ټولنیزه برخه

د زابل او کلات لنډ تاريخي شاليد – اتمه برخه

ليکوال:شریف الله دوست (سرواني)

په تېر پسې…

شاه جوی

کله چي دشاه جوی دنامه ريښې ته وکتل سي او د فونولوژي او مور فولوژۍ له مخي يې ارکائيکه او قدامت ډا ډ ورکوي د (جو) کلمه لکه مخکي چي و ويل سوه سانسکريټ کي د ښاغلي او عزيز مانا لري.

شاه جوی د زابل ولايت ولسوالي ده په تيرو کرښو کي مو ولوستل چي هفتليان پنځلس سوه کاله پردې سيمه واکمن وه او دوی د خپل غښتلي پاچاه اخشنور په وخت کي دبرم او پرتم څښتنان وه ، دوی کي دوه واکمنان توره ويانا او مهرکولا چي دکهزاد صاحب او حبيبي صاحب دواړو په وينا پښتو نومونه دي په کتيبو او سکوکي د جيوله (Jauvla) قبيلي څخه بلل سوي، چي دکوشاني عمر په يوناني رسم الخط کي د (زوبل = زابل) په بڼه راغلي (1) چي ياد تاريخي اسناد پرپورتنۍ ريښې دلالت کولای سي چي اوسنی (شاه جوی) به په قوي احتمال هغه پخوانی ( شاه جيوله) وي ، يعني د(جيوله قبيلې ) دښاغلو شاهانو ټاټوبی ، چي دو خت په تيريدو سره (شاه جيوله) په (شاه جوی) باندي اوښتی دی ، علامه رشاد بابا وايې : ماته د رتابيله يارتبيل شاهانو کورنۍ زنبيله جوبيله ښکاري چي د زابل پاچاهان وه په زابل (زون + بل) کلمه يې دلمر مانا ښندي .

فردوسي (۴۱۱ هجري مړ) په شاهنامه کي د شاه جوی کلمه راوړي ده، خو تيروتنه بايد ونه کړو ځکه مطلب يې زموږ شاه جوی سيمه نه ده بلکي بيل مفهوم لري.
دنمونې لپاره يې بېلګه داده:

بګشتند از آن جايګه (شاخ جوی)
بريګ وبيابان نهاد ندروی
همه کندروی وهمه خسته روی
همه شاه ګوی وهمه شاه جوی
يکايک به خسرو نهادند روی
سپاه و سپهبد همه شاه جوی
(فردوسي)
که اتلس قريه های افغانستان ته سر ور ښکاره کړو هغه چي ۱۳۵۳ لمريز کي ليکل سوي دي وبه ګورو چي په زابل کلات کي اوس هم زيات د ځايو نومونه خوندي دي چي تاریخي ریښې لري،لکه :
(سراسپ) مرکز کلات کي، (چوغور)، (چهل درختان)، ګرماب(کرمان) ، (کشاني)، (لوړ کشت) (په جلدک کي) ، (سره شاه) په جلد ک کي. ملتا (ملتان) (جلدک کي) کوشک، شيکان، تاخم شيکان په ميزانه کي ، موکور ک زيارت ، ګوريګک ، کندلان، يرګه تو، کرنګ، توغرات، خواجه ګوک ، په ميزانه کي، هنګی او رګومی ، اندرشار، شش ګاوو، سنځر، امک هنګی، په شاه جوی کي ، کرتکه ، دايچوپان کي ، تنګي نيکان، بولان، پنګي، ګرجی، هوشيان، ساربان(سروان) خيل، کروړي(امیرکروړجهان پهلوان ته منسوب؟)، په شنکۍ کي، اتغر، شنګلون، اغرګی، ورغر،کړومی، سترياني کلا، شملزو ولسوالۍ کي (2 ) هغه نومونه دي چي لويه تاريخي فلسفه يې ترشاپرته ده، که لغوي او تاريخي وڅېړل سي وجه تسميې يې پيداسي دابه د زابل کلات پرتاريخي شتمنۍ يوه لويه زياتونه وي.

د زابل اداري تشکیلات :
زابل ولایت دافغانستان یو تاریخي لرغونی ولایت دی چي په دفردوسي په شهنامه کي د زابلستان او زاولستان په نومونو یاد سوی دی او د اسلامي دورې ډیرو نورو تاریخونو او جغرافیو کي یې یادونه سوې ده .
زابل ولایت د اداري تشکیلاتو له مخي تر ډیره وخته د کابل ولایت سره وتړل سو په ۱۳۴۱ لمریز د غزني ولایت سره وتړل سو او په ۱۳۴۳ لمریز د یوه ځانګړي ولایت په توګه ونومول سو.

ولسوالۍ :
1.    جلدک
2.    مېزانه
3.    شاه جوی
4.    ارغنداب
5.    ډایچوپان
6.    شینکۍ
7.    اتغر
8.    شملزۍ
9.    د ولایت مرکز (کلات) ( 3)
څلورخواوي :
زابل ولایت د ختیځ له لوري په غزني ولایت ، لویدیځ خوا په کندهار پوري ، شمال ته په روزګان پوري او سویل خوا ته په سویلي پښتونخوا پوري نښتی دی.

مساحت :
د زابل ولایت ټول مساحت (۱۸۷۰۰ )کیلومتره مربع مساحت لري ، مرکز کلات مساحت يې (۱۶۶۸) کیلومتره مربع دی له پلازمیني کابل څخه (۳۵۳) کیلومتره لري پروت دی .

اخځلیکونه:
1 –  وګورئ، پوهاند علامه حبيبي ، جغرافيايې تاريخي افغانستان ، چاپ دوم، ۱۳۸۶ ،۲۵۶ مخ.
2-  اتلس قريه های افغانستان ، درېيم ټوک ، زابل ولايت برخه ، ۱۳۵۳ کابل چاپ، ۱۳۸۰ ۱۳۸۶ مخونه.
3- : اورنګ زیب ، ارشاد افغانستان پېژندنه ، دانش خپرندویه ټولنه ، ۱۳۸۴ ، ۱۵۱ ، ۱۵۲ مخونه.

ددې لیکني نوري برخي او د لیکوال نوري لیکني په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/sharifullah_dost

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x