دیني، سیرت او تاریخټولنیزه برخه

د علماو احترام

لیکوال: حامد افغان

د علماو احترام د الله د شعايرو احترام ده، او د الله د شعايرو احترام د زړه تقوا ده، قرانکریم وایي: ذٰلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعٰٓئِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوب.ِ [سُوۡرَةُ الحَجّ : 32]. یعني دغه اصلي موضوع ده (ورباندي پوه شئ) او څوك چي د الله د ټاكليو شعاېرو درناوى وکړي، نو دا د زړونو له پرهېزګارۍ څخه ده. شریعت کې شعائر الله، هر هغه شي ته وایي چې په لیدلو سره یې مومن ته الله وریاد شي، شعائر د شعیرة جمعه ده یعني نښه، او هر شی چې د الله د یاد نښه وي هغه شعیره بلل کیږي، او مومن بايد خامخا د الله د شعايرو احترام وکړي، او علماء هم له شعاير الله نه بلل کیږي.

د امام احمد په ” المسند ” کې په یوه روایت کې راغلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: څوک چې زموږ د مشر احترام ونه کړي او په کوچني مو رحم ونه کړي او زموږ د عالم حق ونه پیژني؛ هغه زموږ له ډلي څخه نه دی. عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضي الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ : ” لَيْسَ منا مَنْ لَمْ يُجِلَّ كَبِيرَنَا وَيَرْحَمْ صَغِيرَنَا وَيَعْرِفْ لِعَالِمِنَا حَقَّهُ ” .

دا مبارک حدیث ساده خبره نه ده، په حدیث کې د يادشويو شیانو کول د استحباب او ثواب خبره نه ده چې که مو دا کارونه وکړل دومره او هومره ثوابونه مو وګټل او کنه خیر، بلکي دلته ډېره سخته خبره شوې ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: لَيْسَ منا، یعني دا زموږ په لاره نه دی روان، دا زموږ له پیروانو نه دی بلکي دا زموږ د لاري مخالف دی، ځکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاره او طریقه چې څوک روان وي هغه د لویانو احترام کوي، په کشرانو رحم کوي او د عالمانو حقوق پیژني او درناوی یې کوي.

نو د مشرانو او درنښت هغه حق دی چې الله جاري او لازم ګرځولی دی، ځکه مشرانو د مشرانو په نسبت د الله په عبادت کې ډېر وخت تېر کړی دی، او په کشرانو باندې الله تعالی رحم کړی دی مومنان هم باید رحم پرې وکړي، کشران الله مکلف نه دي ګرځولي، الله حل حلاله هغوی ته ټول شرعي مکلفیتونه بښلي دي، او د عالم احترام اصلاً د علم احترام دی، د علم احترام د هر چا وجيبه ده نو د علم د هر حامل باید درنښت او احترام وکړل شي.

قرانکریم وایي: يٰٓأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوٓا إِذَا قِيلَ لَكُمْ تَفَسَّحُوا فِى الْمَجٰلِسِ فَافْسَحُوا يَفْسَحِ اللَّهُ لَكُمْ ۖ وَإِذَا قِيلَ انشُزُوا فَانشُزُوا يَرْفَعِ اللَّهُ الَّذِينَ ءَامَنُوا مِنكُمْ وَالَّذِينَ أُوتُوا الْعِلْمَ دَرَجٰتٍ ۚ وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ. [سُوۡرَةُ المجَادلة : 11]. ژباړه: اې مؤمنانو، كله چي تاسي ته وويل شي چي پخپلو مجلسونو کښي ځاى پراخ کړئ، نو ځاى پراخ کړئ؛ الله به تاسي ته پراختيا درکړي. او كله چي تاسي ته وويل شي چي پاڅئ، نو پاڅېږئ. ستاسي څخه چي كوم كسان ايمان لرونكي دي او كومو كسانو ته چي علم ورکړ شويدى، الله به هغو ته لوړي درجې په برخه کړي. او تاسي چي څه كوئ، الله پرې ښه خبر دى.

