
غزل – ولي الرحمن عزیزي
شاعر: ولي الرحمن عزیزي (تره خیل)
څنګه به ویښ کړم افغانان له خوبـــــــــه
زه خپله هم یم سرګردان له خوبــــــــــــه
په خوب ویده یو موږ به کله ویښ شـــو
کړی موګټه که تــــاوان له خـــوبـــــــــــه
دنړۍ دومره پرمختـــګ کړم جیــــــــــران
څنـګه به پـورته کړم جـانـان له خوبــــــــه
دا چـــــې مادون یو تمبــلی ده کــــه نــــه
کلـــــه به پورتــه شـــی ځوانان له خوبــــه
د خوب ځای ګور دی په کې وبه کړو خوب
راځئ چې جګ کړو ټول جهان له خوبـــه
د پـــرمختـــګ په لورې تګ کـــــه غواړي
ځـــــان کړي خبر د ټول نقصان له خوبـــــه
پــــــه سپــــینه ږیـــره بـابــا خـــوب زنګوی
څنــــګه به پورته کړم کمـــــکیان لـه خوبه
فــــانـــی دنــیــا و تـه بیـــده یــــی بــــابــــا
کړه دی راویښ نور خپل بچیان له خوبـــه
د نــفسانـــې خـــــواهــــش غلام رهــــــبــــر
داســی چـــــې زانـــګې ماشـومان له خوبـه
عـــزیـــزی تـا عمر هم خوب کـې تــیر کـــړ
پــورتـه دې ځـان کړه هــم یاران له خوبـه