نظــر

د ايمان ديوې دين تحريفوونکې ليکنې په ځواب کې

amanullah imanاستعمار پلوې رسۍ هر وخت دخپلو بادارانو دورکړل شوې دندې دپرمخ بيولو لپاره داسلام داحکامو دتحريفولو او مسلمانانو دتخريبولو په لټه کې دي. عملا په اسلامي احکامو پسې استهزاوې، داسلام ضد کړنو ستاينه، فحشاء او لنډغرتوب ته هڅونه او داسلام داصلي شکل دمحوه کولو لپاره يې مټې رابډ وهلي دي. د اسلام احکام دنافذيدو وړ نه بولي، بلکې (معاذ الله) هغو ته دپخوانی زمانې وحشيانه اعمال وايې، اسلام د پرمختګ مخالف او دمسلمانانو دشاته پاتې کيدو سبب بولي.

خو کله کله دوی داسلامي احکامو دوړاندې کولو پروګرامونه هم وړاندې کوي او لدې لارې غواړي له دين نه ناخبره مسلمانانو ته په ګوړه کې زهر ورکړي، زه چې کله د امريکا غږ ډيوه راډيو له لنډغرو څخه دتصوف په اړه بحث اورم نو ماته خندا راځي چې دا دکفر په غيږ کې ناست لنډغر او فاحش ډمان مونږ ته زموږ دين راښيي.

د همدې لړۍ يوه کړۍ مې پرون په تاند کې دپوهنې وزارت دنيکټايې پوش او حالق اللحية وياند ښاغلي امان الله ايمان يوه ليکنه د فتواګانې ولې او په کومو حالاتو کې تغيير خوري؟؟؟ ترسرليک لاندې ولوستله.

نوموړي خپله ليکنه ددوکتور قرضاوي په ستاينه پيل کړې وه ترڅو دنوموړي له اقوالو څخه په خپله لاندينئ ليکنه کې چې د الهي دين اسلام دتجديد په موخه يې کړې وه کار واخلي، او لدې لارې هغو نارواوو ته د جواز سند پيدا کړي چې نوموړي جائز کړي او هغه رباني علماء تر تنقيد لاندې ونيسي او افغان ولس پرې بې باوره کړي چې داستعمار په اشاره نه چليږي بلکې په اصلي بڼه اسلامي افغاني ټولنې ته داسلام احکام رسوي او دافغاني ولس په زړونو کې ښه ځای لري.

دا چې فتواوې په کومو حالاتو کې په کومو شرائطو تغيير خوري؟ ددې لپاره چې موضوع رانه اوږده نشي لدې خبرې څخه دلته تيريږم ان شاء الله په بله ليکنه کې به بشپړ بحث پرې وکړم.

خو دفتواګانو تغيير دا معنا نه ورکوي چې د اسلامي شريعت پاخه او قطعي احکام دې بدل شي، حرامو ته دې حلال او فرض کارونه دې ناروا وګرځول شي، شريعت دې ديوه مفتي دخوښې او هوا تابع وګرځول شي چې دهغه څه خوښ وي هغه روا او چې څه يې خوښ نه وي هغه ناروا کړي.

دفتواوو تغيير دا معنا نه چې په اسلامي دين کې دغرب له خوښې سره سم داسې تحريفونه وشي ترڅو هغوی ته هم دمنلو وړ وګرځي، جهاد تروريزم، بې پردګئ او عريانيت دښځو حقوق، فحشا، او ډمتوب تمدن او پرمختګ  ونومول شي.

د فتواوو تغيير دا مانا نه چې په خوراک، څښاک او پوښاک کې دې دغرب ړوند تقليد وشي، ږيره خرېيل دې روا وګرځول شي، ښځې دې نيمه لنډغرې يا پوره لوڅې کړای شي.

دفتواوو تغيير دا معنا نه چې ښځې دې له پرديو نامحرمو کسان سره چکر ووهي، ټوکې او مجلسونه دې ورسره وکړي، په ښوونځيو کې دې له نرانو سره څنګ په څنګ کښيني.

د فتواوو تغيير دا معنا نه چې هر کُتع بُتع دې ديني احکام دخپلې خوښې سره سم عيار کړي، چې په کومو عمل کولای شي هغه دې داسلام برخه وګڼي او چې په کومو عمل کول ورته ګران وي په هغو دې دتوندلاريتوب ټاپې ووهي.

