محمد عمر داودزی

عمر داودزی: افغان ځواکونه د سرتېرو له کمبود سره مخامخ دي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۲مه ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو پخواني وزیر «محمد عمر داودزي» د افغان ځواکونو په لیکو کې د سرتېرو د کمبود په اړه اندیښنه څرګنده کړې.

نوموړي د سرتېرو کمبود «د خطر زنګ» بللی او زیاته کړې يې ده چې د افغان دفاعي او امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پرسونل د کمبود کچه ورځ تر بلې مخ په لوړیدو ده.

داودزي په خپلې ټویټر پاڼې د ګډ حکومت په ولسمشر اشرف غني غږ کړی چې دې ستونزې ته په جدیت وګوري او د حل لپاره یې خپل مسئولیت درک کړي.

نوموړي لیکلي چې «دا د وسلوال پوځ د اعلی سرقومندان مسئولیت دی چې په دې برخه کې بیړنی ګام اوچت کړي».

خو محمد عمر داودزي دا نه ده څرګنده کړې چې له دندو وتلي ځواکونه له طالبانو سره یو ځای شوي او که په کور ناست دي.

د روان کال په جنوري میاشت کې د افغانستان د بیا رغونې د څار امریکايي بنسټ یا «سیګار» راپور ورکړی و چې د ۲۰۱۳ له جنورۍ د ۲۰۱۴ تر جنورۍ پورې ۴۰،۰۰۰ تنو د افغان امنیتي ځواکونو لیکې پرې ايښې وې. هغه مهال افغان حکومت او په افغانستان کې د میشتو امریکايي ځواکونو قومندان جنرال کمپل د سیګار دغه راپور رد کړی و او د سرتېرو د کمښت اصلي لامل یې په سافټویر کې «تخنیکي ستونزه» بللې وه.

نوموړې ادارې ویلي و چې تر اوسه نه دي توانېدلي چې د افغان ملي اردو ځواکونو کره او ثابته شمېره ووايي، چې دا ښيي چې د افغان ځواکونو شمېر تل له کمښت سره مخ دی.

د کورنیو چارو پخوانی وزیر «عمر داودزي» په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د طالبانو دعوت، ارشاد، جلب او جذب کمیسون په خپل تازه راپور کې په ډاګه کړې چې یوازې د تېر اګست په میاشت کې ۴۲۸ افغان امنیتي کارکوونکي د دوی په هڅو له خپلو دندو لاس په سر شوي او له ګڼو وسلو او پوځي مهماتو سره د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د