بخاري شریف کې راغلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: بېشکه الله فرمایلي دي: څوک چې زما له دوست سره دښمني کوي هغه ته مي د جګړې اعلان دی. عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ” إِنَّ اللَّهَ قَالَ : ” مَنْ عَادَى لِي وَلِيًّا فَقَدْ آذَنْتُهُ بِالْحَرْبِ. یعني څوک چې زما له ولي سره دښمني کوي هغه زه هلاکوم، ځکه په جګړه کې یو لوری هلاکیږي او د الله پر ضد جګړه کوونکی بریا نه شي ترلاسه کولی نو خامخا به په هلاکت رسیږي. العباد بالله.

د الله ولي هغه څوک دی چې د هغه د دین او د انسانانو د خیر او ښمر علم یې ترلاسه کړی وي او د هغه په مقتضا او غوښتنه روان وي، امام أبو حنيفة او امام الشافعي رضي الله عنهما وایي : إن لم يكن العلماء أولياء الله فليس لله ولي. که علماء د الله وليان نه شي بیا د الله بیخي ولي نشته. امام عكرمة رحمه الله وایي: إياكم أن تؤذوا أحداً من العلماء؛ فإن من آذى عالماً فقد آذى رسول الله صلى الله عليه وسلم. هیڅکله باید یوه عالم ته هم ضرر ورنه کړئ، ځکه عالم ته ضرر رسول، رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ضرر رسول دي.

د لوړ حدیث په اړه یو څه نور تفصیل ته هم اړتیا ده، دا مبارک حدیث امام البخاري پخپل صحیح کې روایت کړی دی او د یوه نسبة اوږده حدیث د پیل جمله ده، عن أبي هريرة رضي الله عنه قال : قال رسول الله – صلى الله عليه وسلم – : إن الله قال ( من عادى لي وليا فقد آذنته بالحرب. رواه البخاري .یعني څوک چې زما له ولي سره دښمني کوي هغه زه هلاکوم.

په حدیث کې له “ولي” نه مراد دوست او ملګری دی، او حافظ بن حجر رحمه الله یې داسې تعریف کړی دی: العالم بالله ، المواظب على طاعته ، المخلص في عبادته. یعني د الله د دین عالم، هر وخت د الله پیروي کوونکی او د هغه په عبادت کې مخلص؛ د الله ولي بلل کیږي. آذنته بالحرب، یعني هغه ته د جګړې خبر ورکوو یا هغه ته جګړه اعلانوو، دا جمله ما په (زه یې هلاکوم) سره وژباړله ځکه جګړه کې غالبا یو لوری هلاکت سره مخامخ کیږي، دلته جګړه له الله سره ده، نو له الله سره جګړه کوونکی به خامخا هلاکت سره مخامخ کیږي.

د حدیث درجه

د حدیثو د علم پوهان وایي: دا حدیث د علماو په ستاینه او د الله له لوري د اولیاو او علماو د ملاتړ په اړه خورا مهم او غوره حدیث دی، امام الشوکاني رحمه الله وایي: په دې حدیث کې خورا مهمي او د ګټي خبري راغلې دي، څوک چې په دې حدیث ځان پوه کړي او غور په کې وکړي نو په پوره توګه به د دې حدیث لوړ شان ورته روښانه شي. لکه مخکي موږ وویل زموږ راخیستې جمله د حدیث یوه برخه ده او مراد ټول حدیث دی.

د مختلفو ګناهونو په اړه قران کریم او نبوي حدیثو کې الهي عذاب د وعيد په توګه د جهنم، اور او دې ورته عذاب یادونه کیږي، خو د الهي وعيد په دې اوږده باب کې دوه ځایه یا دوو ګناهونو کې له الله سره د جګړې خبره شوې ده، یعني د وعيد پو توګه د هلاکت خبره شوې ده او هغه له الله سره د جګړې په سخت او ویروونکي تعبیر سره، هغه دوه ځایونه یو همدا له علماو سره د دښمني ګناه او دویمه د سود او ربا ګناه په اړه. لکه قرانکریم کې یې تفصيلات بیان سوي دي، په دومره توپیر چې دلته الله وایي: زما له خوا د جګړې اعلان دی، او سود خورو ته الله وایي: تاسو زما سره جګړه اعلان کړئ. العباد بالله تعالی.

