نیویارک ټایمز : په غزني کې پاڅون نامی خوځښت اسدالله خالد تمویلوي
نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې په خپله یوه وروستۍ ګڼه کې ویلي ، چې په غزني کې دپاڅون په نامه دپيل شوي خوځښت په اړه دا باور بې ځایه دی ، چې ګډونوال یې بې پرې ولسي خلک دي او په خپلو امکاناتو دطالبانو په وړاندې مبارزه په مخ وړي .
ورځپاڼې په یوه اوږده لیکنه کې چې ډيره برخه یې دسرحدونو چارو دپخواني وزیر اسدالله خالد کړنو ته ځانګړې شوې ده ، دا خبره هم سپينه کړې ، چې دغزني په شلګر کې روان خوځښت په هغوی پیسو پيل شوی او پالل کیږي ، چې دامریکایانو لخوا داسدالله خالد په لاس ورته رسیږي .
ورځپاڼې دغه راز ویلي ، چې دپاڅون زیاتره ګډونوال دحزب اسلامي له ګوند سره پخوانی تړاو لري ، چې اوس اسدالله خالد استخدام کړي دي ،ورځپاڼې اسدالله خالد دکرزي د ادارې یو مهم چارواکی بللی ، چې نه یوازې کرزی ورباندې ډير اعتماد لري بلکې نوموړی داحمدولي کرزي له مړینې وروسته دکرزیانو دکورنۍ دغړي حیثیت غوره کړی دی .