او د فتواوو تغيير دا معنا نه چې يو څوک چې داسلام په ځينې احکامو عمل نشي کولای له هغو څخه دې انکار وکړي او هغه دې العياذ بالله زاړه او دتطبيق وړ ونه بولي لکه څنګه چې ښاغلي ايمان ليکلي چې:

 ((دا پاخه او کره دلائل به د فتوا د تغيير په اړه د هغو دوستانو له معلوماتو سره مرسته وکړي چې نن هم د څو زره پخوا احکامو ته تمبه دي او په زور يې پلي کوي چې هيڅ د تطبيق ساحه نه لري.))

 

څرنګه چې ښاغلي ايمان په خپله ليکنه کې دوکتور قرضاوي خپل مقتداء ګرځولی او پدې بحث کې يې ټوله اتکاء په نوموړي کړې ځکه خو يې پيل هم دنوموړي په ستاينه کړی بناءا مناسبه بولم چې لومړی درنو لوستونکو دوکتور قرضاوي وتلم چې رښتيا نوموړی په خپلو فتواوو کې په کره، پخو دلائلو استناد کوي، او که دغربيانو په خوښه د اسلام تحريفول او تجديدول غواړي.

په دوکتور قرضاوي باندې دده دپوچو افکارو له امله ډيری عرب علماؤ نيوکې کړي، موږ داختصار په منظور ديوتن تکړه حقپال ديني عالم ناصر ابن حمد الفهد لنډه ليکنه (خلاصة بعض افکار الشيخ يوسف القرضاوي) کټ مټ ژباړو، چې پکې يې دقرضاوي دين ړنګوونکي افکار په ګوته کړي.

بيا دې درانه لوستونکي قضاوت وکړي چې آيا دوکتور قرضاوي ددې وړ دی چې يو مسلمان يې په فتوا اعتماد وکړي؟

 

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد لله والصلاة والسلام على رسول الله وبعد:

هغه څه چې پدې زمانه کې يې له امله دا امت په ازموينه کې لويدلی دداسې کسانو څرګنديدل دي چې ظاهرا يې دعلم لباس په تن کړی او دتجديد په نوم يې داسلامي شريعت مسخه کولو ته بډې رابډوهلي، او پدې بانه يې دفساد اسباب ښه پريمانه کړي چې ګواکې په دين کې اساني ده، او د اجتهاد ترنامه لاندې يې د رذيلتوب ورونه پرانيستي، او د فقه الاولويات په نوم دنبوي سنتو سپکاوی کوي، او غربيانو ته داسلام دښائسته انځور ورکولو په موخه له هغوی سره دوستي کوي.

ددوی سرکښ  دتلويزونونو مفتي (يوسف قرضاوي) ده چې دتلويزوني چينلونو، انټرنټ پاڼو، کنفرانسونو، ليکنو، ويناوو، درسونو او نورو لارو ددې مفکورې د خپرولو لپاره هڅې کوي، په دغو پاڼو کې ما دده ځينې افکار راغونډ کړي او داسلامي امت دخيرغوښتنې په موخه مې ترې پرده پورته کړې ترڅو مسلمانان له ده او ده ته ورته له نورو ناروا مفتيانو څخه ځان وساتي او پدې ډول زه دده له افکارو څخه دبرائت اعلان هم کوم او ما په ده باندې دلته بشپړ رد نه دی کړی ځکه دلته ما دده هغه افکار رانقل کړي چې په بطلان يې عوام مسلمانان هم ښه پوهيږي، خو که څوک بيا هم په تفصيل سره دده له افکارو او په هغو باندې له رد څخه ځان خبرول غواړي نو د (الرد علی القرضاوي) کتاب دې مطالعه کړي.

ناصر بن حمد الفهد دشوال لومړی نيټه 1420.

 لومړی: دکفارو په اړه دنوموړي دريځ:

قرضاوي دولاء او براء د عقيدې د بيخي دله مينځه وړلو هڅه کړې لاندې په دې اړه دده ځينې اقوال ستا مخې ته ږدم.