د الله وليان څوک دي؟

د الله د ولي ښه تعریف پخپله قرانکریم کړی دی، قرانکریم وایي: أَلَآ إِنَّ أَوْلِيَآءَ اللَّهِ لَا خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلَا هُمْ يَحْزَنُونَ. الَّذِينَ ءَامَنُوا وَكَانُوا يَتَّقُونَ. [سُوۡرَةُ یُونس : 63/62] واورئ! څوك چي د الله دوستان دي، پر هغو كومه وېره او کړاو نشته؛ هغوى چي ايمان یې راوړيدى او د پرهېزګارۍ کړنلاره یې غوره کړېده. یعني څوک چې رښتيني ایمان او تقوا ولري هغه د الله ولي دی، نو د حقیقي ولایت دوه رکنه دي ایمان او تقوا، بناء هر متقي مومن د الله ولي دی، مطلب دا شو چې د ولایت مقام د هیچا تر واک او کنتروله لاندي نه دی، نه د کومي مخصوصي ډلي اجاره داري ده او نه د ځانګړيو کړیو په مخصوصو کړنلارو او بېلو القابو سره ترلاسه کیدلی شي.

دا هم باید روښانه کړو چې متقي مومن کیدل هم تشه د خولې خبره نه ده او نه په بې علمه او بې عمله ادعا سره سړی متقي مومن او د الله ولي کیدلی شي، رښتيني او متقي مومن هغه دی چې د الله په دین ځان پوه کړي د الله مخلصانه اطاعت او د رسول الله د سنتو بې ریا او مخلصانه پیروي وکړي، لکه امام الشوکاني رحمه الله چې وایي: د کره او شرعي ولایت پیژندلو معیار د الله د کتاب او نبوي سنتو علم او په هغو دوامداره او مخلصانه عمل ده، په دې دواړو ټينګي منکولي لګول او هیڅکله نه ورنه کږېدل رښتيني ولایت ده، او له دې پرته نوري لاري د کاروباري خلکو دي، د هغوی دعوې پوچي او دروغ دي.

د الله د ولیانو او علماو د دښمني حرمت

د الله د ولیانو او علماو مینه، احترام او له هغوی سره ښې اړیکي واجب او لازمي دي او دښمني او مخالفت یې ناروا او حرامه ده، لکه لوړ حدیث کې د دوی دښمني له الله سره جګړه وبلل شوه، او الله د خپلو مومنانو دفاع کوي، بنده د الله د مقابلې توان نه لري لکه قرانکریم چې وایي: إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللَّهُ وَرَسُولُهُۥ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلٰوةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكٰوةَ وَهُمْ رٰكِعُونَ. وَمَن يَتَوَلَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُۥ وَالَّذِينَ ءَامَنُوا فَإِنَّ حِزْبَ اللَّهِ هُمُ الْغٰلِبُونَ. [سُوۡرَةُ المَائدة :56/ 55] . یعني ستاسي ملګري خو په حقيقت کښي یوازي الله، او د الله پېغمبر او هغه مؤمنان دي چي لمونځونه قائموي، زكات وركوي او د الله په وړاندي سرټيټوونكي دي. او څوك چي الله، او د هغه پېغمبر او مؤمنان خپل ملګري نيسي؛ هغه ته دي څرګنده وي، چي همدا د الله ډله غالبېدونكې ده.

جابر بن عبدالله رضي الله عنه وایي: رسول الله صلي الله علیه وسلم به د احد په غزا کې وژل شوې مړې دوه دوه کسان په یوه قبرکې خښول، کله به یې چې په لحد کې کېښودل پوښتنه به یې وکړه: د کوم یوه ډېر قران یاد و؟ چا به که کوم یوه ته اشاره وکړه هغه به یې په لحد کې مخکې کېښود. وعن جابر رضي الله عنه أن النبي صلى الله عليه وسلم كان يجمع بين الرجلين من قتلى أحد يعني في القبر ، ثم يقول : أيهما أكثر أخذاً للقرآن ؟ فإذا أشير له إلى أحدهما قدمه في اللحد . رواه البخاري .

