نړۍ

بلوچستان : مخ پټو وسلوالو لس تنه کارګر په ډزو ووژل

دپاکستان دبلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې نن مخ پټو  وسلوالو لس  تنه  کارګر په ډزو وژلي او څلور نوریې ټپیان کړي دي .

درسنیزو معلوماتو له مخې کارګرو دمستونګ سیمې په دشت سیمه کې په سرک کار کاوو ، چې دناپیژاندو  وسلوالو له برید سره مخامخ شول ، دکارګرو په وینا وسلوالو لومړی پښتانه او بلوڅ کارګر سره جلا کړل ، وروسته یې یوازې پښتانه کارګر په ډزو ووژل .

په وژل شویو لسو تنو کې څو تنه دافغانستان دغزني ولایت اوسیدونکي دي ، چې دیوه کور دری تنه هم په کې شامل دي .

د وژل شویو دکورنۍ غړي وایي ، چې دوی لومړی لوټ شوي او بیا په توپانچو ویشتل شوي دي  .

بلوڅ وسلوال چې په بلوچستان کې دنورو سیمو اوسیدونکو ته دکار او مزدورۍ اجازه نه ورکوي له دې وړاندې یې هم  هزاره ، پنجابي ، بهاریان او دنورو  اقوامو سره تړاو لرونکي خلک وژلي دي  ، بلوڅ وسلوال  سره له دې چې له پښتنو سره محتاط دي ، خو دا پیښه ښيي ، چې نور ددې ايالت په بلوڅ میشتو سیمو کې پښتانه هم په امن نه دي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x