د خرما له دغو حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): خرما یو له هغو خوړو څخه دی چې خوړل يي نه یوازې د بدن د اړتیا وړ ګټور مواد پوره کوي بلکه د یو شمیر مهلکو ناروغیو په مخنیوی کې هم ځانګړی اغیز لري. دلته مو د خرما له ځینو مهمو ګټو سره اشنا کوو.

۱- د خیټې د سرطان مخه نیسي.

۲- د بدن مناسبه اندازه وزن ساتلو کې مهم رول لوبوي او د اضافي وزن څخه مخنیوی کوي.

۳- د کولمو د مختلفو ناروغیو او اسهال مخه نیسي.

۴- هډوکي غښتلی او پیاوړی کوي.

۵- عصبي سیسټم پیاوړی کوي.

۶- جنسي قوت په زیاتولو کې ډیره زیاته مرسته کوي.

۷- د وینې کموالي په ناروغۍ اخته ناروغانو ته ځانګړی انرژي ورکوي.

۸- د زړه د حملې خطر کموي.

۹- د حساسیت لروونکو کسانو ته یو له غوره درملو څخه ګڼل کیږي.

۱۰- د شب کورۍ کمولو کې ځانګړی اثر لري.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د