افغانستان

خوست: ښوونکو احتجاجا ۶۷ ښوونځي تړلي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي۲۲مه ۱۳۹۴ل): د خوست ولایت په تڼي او ګربز ولسوالیو کې ښوونکو احتجاجا ۶۷ ښوونځي تړلي دي.

د ګربز ولسوالۍ ښوونکو ویلي چې ددې ولسوالۍ ټول ښوونځي به له نن /یکشنبه، وږي۲۲مه/ سهاره راهیسې د زده کوونکو پر مخ تړلي وي.

دوی زیاته کړې چې د ګربز او تڼی د پوهنې آمرین بې کفایته دي او د دوی ستونزو په اړه اقدام نشي کولای.

ښوونکو ویلي چې د ګربز او تڼي ولسوالیو د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې نمرې د سیمه ییزو غاصبین لخوا غصب شوي او تر هغه چې دا نمرې ورنکړل شي او یا ددې ولسوالیو امرین له دندو ګوښه نه شي دوی خپل احتجاج ته دوام ورکوي.

د خوست د پوهنې ریاست څارندوی آمر قمرخان کامران هم د خوست په دوو ولسوالیو کې د لسګونو ښوونځیو تړل کېدل تایید کړي دي.

د پوهنې د ریاست تدریسي مرستیال مطیع الله فضلي د لسګونو ښوونځیو د تړل کېدو په اړه ویلي چې د ستونزې د حل او څېړنې لپاره د ولایتي شورا سره ګډ کميسیون جوړ شوی دی.

فضلي له قوله د ښوونکو لپاره ځانګړې شوې ځمکې غصب شوې او د دوی د نمرو ویش به نېږدې وخت کې پیل شي.

تدریسي آمر د پوهنې د ریاست د آمرینو د ګوښه کولو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x