افغانستان

ننګرهار: له چرسو بار د ملي اردو رینجر نیول شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي۲۲مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې د ملي اردو یو رینجر چې له چرسو بار و او د ملي اردو سرتیرو نامعلوم لوري ته لېږدولو، نیول شوی دی.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقیوال منلې چې د ملي اردو یو رینجر چې ۳۲۵ کیلوګرامه چرس په کې بار وو، له څلورو کسانو سره چې نظامي یونیفارم یې په تن و، نیول شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د ملي اردو له چرسو بار رینجر د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ په ثمرخیلو سیمه کې د تلاشۍ پر مهال نیول شوې ده.

د مشرقیوال له قوله چرس په موټر کې په ډير مهارت ځای پر ځای شوي وو او د بغلان ولایت له لوري ننګرهار ته راغلې ده.

د امنیه قومندانۍ ویاند په وینا نیول شوو کسانو غوښتل چې دغه چرس غني خیلو ولسوالۍ ته ولېږدوي خو پولیسو یې پلان شنډ کړ.

څه موده وړاندې په بغلان ولایت کې هم سلګونه کیلو نشيي توکي د یو برحاله دولتي جنرال له رینجر موټر څخه نیول شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x