  1. نوموړی دنصاراوو په اړه وايې: ټولې قضيې زموږ او دهغوی ترمنځ مشترکې دي، مونږ ديوه هيواد هستوګن يو، انجام مو يو دی، امت مو يو دی، زه په خپله ددوی په اړه وايم زموږ مسيحي وروڼه، ځينې خلک به زما په دې خبر رد کوي چې زه څنګه داسې وايم چې زموږ مسيحي ورونه حال دا چې الله خو دمسلمانانو په اړه وايې (إنما المؤمنون أخوة) هو زه دا منم، خو لکه څنګه چې موږ مؤمنان يو دوی هم په يو ډول مؤمنان دي.
  2. په همدې پروګرام کې نوموړي دقبطيانو په اړه وويل: دوی هم په زرګونو شهيدان وړاندې کړي…..
  3. په بل ځای کې وايې: له غير مسلمو سره دمسلمان دوستي هيڅ باک نلري.
  4. او وايې: له يهودو سره زموږ دښمني يوازې دزمکې په سر ده نه ددين په سر او زياته يې کړه دا الله جل جلاله دا قول: (لتجدن أشد الناس عداوة للذين آمنوا اليهود والذين أشركوا) ژباړه: ای پيغمبره! ته به خامخا ومومې چې د کفارو له جملې څخه يهودان او مشرکان دمسلمانانو سرسخت دښمنان دي.) دهغو حالاتو او ظروفو په لحاظ سره وو چې درسول الله صلی الله عليه وسلم په وخت کې وو، او په اوسنيو حالاتو کې وجود نلري. مخکې د آيت په آخر باندې پدې دليل نيسي چې نصاری اوس مهال مسلمانانو ته نږدې خلک دي او زياتوي چې پدې کې هيڅ شک نشته چې که مسلمانان سرلوړي وي نو مسيحي وروڼه به يې هم سرلوړي وي او که مسلمانان ذليل شول مسيحيان به له ذلت سره مخامخ شي.
  5. نوموړي په ډيرو ځايونو کې دخپل زعم سره سم دا خبره په وار وار کړې چې اسلام ددوی محرفو  دينونو ته احترام لري، او دا په ډاګه وايې چې دوی داسې دي لکه مسلمانان ددوی لپاره به هغه څه وي چې دمسلمانانو لپاره دي او په هغوی باندې به هغه څه وي چې په مسلمانانو دي، او دا چې زمکې دمسلمانانو او عيسويانو ترمنځ مشترکې دي، ځکه اسلام زمونږ او ددوی ترمنځ په اشتراک باندې زور ورکړی او داختلاف له نقطو څخه يې ډډه کړې، نو ځکه اړينه ده چې مسلمانان او عيسويان دالحاد، ظلم او استبداد په ضد په يوه صف کې سره ودريږي، او زياتوي چې جهاد دټولو اديانو ددفاع نوم ده يوازې داسلام دفاع نه کوي، او همدغه راز يې ديوه مسلمان لپاره دا جائز بللي چې هغوی ته دهغوی داخترونو مبارکي ووايې او همدغه راز وايې چې روا دي چې هغوی په اسلامي هيوادونو کې په لوړو څوکيو او وزارتونو وګمارل شي.
  6. او همدغه راز يې په خپله نوې فتوا سره دجزيې حکم هم ساقط کړ او وايې چې جزيه له اهل ذمه وو نه له دې امله اخستل کيږي چې هغوی دوطن دفاع نه کوي او اوس جزيه له دوی څخه ساقطه ده ځکه په اردو کې برخه اخستل اجباري چې مسلمان او کافر دواړه پکې برابر دي.

دوهم: د مبتدعينو په اړه دنوموړي دريځ:

قرضاوي چې کله دکوم ناروا بدعت په اړه يوڅه وايې نو دهغو مبتدعه فرقو په اړه غږيږي چې اوس بيخي وجود نلري دی دپخوانيو معتزله وو او خوارجو په اړه ويناوې کوي خو دهغوی نني وارثان ستايې.

هغه روافض چې دمعتزله وو عقيده ورته په ميراث پاتې ده او په هغې کې يې د نورو هلاکوونکو او باطلو عقائدو داسې اضافه کړې چې لسمه برخه يې په ابوجهل پسې دهغوی دالحاق او پيوستولو لپاره کفايت کوي، خو قرضاوي دهغوی مدافع دی، له هغوی سره دورورولی خبرې کوي او له هغوی سره دخلاف راپورته کول له امت سره خيانت بولي، په اصحابو رضی الله عنهم دهغوی لعنت او ښکنځاوې، په قرآن کې تحريف، دخپلو امامانو معصوميت او ديته ورته نورې باطلې عقيدې يوازې عقيدوي حاشيوي اختلافات ګڼي او همدغه فکر دخوارجو د ميراث خورو اباضيه وو په اړه هم لري.

