نړۍ

قرضاوي: صهیونیانو سره په مال او ځان جګړه وکړئ

qarzawi
دکتور یوسف القرضاوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د مسلمان علماو نړیوال تنظیم مشر دوکتور یوسف القرضاوي تیره ورځ وویل، مسلمانان باید د صهیوني رژیم په خلاف جهاد ته را ودانګي، په مسجد اقصی کې د محاصره او مقاومت کونکو سره په مال او ځان مرسته وکړي.

نوموړي په خپل ټویټر اکاونټ کې ولیکل: څوک چې د صهیونیانو سره په ځان جګړه کولای سي، ودي کړي، څوک چې د مقاومت کونکو سره په مال مرسته کولای سي، ودي کړي، څوک چې هیڅ هم نه سي کولای، نو دعا دي ورته وکړي.

نوموړي وویل: زمونږ دیني وجیبه ده چې مسجد اقصی د دې «میکروب» څخه خلاص کړو، کوم چې په قتلونو، یرغلونو او اشغال باندي د مسلمانانو ځمکي تر ولکي لاندي کړي.

باید یادونه وشي چې تیره ورځ دوه ځلي یهودانو هڅه وکړه تر څو مسجد اقصی ته ننوزي او د مسلمانانو لوموړی قبلې ته توهین وکړي، خو په مسجد کې دننه د لمونځ کونکو او ساتونکو له لوري ورسره مقاومت وسو، چې په ترڅ کې مسجد ته بیا هم دروند زیان رسیدلی.

د خبرونو سره سم مسجد اقصی ته یو ځل اسرائیلي امنیتي ځواکونو د سهار لمانځه په وخت د ننوتلو هڅه وکړه، او دوهمه هڅه یې د ماپښین د لمانځه په وخت وکړه، هغوی یهودي متعصبین په مسجد کې دننه تخریب او توهین ته په داسي حال کې پرېښودل چې دوی به یې حفاظت کوی.

د القدس ښار د اوقافو مدیر وویل چې د الاقصی مسجد په دغه دوه منظم بریدونو کې ۱۸۰ یهودي متعصبینو او ۷۵۰ له بهرنیو هیوادونو څخه راغلیو یهودي او نورو سیلانیانو ګډون درلود.

نوموړي زیاته کړې مخکې له دې چې دوی په مسجد اقصی باندي برید وکړي، یهودي امنیتي ځواکونو مسجد ته د ننوتلو دروازې د مسلمانو لمونځ کونکو پر مخ وتړلې.

په دغه اخ او ډب کې یو شمېر فلسطیني لمونځ کونکي ټپيان شوي هم دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x