نړۍ

د پاکستان آی ایس آی امریکا تر انډیا هم غټ دښمن بولي- شکیل افریدي

shakeel afridi-geonewsنن ټکی آسیا: د فوکس نیوز خبریال دعوه کړې چي د ډاکټر شکیل افریدي سره یې په بندي خانه کې دننه مرکه کړې.

خبریال ویلي چي ډاکټر شکیل افریدي ورته وویل، چي د پاکستان استخباراتي شبکه (آی ایس آی) امریکا تر انډیا غټ دښمن ګڼي، او پاکستان د امریکا سره د تروریزم په ضد د همکاری خبري صرف د ملیاردونو ډالرو د کومک ترلاسه کولو لپاره کوي.

افریدي ویلي چي د آی ایس آی دایجنټانو سره د خبرو پر مهال ما دلیلونه وړاندي کړل، او ورته ومي ویل چي یوازي ما د هغوی سره همکاري نه ده کړې، بلکي تاسو (د پاکستان حکومت او آی ایس آی) د امریکا سره تر ما ډیره همکاري کړې،

چي ښکاره دلیل یې د هغوی له خوا ستاسو سره د ملیاردونو ډالرو مرستي دي، چي په عسکري برخه کې درسره کړي، خو د ډاکټر شکیل په وینا هغوی ماته وویل: امریکا زمونږ تر ټولو ستر دښمن هیواد دی، تر انډیا هم بدتر دښمن، او تا زمونږ د دښمنانو سره همکاري کړې.

شکیل افریدي ویلي چي دا اوس معلومه خبره ده چي د پاکستان د آی ایس آی اداره د تروریزم تر شا ولاړه اداره ده، او د پاکستان دا خبري چي د تروریزم په خلاف جګړه کوي، هسي د امریکا څخه د پيسو او کومک را غونډولو لپاره کوي.

د خبریال په وینا شکیل افریدي ورته وویل چي د تحقیقاتو په دوران کې د آی ایس آی ایجنټانو پر ما د برقي آلاتو او سګرټونو په ذریعه تشدد وکړ، ځکه چي ما د امریکا سره همکاري وکړه.

باید وویل شي چي ډاکټر شکیل افریدي په ابیټ اباد کې د واکسین د یوه کمپاین په واسطه د اسامه بن لادن پټ ځای معلوم کړی وو، او بیایې امریکایانو ته خبر ورکړی وو، چي له کبله یې امریکایان وتوانیدل چي د اسامه بن لادن پر کور برید وکړي.

ډاکټر شکیل افریدي د هغه وروسته د پاکستاني استخباراتو له خوا ونیول شو، او د محکمې وروسته اوس د پيښور په بندي خانه کې خپل د بند موده تیروي.

د امریکايي چینل فوکس نیوز پر ویب سایټ د خبر او مرکې د نشر وروسته د خیبر پختونخوا حکومت لومړی په دې اړه خاموشي اختیار کړه، خو وروسته یې د یوې اعلامیې په ترڅ کې دا ټولي ادعاوي رد کړې، او وې ویل چي د ډاکټر شکیل افریدي سره د مرکې خبره سراسر درواغ ده، ځکه چي د نومړي سره د هغه د خور، ورور، او وکیل نه پرته بل هیڅ چا هم ملاقات نه دی کړی، او نه یې څوک کولای شی، او نه په بندي خانه کې دننه موبایل یا بله کومه د اړیکو شبکه کار کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x