افغانستان

په تېره ١١کلنه جګړه کې شاوخوا ٢٥ زره بهرني سرتېري ټپي او ٣١٧٣ نور وژل شوي- پژواک

eight soldiers killedکابل (پژواک ٢١ وږى ٩٠): په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد د پيل شوې جګړې په نږدې يوولسو کلونو کې ٣١٧٣ بهرني سرتېري وژل شوي، چې دوه په درې برخه يې امريکايان دي. وروسته له هغه، چې د ٢٠٠١ زېږديز کال د سپټمبر په ١١مه پر امريکا د الوتکو په وسيله بريدونه وشول، د همدغه کال د اکتوبر د مياشتې په اوومه نېټه د امريکا په مشرۍ اتحادي ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو او القاعدې پر ضد جګړه پيل کړه. دا دى اوس د دې جګړه يوولس کاله پوره کېږي، خو د دې پر ځاى چې د افغانستان امنيتي حالت ښه شي، ورځ تر بلې نور هم خرابېږي، هره ورځ د افغان ملي ځواکونو او بهرنيو سرتېرو په ګډون لسګونه افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

په دې يوولس کلنه جګړه کې د لسګونو زرو افغانانو ترڅنګ زرګونو بهرنيو سرتېرو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. د زيانونو يا (اى کژولټيز) په نو يوې وېبپاڼې، چې په عراق او افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه شمېرې خپروي، د وروستيو معلوماتو له مخې يې، په تېرو يوولسو کلونو کې په افغانستان کې ٣١٧٣ بهرني سرتېري وژل شوي دي. د يادې سرچينې له خوا د امريکا د دفاع وزارت په حواله د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په تېره يوولس کلنه جګړه کې شاوخوا ١٦زره امريکايي سرتېري په افغانستان کې ټپي شوي دي. دغه راز د برېتانيا د دفاع وزارت له خوا د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په دې موده کې شاوخوا شپږ زره برېتانوي سرتېري ټپي شوي دي. کاناډايي رسنيو هم د دفاع وزارت په حواله خبر ورکړى، چې له دوه زره ډېر کاناډايي سرتېري په افغان جګړه کې ټپي شوي دي. په همدې توګه د ايساف اړوند نورو هېوادونو سلګونه سرتېري هم په دې جګړه کې ټپي شوي، خو کره شمېر يې نه دى معلوم. د افغانستان په تېره يوولس کلنه جګړه کې د ښکېلو نورو هېوادونو هم زرګونه سرتېري ټپي شوي، خو کره ارقام يې په لاس کې نه لرو. له دغو سرتېرو يې يو شمېر داسې هم دي، چې په افغان جګړه کې ښکېل وو، خو په نورو هېوادونو کې چېرې چې د امريکا پوځي اډې دي، هلته يې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. په تېره يوولس کلنه جګړه کې تر ټولو زياته مرګ ژوبله امريکايي سرتېرو ته اوښتې، په دې موده کې ٢١١٤ امريکايي سرتېري په افغان جګړه کې وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي. د سرچينې د معلوماتو له مخې، په نورو وژل شوو سرتېرو کې، ٤٢٧ برېتانوي، ١٥٨ کاناډايي، ٨٦ فرانسوي، ٥٣ الماني، ٤٢ ډنمارکي، ٤٧ ايټاليوي ٣٤ هسپانوي، ٣٥ پولنډي او د اسټراليا ٣٨ شامل دي، پاتې نور وژل شوي سرتېري د ناټو اړوند د نورو هېوادونو دي. پر افغانستان د امريکا د بريد په لومړي (٢٠٠١) کال کې يواځې ١٢ بهرني سرتېري ووژل شول، چې ټول يې امريکايي وو، دغه راز په ٢٠٠٢ کال کې ٧٠، په ٢٠٠٣ کې ٥٨، په ٢٠٠٤ کې ٦٠، په ٢٠٠٥ کې ١٣١، په ٢٠٠٦ کې ١٩١، په ٢٠٠٧ کې ٢٣٢، په ٢٠٠٨ کې ٢٩٥، په ٢٠٠٩ کې ٥٢١، په ٢٠١٠ کال کې ٧١١ په ٢٠١١ کال کې ٥٦٦ او په روان ٢٠١٢ کال کې تر اوسه ٣٢٦ سرتېري وژل شوي دي. په تېره يوولس کلنه جګړه کې، ٢٠١٠ زېږديز کال د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ و، چې په کې ٧١١ بهرني سرتېري ووژل شول، دغه راز د همدغه کال د جون مياشت هم تر ټولو خونړۍ مياشت وه، چې په کې ١٠٣ بهرني سرتېري ووژل شول. د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ پېښه په ٢٠١١ کال کې د ميدان وردګو په سيداباد ولسوالۍ کې رامنځته شوه، چې د يوې چورلکې د غورځېدو له امله يې ٣١ امريکايي سرتېري ووژل شول. خو له افغانستان څخه بهر د همدې جګړې تر ټولو لويه خونړۍ پېښه د ٢٠٠٣ زېږديز کال د مې په مياشت کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې په افغانستان کې د مېشتو هسپانوي ځواکونو يوه الوتکه چې خپل سرتېري يې لېږدول، په ترکيه کې وغورځېده او ٦٢ سرتېري يې ووژل شول. هلمند په تېرو لسو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړى ولايت ثابت شوى دى، په دغه ولايت کې تر اوسه ٨٩٠ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې امريکايي او بريتانوي دي. په دغه ولايت کې د زرګونو امريکايي سرتېرو ١٠زره برېتانيوي سرتېري او يو شمېر ډنمارکي سرتېري هم مېشت دي. کندهار په دغه لېست کې په دويم مقام کې ځاى لري، په دغه ولايت کې ٤٩٦ بهرني سرتېري وژل شوي چې ډېرى يې کاناډايي او امريکايي دي. دغه راز په کونړ ولايت کې ١٧٧، په کابل کې ١٦٥، په پکتيکا کې ١٣٦، په زابل کې ١٠٢، په ميدان وردګو کې ١١٦، په غزني کې ١٠٤ او په اروزګان کې ٦٨ بهرني سرتېري وژل شوي دي. دغه راز په لوګر کې ٥٧، په پروان کې ٦١، په فراه کې ٤٩، په هر ات کې ٥٢، په ننګرهار کې ٤٧، په خوست کې ٤٧ او په نورستان کې ٣٦ بهرني سرتېري وژل شوي دي. دغه راز په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم يو شمېر بهرني سرتېري وژل شوي، خو بدخشان، سرپل او دايکندي هغه ولايتونه دي، چې تر اوسه په کې هېڅ بهرنى سرتېرى نه دى وژل شوى. د يادونې ده، چې اوسمهال په افغانستان کې د ٥١ هېوادونو شاوخوا ١١٢زره سرتېري د ناټو په مشرۍ د ايساف په چوکاټ کې فعاليت کوي، چې ډېرى يې امريکايي دي.

خبریال: جاوېد هميم کاکړ

پژواک خبري اژانس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x