسته لیږل شوي.

اوباما د یولسم سپتمبر دغه مراسم په نیویارک د لمانځلو پر ځای د وزیر دفاع لیون پانیتا او خپلي میرمني په ګډون په سپيني ماڼۍ کي ولمانځل.

باید وویل شي چي نن ورځ ددې پيښو د لمانځني څو ساعته مخکي د القاعده د ډلي نوی عمومي مشر شیخ ایمن الظواهرې د خپل یوه پيغام سره د نړی پر تلویزونونو او رسنیو را ښکاره سو، او د صلیبیانو په ضد یې د جګړې او جهاد دعوت وکړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x