افغانستان

لوګر: د ملي اردو نشيي عسکر ۳ ملکي وګړي په موټر وژلي، ۳ ټپيان دي – انځورونه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ د عیسی خیلو د سیمي اوسیدونکي وايي، تیره ورځ د ولسوالۍ د پولیسو یو تن عسکر چې په نشو روږد دی، د خپل رینجر موټر په واسطه ۳ ملکي وګړي مړه او درې کسه نور ټپیان کړی دی.

ددغه کلي یو تن اوسیدونکی رحمان ګل نن ټکی اسیا ته وویل چې عسکر د څړک په غاړه شپږ کسه تیرېدونکي ولسي وګړي هغه وخت په موټر ووهله، کله یې چې د نشې په حال کې موټر چلوی.

نوموړي وویل چې په دغه پيښه کې ۳ تنه ولسي وګړي مړه او ۳ کسان نور ټپيان شوي دي.

هغه د وژل شویو کسانو نومونه په لاندي ډول واخیستل:

۱- محمد عارف احمدزی د عبد الحکیم زوی .
۲- معلم محمد ولی احمدزی د مرحوم حاجی محمد نبی زوی
۳- عطا گل مسعود د بهرام زوی

نوموړي وویل چې ددې شهیدانو تر څنګ درې کسان ټپيان شوي هم دي، هر یو حمید الله احمدزی د پهلوان زوی، محمد امان نیازی د وکیل اشرف زوی او رحمت الله د محمد نعیم زوی.

هغه زیاته کړه چې پولیس د کاپيسا ولایت دی، د قومندانۍ مربوط دی، او اوس هم په قومندانۍ کې موجود دی.

باید وویل شي چې د ملي اردو په لیکو کې د نشه یي عسکرو وجود کومه نوې خبره نه ده، بلکې ددې تر مخه امریکايي او برتانوي عسکرو هم د ملي اردو د نشو څخه شکایتونه کړي او زیاته کړې چې دوی د عملیاتو په وخت هم هیرویین، چرس او نور نشه یې توکي کاروي.

تیره ورځ په ننګرهار ولایت کې د ملي اردو یو موټر چې په چرسو بار وو، د پولیسو له خوا د ملي اردو د څلورو منسوبینو سره یو ځای ونیول شو.

logar_shaheedan2 logar_shaheedan1 logar_shaheedan

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x