دريم: د احاديثو په اړه دنوموړي دريځ:

د احاديثو په اړه عقيده کې قرضاوي دعقلانيانو په جاده روان ده چې نبوي احاديث دخپلو فاسدو عقلونو او پوچو مغزو په تله تلي، له همدې امله کوم احاديث چې دده له غوښتنې سره سمون نه خوري نو يا انکار ترې کوي او يا تاويل پکې کوي، لاندې داحاديثو په اړه دده داقوالو ځينې بيلګې ستاسې مخې ته ږدم.

1-                       په صحيحينو کې حديث ده چې دقيامت په ورځ به مرګ دبرګ ګډ په شکل کې راوستل شي او دجنتيانو او دوزخيانو په وړاندې به ذبح کړل شي او بيا به جنتيانو او دوزخيانو ته وويل شي چې نور مرګ نشته دتل لپاره به جنت او دوزخ کې وئ.

قرضاوي وايې: عقل او نقل پدې متفق دي چې مرګ نه ګډ ده نه غويئ او نه بل کوم څاروی.

2-                       په صحيح حديث کې راځي: هغه قوم به هيڅکله بری ترلاسه نکړي چې خپل واک ښځې ته وسپاري.

قرضاوي وايې: دا درسول الله صلی الله عليه وسلم تر زمانې پورې خاصه وه چې هلته سړيو استبدادي واکمني ترلاسه کړې وه او اوس داسې خبر نده.

3-                       په صحيحينو کې دي: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم ميرمنو ته وفرمايل: سره لدې چې تاسې ناقصات العقل والدين يئ خو بيا هم ديوه هوښيار سړي په عقل غلبه ترلاسه کوئ.

قرضاوي وايې: چې رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبر په ټوکو کې کړې.

4-                       په صحيح حديث کې راځي چې د کافر په بدل کې به مسلمان نه وژل کيږي.

قرضاوي لدې وروسته چې خبره يې له حديث څخه سرچپه کړې او په کافر باندې يې دمسلمان وژنه روا بللې مخکې زياتوي، زموږ له زمانې سره دا رايه ښايې او دغې رايې ته په ترجيح ورکولو سره د هغوی عذرونه باطلووه او دشريعت بيرغ ځلانده ساتو.

او لدې پرته نور ډير ځايونه دي چې نوموړي پکې له نبوي احاديثو سره ورته چلند کړی.

څلورم: دښځو په اړه دنوموړي دريځ:

دپرده کوونکو ميرمنو دپردې څيرلو لپاره قرضاوي ترخپله وسه هڅې کړي، او په کراتو مراتو يې دا اعلانونه کړي چې په ديني مجلسونو کې دښځو لپاره ځانته ځای برابرول او له سړيو څخه دهغوی بيلول بدعت دی، او دا هغه رواج دی چې په اسلام کې نشته نو ځکه بايد دسړيو او ښځو ترمنځ حائل او پرده له منځه ولاړه شي.

په يوه ځای کې ليکي: ډير دافسوس ځای دی زه داويايمې لسيزې سړی يم، امريکا ته داسلامي مجلسونو لپاره ځم خو هلته هم ښځې له سړيو څخه جلا ځايونو کې کښينول کيږي، بنسټ پالي هلته هم په اسلامي ټولنو غلبه کړې او په غرب کې دننه يې دا سخت تقليدونه لازم ګرځولي، په سختو اقوالو يې عمل پيل کړی او راجح اقوال يې پريښي.

په همدې اړه په يوه بله ناسته کې وايې: دا مجلسونه دځوانانو لپاره يو چانس ده ترڅو کومه پيغله وګوري، خوښه يې کړي له هغې څخه پوښتنې وکړي الله جل جلاله ددواړو زړونو کې محبت سره واچوي چې په نتيجه کې يې يوه مسلمانه کورنئ منځ ته راشي.

په همدې اړه په يوبل مجلس کې چې يوسړي ورته دښځو اړوند يوې موضوع ته بلنه ورکړه، وويل: زه بلونکي ته دا وايم چې ته دلته څه کوې؟ پکار خو دا وه چې ستا په ځای دلته يوه خور وای ځکه موضوع دهغوی اړوند ده، ماته يې بلنه راکړې وای، او پوښتنې يې راڅخه کړې وای، په دې ډول به هغوی روزل کيږي هم، خو دلته خبر دا ده چې سړي دښځو په هرڅه کې لاسوهنه کوي او په هغوی ځانونه بر بولي.

