افغانستان

کابل: ملي اردو د شاه شهید پېښې د قربانیانو پر لاریون ډزې کړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي۲۲مه ۱۳۹۴ل): پلازمېنه کابل کې د ملي اردو عسکرو د شاه شهید د خونړۍ پېښې د قربانیانو د کورنیو د غړو په لاریون ډزې کړي چې له کبله یې ۳ لاریون کوونکي ټپیان شوي دي.

د امریکا غږ د راپور په اساس نن یکشنبه د شاه شهید خونړۍ پېښې قربانیانو د کورنیو لسګونو غړو د هغوی ستونزو ته د حکومت د نه پاملرنې په غبرګون لاریون وکړ چې په تاوتریخوالي واوښت.

لاریون کوونکو ویلي چې دوی خپل سوله‌ییز لاریون ته دوام ورکاوه چې ناڅاپي د ملي اردو له لغتو او سوکونو سره مخ شول او وروسته يې پرې ډزې وکړې چې له کبله یې ۳ لاریون کوونکي ټپیان شول.

په دغه لاریون کې یو ټپي شوي لاریون کوونکي امریکا غږ ته ویلي «مونږ غوښتل چې سړک بند کړو او په سړک خیمه ووهو، راغلل او زموږ په وړاندې یې له ناسم چلند او زورزیاتي کار واخیست، پر موږ یې تفنګچې راوویستې او ډزې یې پیل کړې، لکه باران مرمۍ وریدې یو یې زما په پښه ولګیدله».

لاریون کوونکو د دغه لاریون اجازه له پولیسو اخېستې وه او د سیمې حوزې ته یې هم خبر ورکړی و.

هغوی وايي، کله چې د پوځ سرتیرو پر لاریون‌کوونکو ګوزارونه او ډزې کولې پولیسو یې ننداره کوله او هېڅ کوښښ یې ونکړ چې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

شاخوا یوه نیمه میاشت وړاندې د شپې شاوخوا یوه بجه د کابل ښار د اتمې حوزې په شاه شهید سیمه کې زورورې چاودنې ۱۵ ملکي وګړي ووژل او تر څلورسوه ډېر يې ټپیان کړل.

د کابل امنیتي مسوولینو دغه چاودنه موټر بم بريد وګاڼه او په اړه يې خواشيني څرګنده کړه، خو د سیمې اوسېدونکو او ځينو چارواکو بیا دغه چاودنه د بهرنیانو بريد وګاڼه او له دولته يې د دې پېښې د څېړلو غوښتنه وکړه.

دوی د یوه لاریون په ترڅ کې له ځانو سره د اوسپنې ګڼې ټوټې هم لېږدولې، چې د دوی په خبره د راغورځول شوي بم ټوټې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خالد افغان

لدې نه معلومیږي چې شاشهید پيښه کې حکومت مستقیم لاس لري

ذبیح الله

د شاه شهید واقعه کې د افغانستان د منافق دولت ځکه لاس دی چې دوی په دې ښه پوه شول چې دا د پاکستاني لعنتي او د انګریز د کثیفه غلام له خوا را وارشوی میزایل وه او بیا يې هم پرې خوله بنده ونیوله …… د پاکستان په تباهۍ والله که زه خوښحالیږم ځمه یو مسلمان هیواد دی که څه هم د دولت کړنې او نارواوې يې د بې غیرته زیونستانو (شیطان پرستانو ) څخه بدترې دي خو بیا هم عوام يې غریب او بې چاره خلک دي …… دا به ډیر زر د هندوانو په لاس تباه کیږي… نور لوستل »

ضياء

گرانه ذ بیح الله وروره خپل د مبایل شمیره دی ماته په لاندی شمیری راواستوه . زما 0781363327 دیره مننه

ضياء

دا شمیره دی زکه غوارم چه خپل خوب هم درته ووایم.

ذبیح الله

ضیاء وروره ! د فیسبوک او یا سکایپ آډرس دې راولیږه ، ځکه دا څو ورځې وشوې چې سیم راڅخه ورک شوی مننه…..
خ

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x