نظــر

عروس البلاده ! مبارک دې شه

لیکوال: قاري حبیب

سهار ملا  آذان وخت و، تر بالښت لاندې مې مبایل د ویښېدا  زنګ پیل کړ، دا چې سخت خوب راتلو لاس مې ور اوږد کړ او په پټو سترګو مې زنګ بند کړ، خو سوچ راولوېد چې څو بجې دي او لمانځه ته څومره وخت دی، مبایل مې ددې لپاره روښانه کړ، چې له ساعت څخه یي وخت معلوم کړم، خو ګورم چې د مبایل په مخ رساله پرته ده.

رساله یا لنډ لیکلی پیغام مې خلاص کړ، پیغام د اسلامي امارت د فرهنګي کمیسیون د تیلفوني مسیج لیږونکي لخوا رارسیدلی و، چې په کې لیکلي و: عاجل خبر –  دغزني زندان مات او ۴۰۰ زنداني مجاهدین ازاد شول.

خبر هېښ کړم، فکر مې وکړ خوب وینم ، خو سترګې وغړولې، سره له دې چې شپه او تیاره وه مګر ویده نه وم، د سهار و د آذانونو روح بښونکي انګازې مې اوریدې او ویښ وم، یو ځل بیا مې مسیج ولوست ، په مسیج کې راغلي و، تیره شپه دوه بجې د غزني په مرکزي محبس طالبانو برید کړی، د څو پوستو له کښلو وروسته محبس ته رسیدلي او په دې توانیدلي چې محبس مات او ټول زندانیان په خوندي توګه  له زندان څخه راوباسي او امن  ساحو ته یي ورسوي.

یو بې تعبیر حالت راباندې راغی، دالله تعالی شکر مې ویوست ، د غمونو او فکرونو په دې هجوم کې الله تعالی یو داسې خبر رالورولی و، چې فوق العاده خوشالوونکی و، داسې خبر چې هیڅ تمه مې یې نه درلوده ، رښتیا الله تعالی زموږ تر ګومانونو او اټکلونو  ډیر لوړ او ډیر زیات مهربان دی .

بندیان او محبوسین ښایي په مظلوم افغانستان کې تر ټولو مظلوم قشر وي، هغه چې د کیوبا، بګرام، قندهار او پلچرخي غوندې دوزخونه یې په ځورولو ستړي شول، د ع او غ تر مشري لاندې د نوي حکومت راتګ په دې مظلوم قشر  په ظلم د پاسه نور ظلم هم شروع کړ.

د ټولو بندیانو دوسیې او د خلاصیدو لپاره فرامین یي تعلیق کړل، هغه بندیان چې یوازې د اسلام او افغانیت په جرم  نیول شوي او بیا یي دکلونو کلونو په تیرولو سره  خپلې دحبس مودې هم پوره کړې دي، امریکایي متفکر ورباندې د ظلم د پاسه دا ظلم وکړ، چې ټول یي تر نامحدود وخت پورې فوق العاده په حبس محکوم کړل، زیاتره یې دوباره بګرام ته ولیږل تردې چې د بګرام دزندان ټول بلاکونه یې له نوې سره بیا د افغانستان په  غیرتي زامنو ډک کړل.

خو که له یوې خوا ددې هیواد تر اسمان لاندې داسې ظالمان شته چې د بندیانو غوندې په مظلوم قشر یي زړه نه یخیږي له بلې خوا داسې غیرتي  او خواخوږي شازلمي هم شته چې د خپل سر په بیه ددغو سپیڅلو زولانه  مؤمنانو آزادۍ ته لار برابروي.

تېره شپه د هیواد په زړه کې د تاریخونو او عظمتونو ښار ، عروس البلاد غزني د همداسې یوې حماسې شاهد و، هوکې تیره شپه ګڼ شمیر سر په لاس  او ایثارګرو مجاهدینو د غزني ښار په مرکزي محبس برید وکړ، په پوره جرأت یي امنیتي خنډونه مات کړل، د زندان دروازو ته یي ځانونه ورسول  او بیا یي په پوره خونسردۍ  سلګونه تنه بندیان  هغه چې د اسلام او افغانیت په جرم زولانه شوي و له زولنو آزاد او له ځان سره یي مفتوحه سیمو ته انتقال کړل.

داستره فتحه واقعا  څو کاله وړاندې د کندهار د سرپوزې د زندان د ماتولو په شان لویه حماسه ده، ددې سترې فتحې او ازادۍ مبارکي له ټولو وړاندې  نجات میندلو  زندانیانو ته وایم، دهغوی کورنیو ، دهغوی مور او پلار، خپلوانو هغه چې دخوښۍ له اوښکو په لبریزو سترګو به نن د خپلو  زامنو دیدار کوي، هغوی ته یي مبارکي وایم  او په پای کې یي د عظمتونو او شهکارونو ښار غزني ته مبارکي وایم هلته چې د سلطان محمود اصیلو زامنو یوځل بیا د فتحې او ویاړ تاریخ رابرسیره کړ.

عروس البلاده ! مبارک دې شه

شاعر رښتیا ویلي و

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x