په بل ځای کې وايې: چې پرده کوونکې ميرمنې بايد په تلويزون او په فحشو تلويزونونو کې پرده ونکړي، بلکې خامخا په ډرامو او نورو پروګرامونو کې برخه واخلي او مخکې يې زياته کړه چې زما خپله دوه لورګانې دي چې د انګلترا په پوهنتونونو کې يې زدکړه کړې (دانګلترا پوهنتونونه دښځې حشمت وژني او اختلاط ته بلنه کوي) تردې چې يوې يې په فيزيک او بلې يې په کيمياء کې دوکتورا هم حاصله کړې.

پنځم: قرضاوي او ډمتوب:

د سندرو او ډمتوب په روا کولو کې قرضاوي ترټولو شهرت لرونکی (شرعي!!!) داعي دی، او له بيلا بيلو لارو ديته دعوت او بلنه کوي.

په خپلو ډيرو کتابونو کې يې دا خبره ليکلې چې سندرې ويل او اوريدل حلال دي او سينما هم طيب او حلال کار دی.

همدغه راز نوموړی وايې: زه له هغو هنرمندانو څخه خفه يم چې دې فن ته يې شا کړې.

او هغو خلکو ته دبرکت دعاګانې کوي چې د صليبي جنګونو دانځورولو لپاره صليبونه په غاړه کوي او په پای کې دا کلمات ورته وايې: (فسيروا على بركة الله والله معكم ولن يتركم أعمالكم

په بل ځای کې وايې: چې زه په خپله د(فايزة أحمد) و (شادية) و (أم كلثوم) و (فيروز) او نورو سندر غاړو سندرې اورم.

همدرغه راز دخپل ځان په اړه وايې: زه فلمونه او ډرامايې انځورونه ګورم. سره لدې چې په دغو فلمونو کې په متدينو خلکو پسې استهزاوې کيږي.

نوموړی هغو ښځو ته نظر روا بولي چې دتلويزون په پردو راښکاريږي.

شپږم: دنوموړي فقهي شذوذات:

نوموړی په خپلو فقهي اراوو کې دشذوذ لاره خپله کړې او پدې لاره کې يې صريح نصوص او دعلماؤ اقوال په ديوال ويشتي لاندې دده ځينې شذوذات وړاندې کوم.

دی پدې ټينګار کوي چې رجم حد نه بلکې يو تعذير دی بناء پاچا يې دلغوه کولو اجازه لري.

ردت په دوه ډوله دی: يو ردت مغلظه: چې صاحب يې دټولنې په ضد له عنف څخه ډک کارونه پيل کړي نو دغه مرتد به وژل کيږي، بل ردت مخففه: هغه چې لدې پرته په نورو مواردو کې وي دا مرتد به نه وژل کيږي بلکه پريښودل کيږي به.

ښځه کولای شي چې عام ولايت او پاچايې وکړي.

ښځه کچيرته په پيرودلو او پلورلو او نورو معاملاتو کې ګډون کوي نو دهغې شهادت دسړي دشهادت په څير دی.

ږيرې خرېيل روا دي.

 کم سود اخستل روا دي يعني1% يا 2%ځکه دا داداري خدمتونو په بدل کې راځي.

دډمتوب، سندرو، تلويزون، فلمونو او نورو نارواوو له روا کولو سره سره نوموړی، پايڅې ځوړندول، بې پرده توب، ډرامو، په کفارو دشرابو او خيزير پلورل، مسلمان ته دخنزير اندامونه نقلول، له ښځو سره مصافحه، دکفارو په څير ځان جوړول، په برقي شارتونو دوژل شويو څارويو خوړل له محرم پرته دښځو سفر او ديته ورته نور کارونه هم روا بولي.

دده په اړه يو چا ډير ښه ويلي: چې قرضاوي په خپلو فتواګانو او دشريعت په مسخه کولو سره ټولو اسلام ته منسوبو خلکو ته په لسان حال سره دا وايې: (اعملوا ما شئتم فقد وجبت لكم الجنة!!!). چې څه مو خوښه وي هغه کوئ جنت ستاسې لپاره واجب دی.

له الله جل جلاله څخه غواړو چې داسلام په سمه لاره مو ثابت وګرځوی، او له دغو اقوالو او دهغوی له څښتانانو څخه مو وساتي، او دهغو کسانو له جملې څخه مو وګرځوي چې دنبي کريم صلی الله عليه وسلم په ښوونو متمسک او ټينګ ولاړ دي.

وصلى الله على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x