نظــر

سياف خانه! استشهاد که انتحار؟ ( ۳ برخه )

Sayyaf1…په تېر پسې

استشهاد دېته ویل کېږي چې یو مسلمان دفقر او مسکنت له وجې، نه، په دنیا کې د زړه تنګوالي له کبله, نه , دکورني تاوتریخوالي له کبله، نه، بلکې د الله جل جلاله درضا او له خپل ځان، خپل کور، خپل دین او خپل وطن نه د دفاع لپاره ځان ىمرګ کومي ته ور غورځوي، زړه یې غواړي چې ښه ژوند ولري، ښه کور ولري، ډېر بچیان ولري، مګر د کفارو د شړلو او له هغوی نه د خپل کور د ژغورلو له کبله له دې هر څه نه تېر شي، او دا د هر غیرتي انسان خوی وي، چې په خپل کور، او خپل ننګ او آبرو باندې له سر نه هم تېرېږي، که څه هم چې مسلمان نه وي.

 نو هر کله چې یو مسلمان دغه رنګه کار کوي دیته استشهادي یا فدایي ویل کېږي، دغه رنګه شهامت او غیرت ته به فکر نه کوم چې عاقل انسان انتحار ووایي.

دلته يو ټکی دپام وړ دی، هغه دا چې له جهاد نه یوازینۍ موخه دا نه ده چې مسلمانان دې پکې شهیدان شي، د جهاد تر ټولو ستره موخه د الله جل جلاله د دین لوړول او د کفر له منځه وړل دي، هو شهادت د جهاد له موخو نه یوه موخه ده ځکه هغه درجې چې الله جل جلاله په جنت کې د شهیدانو لپاره ټاکلې او غوره کړې دي، هغه پرته له شهادت نه په بل څه نه تر لاسه کېږي، نه په علم ترلاسه کېږي، نه په ذکر، نه په لمانځه، نه په روژه، نه په حج او نه هم په نورو عبادتونو، هو په هغه وخت کې چې جهاد فرض عین وي.

