افغانستان

طالبانو دامریکايي سینما لخوا دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم توهین په کلکه محکوم کړ

دامریکا دیوې سینما له خوا یو فلم خپور شو چې داسلام دستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم توهین او سپکاوي په کې شوې دامریکايی سینما دچارواکو دې کرغیړن او اسلام ضد عمل دنړۍ دمسلمانانو احساسات ځپلي او سخت پاریدلي او داعمل یې په کلکه غندلی ،په ډیروعربی هیوادونو کې سترې مظاهرې ترسره شوې،دنورو دولتونوترڅنګ طالبانو هم ددې ناوړه عمل په اړه کلک غبرګون ښودلی ،داکار یې دیوه امریکایي شخص کار نه بلکي دامریکا دحکومت کار بللی،طالبانو په خپلو مجاهدینو غږ کړی چې ددې عمل انتقام دجګړې په ډګر کې له امریکايي عسکرو واخلي او په امریکايي عسکرو حملې زیاتې کړي ،طالبانو دهیواد په علماو غږ کړی چې دوي هم په خپلو موعظو کې داولس ذهین سازي وکړی او دامریکایي په شومو اهدافو یې پوه کړي

دغبرګون متن چې طالبانو رسنیو ته لیږلی یو ه کافي یې نن ټکی اسیا هم ترلاسه کړې چې کټ مټ یې نشر ته سپاري.

 

په امريکاکې د اسلام دسترپيغمبر صلی الله علیه وسلم  دسپکاوي په اړه داسلامی امارت اعلاميه

داچې په دا وروستيو کې يوې امريکايې  سينما دهغه  هيواد دحکومت په اجازه او حتی مخامخ ارتکاب يو فلم خپور کړ چې داسلام سپيڅلي پيغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم  ته پکې سپکاوي شوي  اسلامی امارت دغه کرغيړن عمل  په کلکو ټکو غندې  ، وروسته له هغه چې امريکا د اسلام په ضد خپل پراخ يرغل يولس کاله وړاندې پيل کړ   په مکرر ډول يې دمسلمانانو مقدساتو او معتقداتوته  په بيلابيلو زماني مقطعو کې سپکاوې کړي او لا يې هم کوي ، دا دکرکې وړ  عمل په دغه هیوادکې دیو شخص  لخوا نه بلکې په حکومتي اشاره حتی مخامخ ارتکاب سره ترسره کيږي ، موږ داسلام دکلکو مدافعينو په توګه امريکايي  رژيم  او ورسره ددغه ملک متمردو توهین کونکو اشخاصو ته په خورا واضح ټکو خبرداری ورکوو چې دغه راز عمل نشي کولای داسلام دمقدس دين په وړاندې غرب خپلو شومو هیلو ته ورسوي بلکې برعکس به ددغه هيواد دحکومت  اصلي شيطاني څيره نړیوالو خصوصا مسلمانانوته لاهم بربنډه کړي او اسلامي نړۍ به اړه وي چې په ټوليزه توګه ددغه  هيواد په ضد دمناسب عکس العمل په لارو چارو غور وکړي ، وحشي صفته امريکا دخپل تور تاريخ په اوږدو کې دګڼو هيوادنو اوملتونو په  ديني ، عقيدوي ، ملي او کلتوري  ارزښتونو تجاوز کړی او دهغو په وړاندېي داسې بي مسئوليته  حرکاتوته په خپل ملک کې اجازه ورکړې ده، په دې سره بايد ټول نړيوال خصوصا مسلمان ملتونه او  حکومتونه په خپلو کې سره يو لاس شي او ددغه مشترک غليم په وړاندې يو واحد او نه ماتيدونکی اتحاد را منځته کړي  ترڅو ددغو شريرو عناصرو هر عمل په خپل وخت کې مناسب او څوچنده ستوغ عکس العمل ولري  او په دې توګه دداسې سپکونکو ګوستاخيو مخه ونيول شي  ،  اسلامی امارت په هیواد کې په خپلو ټولو مجاهدينو هم غږ کوي چې ديرغلګرې امريکا دټولو هغوسپکاويو  په وړاندې کلک ودريږي چې زموږ دآسماني کتاب قرآن ، پيغمبر  او نورو معتقداتوپه وړاندې يې کړی  ، مجاهدين بايد دلته په افغانستان کې دجګړې په دګر کې  ديرغلګرې امريکا له عسکرو نه دهغو دحکومتونو دشومو اعمالو پوخ انتقام واخلي ، بل پلو اسلامی امارت  دهيواد په ټولو دينی علماؤ هم غږ کوي چې دامريکا دداسي غيرانساني کردار په اړه خپلو  مخاطبومسلمانانوته په خطبو او مواعظو کې پوره معلومات ورکړي او عامه ذهنيت دامريکاددې وحشي  کړنې  په وړاندې اوږدي مبارزې ته آماده او تنويرکړي .
دافغانستان اسلامی امارت
۱۴۳۳/۱۰/۲۵هق
۲۰۱۲/۹/۱۲م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x