نظــر

پلورل شوي رسنۍ تر کومه پورې

لیکوال: عمادالدین سعید

که د نړۍ نن او پرون حال وڅېړو وينو چې پرون زور او قوت په نړۍ واک چلوو، د هيوادونو د فتحه کولو او د سیمې پراختيا علت يواځې زور او قوت وه، هغوی سره هم داسې خلکو شتون درلود چې د مزدورۍ په بدل کې به يې جنګ کاوه، او د پيسو په بدل کې به يې د استعمار اهداف پوره کول.

مګر د وخت په تېرېدو سره رسنيو شهرت پيدا کړ، رسنيو د جنګ او قوت ځای ونيوه، که څه هم جنګ خپل ارزښت دلاسه ندی ورکړی خو بيا هم هغه درجه کې ندی کوم چې به خلکو تصور کولو، د دې لپاره چې يو جنګ کامياب شي او استعمار وکولای شي په يو هيواد کې نفوذ پيدا کړي، نو رسنۍ ددې نفوذ اساسي عضوه شمېرل کيږي، نن ورځ استعمار چې څومره وسايل په جنګ کې استعمالوي له هغه څخه زيات وسايل په رسنيو کې په کار اچوي، ددې لپاره چې په ولس کې محبوبيت پيدا کړي، په هغوی باندې مثبتې اغېزې وکړي او په راتلونکې کې خلک د استعمار په وړاندې خنډ واقع نه شي.

استعمار  د خپل رسنيو لپاره ډېر وسايل په کار اچوي، خو له مهمو وسايلو څخه چې په کار يې اچوي هغه زهرجن قلمونه دي چې په مزدورۍ يې اخيستي دي، دا خلک د ژوند او تعليم په ميدان کې د ناکامو تجربو څښتنان دي، بلکې ځينې يې مجرمان وي، خو د يو څو کلونو په تېرېدو سره دوی ته د متفکر، ژورناليست، او سياسي محلل صفت ورکول کيږي، ددې لپاره چې پخپله دنده کې ورسره دغه لقبونه مرسته وکړي او خپلو اهدافو ته په آسانه توګه ورسيږي.

دوی خپل قلمونه او خبرې د خپلو بادارانو د دفاع لپاره مسخر کړي وي، د دين او مذهب په پولو اوړي، اسلامي اصول د پښو لاندې کوي ددې لپاره چې د غربي ثقافت خپرول ورته آسانه شي، او ټولنه ورسره عادت شي، او په راتلونکي کې ورته په دې لاره کې کوم خنډ واقع نشي.

کله خپل قلمونه د اسلامي نصابونو په ضد کاروي، او دې نصاب ته د دښمنۍ او تهمت په سترګه ګوري، او ځينې وخت مذهبي او ديني عالم ته د شک په سترګه ګوري، د درواغو او خيانت په تهمتونه پرې لګوي، حق هغه دی چې دوی يې وايې او نعرې يې وهي، او باطل هغه دی چې په دوی باندې رد کوي.

په هره موضوع او فن کې به خبرې او ليکنې کوي، بلکې ځينې وخت د نصيحت او همدردۍ په نوم د هغه چا په هکله باندې خبری کوي چې هغوی په خپل علم کې مهارت او تخصص ولري.

د تمدنونو په مقابلو کې نن ورځ رسنۍ يواځينۍ قوي اسلحه ده، عبدالقادر طاش وايې: هغه امت چې تمدن يې د يو فعال او قوي رسنيو درلودونکی نه وي، او د رسنيو په مرسته خپله جګړه پر مخ نه وړي، دا امت په تاوان کې دی، هغوی د پهلوانانو په نړۍ کې قرار نلري.

د پورتنيو اسبابو له امله په مونږ باندې لازم دي د دې زورورې جګړې په مقابل کې ودرېږو، لکه څرنګه چې د جنګ په ميدان کې قوي او زورور يو، بايد د رسنۍ په ميدان کې هم دغه مقابله ونه بايلو، او د استعمار لاسپوڅي او پلورل شوي رسنۍ ته نه هېرونکي ماتې ورکړو، تر څو بيا په خپلې کوتاهۍ باندې پښېمانه نشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x