د علماو تعظيم، احترام او د هغوی درڼښت کول په شرعي لحاظ دومره مهم دی چې د اهل سنة والجماعة د عقیدې کتابونو په متونو کې یې هم ذکر شوی دی، په داسې حال کې چې په دې کتابونو کې د مهمو او اساسي عقیدوي مسائلو يادونه کیږي، او په دې کتابونو کې په ټولیزه توګه د اهل سنة والجماعة د اتفاقي موضوعاتو یادونه کیږي، لکه امام ابو جعفر الطحاوي رحمه الله پخپل مشهور کتاب “العقيدة الطحاویة” کې وایي: وعلماء السلف من السابقين ومن بعدهم من التابعين أهل الخير والأثر وأهل الفقه والنظر لا يذكرون إلا بالجميل، ومن ذكرهم بسوء فهو على غير السبيل ” . ” متن العقيدة الطحاوية ” (ص 58). ژباړه: او د سلفو مخکیني او وروستي علماء، تابعین، د خیر او نظر خاوندان او فقهاء باید خامخا په ښه خوله یاد کړل شي، او څوک یې چې بد یادوي هغوی د اهل سنة له لاري کاوه روان دي.

أبو سنان الأسدي رحمه الله وایي : کله چې طالب العلم زده کړه نه کوي یا مخکي د کومي دیني مسئلې له زده کړي د علماو په خلاف خبري کوي او په هغو بد رد وایي؛ دا کس هیڅکله نشي بریالی کیدلی. ترتيب المدارك وتقريب المسالك .(1/372). زموږ د مختلفو فکري مکتبونو او دیني کړیو طالب العلمانو هم دا محبوبه بوختيا ده چې د مخالف لوري د علماو او مشایخو پرخلاف وچ او لانده بادوي او په خپلو کې د یوه بل پر خلاف زهرجن تبلیغات کوي، د تجربې او مشاهدې خبره دا ډول خلک اکثره ناکام او بیلاري شوي دي او له مقدسي علمي بوختیا کاږه شوي او په نورو ناسمو او چټي لارو تللي دي. الله المستعان.

څوک چې د علماو پر خلاف خبري کوي د هغه د سوء خاتمې ویره ده، دلته په مستنده توګه د یوه مشهور عالم د خاتمې د بد حالت کیسه رااخلم، قاضي أبو عبد الله محمد بن عبد الله بن أبى بكر الزبيدي (پیدا: 710هـ) مشهور عالم تیر شوی دی، د یمن له مشهورو فقهاوو یې علم او فقه ترلاسه کړې وه، د “التنبیه” په نوم متن باندې یې تقریبا په شل ټوکه کې شرحه لیکلې، درس او دارالافتاء یې وه او په یمن کې یې زیات شهرت لاره، او په کال: ( 791 هـ ) کې وفات شوی دی، حافظ ابن حجر رحمه الله وایي: جمال المصري راته ویل: زه د هغه د وفات په مهال هلته وم، ما هغه د وفات په وخت کې پخپله وليدی چې ژبه یې راوتلې وه او.مخ یې تک تور و، نو اړوند خلکو یې ویل چې له دې حالت سره ځکه مخامخ شو چې ده به د إمام النووي رحمه الله تعالى په خلاف سختي بدې او سپکي خبرې کولې. الدرر الكامنة في أعيان المائة الثامنة .(5/234)

امام ابن القیم رحمه الله وایي: د شریعت له قواعدو او حکمت نه معلوميږي چې د چا نېکۍ زیاتي شي، او لوی دیني کارونه ترسره کړي په اسلام او مسلمانانو د هغه اغیز زیات او ښکاره وي نو د داسې کس له پاره د نورو په نسبت خامخا خصوصیتونه شته دی بای خامخا ځانکړی تشخص ولري او هغه به د درنښت او احترام وړ وي، ځکه ګناه پلیتي ده او کله چې اوبه دوو جرو یا بیلرونو ته ورسیږي نو پلیتي یې نشي مردارولی، خو کمي اوبه په کمه پلیتي سره هم مرداریږي. ” مفتاح دار السعادة ” (1/176)

د علماو غوښې زهرجنې دي

حافظ ابو القاسم ابن عساکر رحمه الله وایي: د علماو غوښې زهرجنې دي ، څوک چې د علماو سپکاوی کوي د هغو په شرمولو اوبې پردې کولو کې د الله جل جلاله عادت معلوم دی، او څوک چې د علماو عیبونه بیانوي خدای به یې له مرګ مخکې د زړه په مرګ مبتلا کړي ، “إن لحوم العلماء مسمومة وعادة الله في هتك أستار منتقصيهم معلومة وان من اطلق لسانه ، في العلماء بالثلب ابتلاه الله تعالي قبل موته ، بموت القلب (التبیان في اداب حملة القران للنووي مخونه ۲۲ – ۲۳ ) .

