fbpx

۲۹ سلنه امریکایان اوس هم اوباما مسلمان بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): په امریکا کې د نویو ترسره شویو نظر پوښتنو پر اساس ویل شوي چې ددغه هیواد ۲۹ سلنه امریکایان اوس هم په دې باور دي چې ددوی ولسمشر باراک اوباما په دین مسلمان دی.

دغه نظر پوښتنه چې ۱۰۱۲ کسانو په کښي ګډون کړی، د امریکا ددوو مشهورو ګوندونو جمهوریانو او دیموکراتانو په دواړو څخه نیم په نیمی پوښتنه شوې چې د اوباما د دین په اړه څه نظر لري.

د اباما د شخصیت په اړه دغه نظر پوښتنه د (سی ان ان) امریکایی ټلویزوني شبکي له لوري ترسره شوي او پایله یی (دا ویک) په نامه یوې امریکایي مجله کي خپره شوې ده.

د مجلې د راپور سره سم په دغه نظر پوښتنه کې ۲۰٪ سلنه امریکایانو ویلي چې باراک اوباما له امریکا څخه بهر زیږیدلی دی او ۹ سلنه امریکایان بیا دغه خبره په یقین سره کوي وایي مونږ باور لرو او دلائل وړاندي کوو چي اباما په امریکا کې نه دی زیږیدلی.

مجله وایي که څه هم ثبوتونه او اسناد وړاندي شوي دي چی اوباما د هاوای په ایالت کې زیږیدلی او له عیسوي دین سره تړاو لري خو بیا هم ځیني خلګ پر نوموړي ګمانونه کوي او شک لري چي اباما امریکا کې نه بلکه بهر زیږیدلی او د اسلام له دین سره تړاو لري.

مجله لیکي شپږ کاله تیر شول، اوباما د امریکې په متحده ایالاتو واکمن او ولسمشر دي، خو بیا هم تر اوسه پوري د اوباما د شخصیت په اړه شکونه را پورته کیږي.

سپينی ماڼي له دي څخه مخکي هغه وخت د اوباما د زوکړي سند پر انټرنیټ خپور کړ کله چي په ۲۰۱۱ زدیږ کال کي د اوباما د یو مخالف لوی سوداګر او سیاست پوه ډونالډ ترامب له لوري دا خبر را پورته شوه چی اباما په امریکا کي نه بلکه کینیا کي زیږیدلی دی، که څخه هم د ترامب د تور په مقابل کي سپیني ماڼۍ د اوباما د زوکړي په اړه اسناد خپاره کړو خو تر اوسه پوري د ډونالډ ټرامب باور ندي شوی او اوباما ته د یو امریکایی په سترګه نه بلکه د کوم بهرني هیواد د تبعه په سترګه ګوري.

باید وویل شي چې اوباما د کینیائي مسلمان پلار او امریکايي عیسوی مور څخه په امریکا کې زیږیدلی، په امریکا، کینیا، انډونیزیا او پاکستان کې وړوکوالی تېر کړی. پوره نوم یې باراک حسین اوباما دی.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د