نړۍ

لیبیا: د رسول الله د توهین په ځواب کې د مظاهرو وروسته د امریکا سفیر د درو نورو امریکايي کارکونکو په ګډون وژل شوی

LIBYA-US-EMBASSY-DEATHنن ټکی آسیا: د لیبیا په بنغازي ښار کې د امریکا سفیر او درې تنه نور د قونسلګری کارکونکي وژل شوي دي.

د تفصیلاتو سره تیره شپه ناوخته مظاهره کونکي په احتجاجي توګه د بنغازي په ښار کې د امریکا د قونصلګری په لور وخوځیدل، تر څو د امریکايي سینما له خوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم پر یوه توهینونکي فیلم خپل احتجاج وکړي، خو دا مظاهره وروسته تر هغه په تاوتریخوالي بدله شوه، کله چي د قونسلګری بهرنیو ساتونکو پر مظاهرچیانو ډزي وکړي، چي له امله یې مظاهرچیان هم په اشتعال کي راغلي، او پر قونسلګری یې وسلوال برید شروع کړ.

په دې برید کې چي هر رنګي وړې، او متوسطي وسلې په کښي کار شوي، په ترڅ کې د امریکا سفیر او د قونسلګری درې تنه نور امریکايي کارکونکي وژل شوي دي، او هم د قونسلګري ودانۍ ته زیان رسیدلی.

باید وویل شي چي د یولسم سپتمبر په مناسبت په امریکا کې د یوه فیلم چي د رسول الله صلی الله علیه وسلم سپکاوی په کښي سوی، په ضد لومړی د مصر هیواد په پلازمینه قاهره کې د امریکا د سفارت مخته مظاهره وکړه، هغوی د امریکا د سفارت څخه امریکايي بیرغ کښته کړ، او پر ځای یې تور بیرغ ځوړند کړ، او بیا څو ساعته وروسته د لیبیا په هیواد کې مظاهرې را ووتلې، چي یاده مرګ ژوبله په کښي ورسیدل.

باید وویل شي چي ددې تر مخه هم د لیبیا په هیواد کې دامریکايي اتباعو له خوا د قران کریم د توهین په ضد د تاوتریخوالي ډکي مظاهرې شوي، چي له کبله یې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x