نړۍ

کوټه کي دپښتو ژبي په اړه نړیواله غونډه جوړه شوه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، وږي۲۲مه ۱۳۹۴ل): دغه غونډه چي د کويټي ښار په یوه هوټل کي رابلل شوي وه دغوڼدي برخه والو دخپلو ویناوو پرمهال دپښتو ژبي پر لرغونوالي او اهمیت باندي خبري وکړې.

غونډي ته د پاکستان د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچکزي او د نوموړي ورور چي د بلوچستان ایالت والي دی په شمول له اروپا او د افغانستان له مختلو ولایتونو څخه دپښتو ژبي لیکوالان ادیبان، لرغون پوهان او تاریخ لیکونکي راغلي وه.

د غونډي د پرانیستلو په مراسمو کي د بلوچستان ایالت والي ښاغلی محمد خان اچکزي د غونډي برخه والو ته د پښتو ژبي پر لرغونوالي، اهمیت او په وروستیو کي د پښتو ژبي په وړاندي ننګونو باندي خبري وکړي، په غونډه کې له کابل څخه راغلي ملیمه ښاغلي حبیب الله رفیع له پښتنو شاعرانو، لیکوالانو او تاریخ پوهانو څخه په کلکه وغوښتل چي د پښتو ژبي د خدمت او پرمختګ لپاره نه ستړی کیدونکي هڅي وکړي.

غونډي ته له کنډا څخه محمد معصوم هوتک، له جرمني څخه ولي محمد اچکزی له کابل څخه ښاغلی حبیب الله رفیع، عبدالغفور لیوال او همدارنګه د خیبر پښتونخوا ایالت چارصدي ولسوالي باچاخان یونیورسټي څخه د یونیورسټي د رئیس مرستیال ‌ډاکټر فضل الرحیم مروت په ګډون ګڼ شمېر ادیبانو او پوهانو ګډون کړی وو.

حبیب الله رفیع د وینا پر مهال
حبیب الله رفیع د وینا پر مهال

وینا والو د خپلو ویناوو په ترڅ کي وویل په نړۍ کي ویښو قومونو خپلي مړې ژبي را ژوندۍ کړې او ورکي ژبي یی په نړۍ والو وپیژندلې او د خپلو ژبو د پرمختګ لپاره یی له هیڅ ډول قرباني او سرښندني څخه دریغ نه ده کړی.

د بلوچستان والي محمد خان اچکزی وویل که څه هم په پاکستان کي پښتو ژبه کومه رسمي او یا تعلیمي ژبه نه ده خو بیا هم د پښتو مینه والو خلګو په پښتو باندي ډیر څه لیکلي او په هري موضوع کي په پښتو کي کتابونه او لیکني موندلی شو.

دغه غونډه به تر درو ورځو پوري دوام ومومي د غونډي په ترڅ کي به هڅه وشي تر څو د پښتو ژبي د اهمیت او د پښتنو لپاره په پښتو ژبه د تعلیم او پوهني په اړه د پاکستاني حکومت توجه او پاملرنه را واړوي.

رواني غونډي ته د پښتو ژبي له پيژندل شویو خدمتګارانو څخه علاوه بی شمار نور پر پښتو مین ځوانان هم راغلي وه چی هر یوه یی په وار سره دغونډي برخه والو ته د پښتو ژبي د رشد او پرمختګ لپاره لیکني او اشعار وړاندي کړل، روانه غونډه به د سپټمبر در ۱۴ مي نیټي پوري دوام ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x