افغانستان

غزني: طالبانو مرکزي زندان مات کړی، ۴۰۰ بندیان یې خوشي کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): طالبانو تیره شپه د غزني ولایت په مرکزي زندان او ورسره نظامي کنډک ستر برید کړی، چې په ترڅ کې ۴۰۰ طالب او ملکي زندانیان له زندانه په تیښته بریالي شوي.

طالبانو چې خپل دغه عملیات بریالي بللې، ویاند یې ذبیح الله مجاهد د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره زیاته کړې ، برید تیره شپه په ۲ بجو پیل شو، په لنډه موده کې ټول زندان د ګڼ شمېر عسکرو تر وژل کېدو وروسته ونیول شو.

د طالبانو یوه خبریال عمران خلیل چې په فیسبوک ټولنیزه پاڼه کې هم فعالیت کوي، وویل ددوی «مجاهدینو او فدایانو» ډېر لوی او پر موکه کار وکړ، په لږو «شهیدانو» ورکولو سره وتوانېدل چې دومره لویه لاسته راوړنه ولري.

نوموړي زیاته کړه، زمونږ وروستي معلومات ښيي چې په دغه بریالي برید کې ۸۰ تنه طالبان خوشي شوي، او باقي ټول عام مسلمانان وه، چې د «کابل ادارې» له خوا په «ظلم او وحشت» صرف د پیسو په خاطر بندیان کړل شوي او تر سختو شکنجو لاندي ساتل کیدل.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې طالبان په دومره لویه کچه په ولایتي سطحه د مرکزي زندان څخه بندیان را خوشي کوي.

هغوی په کال ۲۰۱۱م کې د یوه اوږده تونل په واسطه چې اوږدوالۍ یې ۳۲۰ مترو ته رسیدی، خپل په سلګونو بندیان د کندهار ښار د مرکزي زندان څخه د شپې په توره تیاره کې وایستل.

ددې تر مخه په کال ۲۰۰۸م هم طالبانو د همدې زندان څخه په سلګونو نور زندانیان د شپې له خوا د چاودنو او جګړې په زور ایستلي وه.

د سیمي څخه ځايي خبریالانو او د غزني ولایت مرکزي زندان ته نیژدې اوسیدونکو د جګړو او زندانیانو د تیښتې خبرونه ورکړي، خو تر اوسه دولتي چارواکي په دې اړه چوپه خوله دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
basetkhan

که غم له غمه شرميدلای په ع غ به نه ورتلل جوړې جوړې غمونه دادالله تعالی يوڅرګندنصرت دی اوداباماغلامان شرم نه لري کنه داخويې والله ډيرلوی شرم وراړولی داددوی غروراوداددوی لافي چې هميشه غوري وهي اودارسوايې چې الله تعالی يې ورته رسوې اوس به څرنګه لوړګوري دطالب بنديخانه مسجددی خوتراوسه یوبندي دوی ورنه ازادنه کړاوده دوی خارداره محکمې کلاګانې اوداڅوم ګشت دی چې الله تعالی يې له رسوايې سره يې مخ کوي.

usman khan

واه طالبه ؛ تاریخ به دي کومي کارنامي ته په خپله سینه کي ځای ورکړي ، تاسو تاریخ حیران کړی ، چې ډیره لویه حافطه او اوږد عمر لري ، د زرهاوو اقوامو میلینونه کیسي یې په خپله حافظه کي ساتلي ، خو ده چې هرڅومره خپلي یادي سوی کیسي واړولي راواړولي خو ستا دکیسو مثل یې نکړی پکښې پیدا ، ځکه نو تاریخ ستا ایمان ، غیرت ، صبر ، استقامت ، قربانۍ ، قناعت او پر خپل اولس باندي رحم دلی ته سرنګون پروت دی ، ځکه نو تاته سلام .

الحاج استاذ بیانزی

په رښتیا هم چه طالبان د ستاینو او ویاړنو وړ خلک دی ، او دا زمونږ لویه نیکمرغی ده ، چه زمونږ په هیواد یی د ملایکو او حتی تر ملایکو هم اوچت خلک پیرزو کړی چه ټولی نړی ته یی ماته ورکړه او اسلامی هویت او حیثیت یی ژوندی وساتلو ، که دوی نه وی نړیوال دجالی استعمار د نړیوال حکومت یا په زمکه کی د خدایی اعلان کولو ، مګر او س هغه خپلی سوپرپاوری شرمیږی چه ځانته د نړی سوپرطاقت ووایاست ، دا په نړی کی لمړی ځل دی چه دا سی اشتهادیان ورته خدای ورکړی دغه… نور لوستل »

حامد

سياف ته احوال وكي جي د لوي مجاهد ! ! ! ! !دوستم سره زان غزني ته ورسوي . يوازي به فتواوو كار نه كيزي بل مجاهد ! ! ! ! علومي هم هير نكري .

حامد

سياف ته احوال وكي جي د لوي مجاهد ! ! ! ! !دوستم سره زان غزني ته ورسوي . يوازي به فتواوو كار نه كيزي بل مجاهد ! ! ! ! علومي هم هير نكري . هههههههههههههههه .

غوربندی

باتورو مجاهدينو
د مرحوم ملا صيب (يغمد الله في رحمته) روح په ورته لاسته راورنو سره خوشاله کری.

سطحي او سليقوي اختلافات د نسیان کندی ته وغورزوي، تر سو د مسلمانانو زخمي زرونه التیام شي.

دیر د خوشالي خبر وو

بارک الله فيکم و واعتصموا بحبل الله جمیعا !! و لا تفر قوا !!!

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx