فیسبوک روحي مریضي پيدا کوي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي۲۲مه ۱۳۹۴ل): یوې نوې تازه څېړنې ښودلې چې د ټولنیزو وېبپاڼو له منځه فیسبوک د ځوانانو خوب له منځه وړي او د روحي او ذهني پریشانیو په څېر مریضیو باندې یې اخته کوي.

د سکاټلیند ګلاسکو پوهنتون څېړنې په اساس هغه کس چې ډیر انترنیت استعمالوي همېشه په دې ډار کې وي چې په ټولنیزو رسنیو کې ترې کوم څه له لیدلو، لوستلو او ان له تبصرې کولو پرته پاتې نشي او له همدې کبله ددغو وېبپاڼو سره د همېشه پاتې کېدو فشار یې پر دماغو سپور وي.

څېړنه کې ویل شوي چې ټولنیزې رسنۍ ډيری ځوانان استعمالوي او د شپې ډيری وخت په دې تیروي چې له کبله یې د ډيرو ستونزو د زیږیدو خطر وي.

څېړونکي وايي چې هغه ځوانان چې فیسبوک ډير استعمالوي، په اوږد مهاله ذهني ستونزو د اخته کېدو ویره يې ډيره شته دی.

څېړونکي ډاکتر هیتهر کلیلینډ ووډز په وینا فیسبوک او نورې ټولنیزې رسنیو ډير استعمال د زړه تنګۍ، ذهني فشار او د خوب د خرابۍ په څېر ستونزو کې مهم رول لوبوي.

تر دې وړاندې په کانډا کې هم شوې یوې څېړنې ښودلې وه چې ټولنیزې رسنیو استعمال د دهني مریضۍ پيدا کوي او په ځانګړي توګه هغوی ډیر له دغو ستونزو سره مخ کیږي چې د ورځې تر دوو ساعتونو زیات فیسبوک استعمالوي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
3 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
khalid
میلمه
khalid

بالکل همداسی ده دا څیړنه واقعا چی په حقیقت ولاړه ده

حنیف
میلمه
حنیف

بالکل همداسی ده، زه دفیس بوک سره د اتو کالو سخه بلد یم او اکاونت پکی لرم، خو په اولو دوه دری کالو کی می مسلسل استعمال کر، آن تول سوچ او فکر به می شپه او ورز په فیس بوک کی وه، ذهنی نا ارامتیا او پریشانی یی راته پیدا کره، روحا به خفه وم، دا پنزه کاله کیگی چی فیس بوک می بند کری، روح می خوشاله دی ذهن می ارامه، په کال کی یی چی کله هم، یو یا دوه واری د یو سو ورزو لپاره خلاص کرم نو زره می خفه شی، فکر می نا ارامه… نور لوستل »

عبدالرحمان
میلمه
عبدالرحمان

السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!ددې ډاکټر خبره بالکل پرځای دی،ماهم یو وخت فیسبوک کاراو له زهني پریشاني سره مل وم،اوس چې فیسبوک می پرې ایښی دی ډېر هوسا او اطمیناني ژوند لرم .