نن سبا ډېر د کږو سیاستونو ښکار شوي ځوانان د ملت د خواخوږي په پلمه په علماو کې سپکې او له شرمه ډکې خبرې دومره په اساني سره کوي چې انسان ورته ګوته په غاښ پاته شي، دوی دا کار په حقیقت کې یا د خپلو ګټو په نیت کوي او یا دا خلک د ډېرو چالاکو سیاستوالو په لومو کې ګیر شوې وي او د هغوی د فکر او اند نقالي او نخرې کوي، کنه د اسلام په لاره کې د خدمت او مسلمانانو ته د دین رسولو لویه دنده ترننه پورې له علما و پرته بل څوک پرمخبېولی شي . او دا نن چې د اسلام د خدمت په ګڼو برخو کې کوم خلک په کارونو بوخت دي ډېری یې علماء او پوهان دي .

له دې خبرې هیڅ انکار نه شې کیدلی چې په علماو کې بیلارې او ناسم خلک (علماء سوء) هم شته او دین ته یې ښه پوره تاوان هم رسولی دی او لا یې هم رسوي، خو د دې بیلارې علماو مخنیوی او د دوی غلط کارونه په ګوته کول او خلک یې په بیلارې پوهولو کار هم همدا د حق د لارې علماء کوي او د هغو د ناسمو کړنو مقابله هم دوی کوي .

اوس چې ځیني خلکو ته د علماو د هغه درنښت او ستر مقام یادونه وکړې چې اسلامي شریعت ورته معلوم کړی ده ، دوی وایي زموږ مطلب بیلارې ملایان دي ، دا خبره د هغوی ځکه سمه نه ده چې هغوی ټول عمر د عالم په غندنه او عیبونو کې تیر کړی ده او د عالم صفت او ستاینه یې یوه ورځ هم په خوله نه ده راوړې ، نو که ته د بیلارې عالم د غندنې اختیار لرې باید د ښو علماو ستاینه هم یوه ورځ وکړې او د هغوی ستاینه ، په شریعت کې یې مقام او د هغوی احترام هم یوه ورځ باید چاته بیان کړې ، او دا کار تا هیڅکله نه ده کړی او نه یې توقع درنه کیږي نو معلومه شوه چې شف شف دي څه معنی لري، ښکار ه خبره ده چې دا ډول چلند له په نوم عالم سره دښمني ده او دا کار د ایمان او دین له پاره ډېر خطرناک او بدې پایلې لرونکی ده .

د امام ابن عساکر دا مشهوره خبره چې وایي: إن لحوم العلماء مسمومة ، یعني د علماو غوښې زهرجنې دي ، مطلب یې دا ده چې غیبت په قراني نص سره د غوښو خوړلو په معنا ده او د عالم غیبت ډېر خطرناک ده او د عالم غیبت چې څوک کوي ګواکې د هغه غوښې خوري او د عالمانو غوښې زهرجنې دي که څوک یې وخوري الله پاک یې شرموي او رسوا کوي او ډېره شونې ده چې په دنیا کې له داسې ستونزو او مصیبت سره مخامخ شي چې هغه به د دنیا او دین دواړو له پاره لو ی تاوان وي .

د رښتیني عالم غندنه او د هغه عیبونه بیانول په غیر مستقیمه توګه العیاذ بالله د دین تنقیص او عیب بیانول دي ځکه د دین په اړه ټول معلومات خلک له عالمانو نه ترلاسه کوي اوس که د عالم عیبونه بیان کړل شي خلک به فکر کوي چې د دین حامل او د دین سرخیل داسې له عیبونو ډک وي نو طبعا دا ستونزه په دین کې ده العیاذبالله .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x