افغانستان

ملګري ملتونه: په تیر کال کې غذائي امنیت هم خراب شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): په افغانستان کې د هغو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې د خپلو ځمکو خرڅولو ته اړ کیږي او یا هم د خپلو دوستانو او قریبانو کومک ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د غذا او زراعت ادارې (فاو) په خپل وروستي راپور کې ویلي چې په تیر یوه کال کې په افغانستان کې د غذاء قلت او امنیت تر پخوا ډیر کم سوی.

دغه راپور کې راغلي چې د روان کال ۲۰۱۵ کې بیا هم افغانستان کې په ډیرو سیمو کې وچ کالي دوام لري، چې له کبله یې د غذاء امنیت کمښت د ۴.۷ څخه ۵.۹ سلني ته ورسید.

په دې معنی چې ۱.۵ ملیون کسان اوس مهال په افغانستان کې د غذاء د سخت کمښت څخه متاثره دي، او دا شمېر په تیر کال کې ۳۱۷۰۰۰ کسه زیات سوی، ددې څخه علاوه ۷.۳ ملیون کسان نور هم داسي سته چې هغوی په نسبي ډول د غذاء د کمښت سره لاس او ګریوان دي.

راپور کي راغلي چې په افغانستان کې په ولسي کچه د غذائي امنیت بحران مخ په زیاتېدو دی، ډیری خلک خپلو ځمکو خرڅولو ته اړ کیږي، او ډیری خلک په داسي کارونو بوخت دي، چې د بیړنیو حالاتو په پيښېدو کې به د سخت فقر او لوږي سره مخ سي.

د راپور سره سم د هغو افغانانو شمېر هم زیات سوی څوک چې په مایوسونکي کارونو بوخت دی، فاو ویلي چې ددغو کسانو شمېر د ټول افغانستان په سطحه ۲۰ سلنه دی.

د ملګرو ملتونو د غذاء د نړیوال سازمان کارپوه کلود جیبیدار چې په دغه سازمان کې د قطر هیوا مسؤول هم دی، وویل کله چې ولسي وګړي داسي کړنو ته مخه کړي، لکه ځمکي خرڅول، په داسي کارونو بوختېدل چې راتلونکی نه لري، د غذا او ورځنیو حاجتونو د پوره کولو لپاره پر دوستانو او قریبانو تکیه کول – بیا دغه خلک د بیړنیو حالات سره د مقاومت لپاره په لاس کې هیڅ نه لري.

نوموړي زیاته کړه په داسي یو هیواد کې چې په هغه کې د ولس دریمه برخه د غذائي امنیت سره لاس او ګریوان وي، دا یو ډیر بد او خواشینونکی حالت دی.
نوموړي زیاته کړه چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې به د هغو کسانو شمېر به په څو چنده زیات سي چې په عاجله توګه به غذا او انساني کومکونو ته اړتیا ولري.

یوه بل کارپوه تومیو شیکیري وویل: که څه هم افغانستان به په روان کال کې تر تېر کال لږ زیات غنم وکري، خو خو بیابه هم ډیر شمېر وږي او فقیر خلک ونه توانیږي چې دغه غنم له بازاره رانیسي.

نوموړي زیاته کړه چې اصل مسله داده چې ولس غذا ته لاس رسی ولري، دا نه ده چې څومره انتاج کوي.

نوموړي زیاته کړه چې هغو کورنیو سره باید په خاصه توګه کومک وسي چې ښځي یې سرپرستي کوي او هغه چې په خپل هیواد کې دننه د جګړو له کبله مهاجرت ته اړ شوي دي.سره مخ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x