ورزش

استرالیا، انګلینډ ته سختې ماتې ورکولو سره د لوبو لړۍ وګټله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي ۲۲مه ۱۳۹۴ل): نن د استرالیا او انګلینډ لوبډلو تر منځ د پنځو یو ورځنیو سیالیو وروستۍ لوبه وه چې دغې لوبې کې استرالیا د انګلینډ لوبډلې ته په ۸ ویکټو او ۱۵۴ توپونو ماتې ورکړه. هیره دې نه وي چې له دې وړاندې د دغې سیالۍ دوه لوبې استرالیا او دوه لوبې د انګلینډ لوبډلې ګټلې وې.

د انګلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. استرالیايي توپ اچوونکو د انګلینډ د لوبډلې دغه پریکړه غلطه ثابته کړه او د انګلینډ توپ وهوونکو ته يي د توپ وهنې فرصت ورنکړ.

د انګلینډ لوبډلې په ۳۳ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د سټوکس او راشد غوره توپ وهنې په مرسته ۱۳۸ منډې جوړې کړې.

د انګلینډ لوبډلې لپاره سټوکس په ۵۱ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۲ منډې جوړې کړې. راشد په ۴۵ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۳۵ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

دغې لوبې کې د انګلینډ لوبډلې پیاوړی توپ وهوونکی او لوبډل مشر په سر د توپ لګیدو له امله ټپي شو او یوازې ۱۴ بالونو وهلو څخه وروسته د لوبې له ډګر څخه ووت.

د استرالیا ټول توپ اچوونکي ښه وځلیدل. د استرالیا لپاره مارش څلور، هسټنګز درې، سټارک او اګر یوه یوه ویکټه واخیسته. هسټنګز خپل ۱۰ اورونو کې یوازې ۲۱ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

استرالیایۍ لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې دوه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د فېنچ او بیلي غوره توپ وهنې په مرسته په ۲۴.۲ اورونو کې پوره او سیالې لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه.

د استرالیا لوبډلې لپاره فېنچ په ۶۴ توپونو د یولسو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۷۰ او بیلي په ۴۵ توپونو د اوو څلوریزو په مرسته ۴۱ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول.

د انګلینډ لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې ویلي او ووډ یوه یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x