 او دجهاد بله موخه دا ده چې الله جل جلاله مومنان آزمایي چې د ده امر مني او که نه؟ ځینې خلک چې دسیاف غوندې پروفیسرانو په مکر او منافقت تېر وتلي،  داسې فکر کوي چې جهاد هسې یو جنګ دی که چا وکولو او که یې ونه کولو څه خبره نه ده، مګر نه کله هم داسې نه ده، جهاد له هر څه نه د مخه د الله جل جلاله امر دی، عبادت دی، لکه څنګه چې لمونځ کول، روژه نیول، حج کول، زکات ورکول عبادتونه دي، همدا رنګه جهاد هم یو عبادت دی، یو مسلمان چې جهاد کوي, نو له ټولو نه د مخه یې باید نیت دا وي چې دا د الله جل جلاله امر دی، او دا ضروري نه ده چې جهاد كول بايد هغه رنګه نتیجه ورکړي كومه چې ځینې خلک یې غواړي, نوح عليه السلام نه نيم سوه ( 950 ) كاله دعوت وکړ، مګر دګوتو په شمار کسانو ایمان پرې راوړ، مسلمان په دې مکلف دی چې دالله تعالی له حکم سره سم دوخت او ځای په نظر کې نیولو سره خپل مسولیت ادا کړي دا چې نتیجه څه کېږي هغه دالله تعالی کار دی، الله جل جلاله په خپلو کارونو له بل هر چا ښه پوهېږي.
او کوم چې انتحار دی هغه بیا په اسلامي شریعت کې بالکل ناروا او یوه لویه ګناه ده، انتحار دېته ویل کېږي چې یوکس د دنیا له ژوند نه په تنګ شي، یا د کور له تاو تریخوالي نه په تنګ شي، يا له فقر او مسکنت نه په تنګ شي، له ډېر زړه پتنګوالي نه آخر دې ته ورسېږي چې ځان ووژني، لکه څه رنګه یې چې په غرب کې دپروفیسور دوستان کوي،  کله له لوړ پوړيزو بنګلو نه ځانونه را ګوزاروي، کله د موټرو او ریل ګاډو مخې ته ځانون ورغورځوي، کله خپله ځان په ټوپک یا کوم بل څه باندې ووژني، او یا هم کله زار وخوري، دموثقو احصاییو له مخې په امریکا کې هر کال تر پنځه ویشت زره زیات خلک انتحار کوي، همدا رنګه په بریتانیا، فرانسه، ایټالیا او نورو ګڼو کفري هېوادونو کې، دغه لنډ څو ورځې وړاندې په جنیف کې دروغتیا نړیوالې ټولنې دځانوژنې دمخنیوي دنړیوالې ورځې دلمانځلو پر مهال اعلان وکړ چې دنړۍ په کچه هر کال یو ملیون خلک ځانوژنه کوي!!!
 او دا شمیرنه له هغو نه لوړه ده کوم چې په جګړو کې وژل کېږي،  دحیرانتیا ځای دا چې هر کال شل میلیونه خلک دځاوژنې هڅې کوي خو یوازې یو ملیون یې خپل هدف ته رسېږي، نوموړې ټولنه وايي چې تر ټولو زیاته ځانوژنه په پر مختللیو هېوادونو کې را منځ ته کېږي، ځينې نورې سر شمېرنې وايي چې یوازې په چين کې دملیون څلورمه برخه ( ۲۵۰۰۰۰ )   خلک ځانوژنه کوي، دیادونې ده لکه څه رنګه چې پورتنۍ ټولنې ویلي زیاتره ځانوژنې دپروفیسور سیاف خواږه دوستان ( کفار ) کوي!!
اسلام مسلمان ته د دغه رنګه کار اجازه نه ورکوي او دا یوه لویه ګناه بولي، په دې اړه امام مسلم صیب په خپل صحیح کې داسې روایت راوړی دی: (عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- مَنَ قَتَلَ نَفْسَهُ بِحَدِيدَةٍ فَحَدِيدَتُهُ فِى يَدِهِ يَتَوَجَّأُ بِهَا فِى بَطْنِهِ فِى نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا وَمَنْ شَرِبَ سَمًّا فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَهُوَ يَتَحَسَّاهُ فِى نَارِ جَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا وَمَنْ تَرَدَّى مِنْ جَبَلٍ فَقَتَلَ نَفْسَهُ فَهُوَ يَتَرَدَّى فِى نَارِجَهَنَّمَ خَالِدًا مُخَلَّدًا فِيهَا أَبَدًا ) صحيح مسلم : باب غلظ تحريم قتل الإنسان نفسه, اول جزء, 72 صفحه.
 له ابو هریره رضی الله عنه روایت دی، ده وویل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: (که چا خپل ځان په اوسپنه سره ووژلو، نو همدغه اوسپنه به يې په لاس کې وي، همېشه او تل تر تله به يې د دوزخ په اور کې په خپله خېټه کې وهي، او که چا زار وڅښل،او خپل ځان یې ووژلو، نو همېشه او تل ترتله به یې په دوزخ کې غوړپوي، او که چا ځان له غره نه راګوزارکړ او ځان یې ووژلو، نو همېشه او تل ترتله به په دوزخ کې همدا رنګه را ګوزاریږي‎.
  دغه مبارک حدیث په ډاګه وايي چې که چا زهر وڅښل یا یې ځان په کومه بله توګه ووژلو نو په همغه توګه به په آخرت کې هم کړول کېږي, او په دې خو ټول پوهېږي چې زهر هغه څوک خوري چې له ژوند نه په تنګ وي، په چاړه هغه څوک ځان وژني چې غواړي خپل ځان ددنیا له ستونزو نه بې غمه کړي،  مګر مكار سياف په خورا بې شرمۍ، سپین سترګۍ او وچه ناروا سره دغه حدیث شریف چې صراحتا دانتحار او ځانوژنې په اړه راغلی داستشهادي مجاهدینو په اړه بولي! او دی خپله تر بل هر چا ښه پوهېږي چې څومره ستر جک وهم!  
 دا دي ټول ګورو چې د استشهاد او انتحار یا شهادت غوښتنې او ځان وژنې ترمنځ توپير لکه ځمکه او آسمان دومره دی.
  استشهادي مجاهد په دې خبره ښه پوهېږي، چې دڅه لپاره ځان قربانوي، ځکه خو ټول داستشهادي مجاهدینو وصیتنامې ګوري او اوري یې, هغوی په خورا رسا توګه وايي چې دغه رنګه برید مونږ یوازې او یوازې د الله جل جلاله د رضا او له خپل دین او ولس نه د دفاع لپاره کوو، نه له دې وجې چې مونږ په تنګ یو.
 او په رښتیا هم چې همداسې ده ځکه ټول ګوري چې هغوی په څومره خوشالۍ او په له خندا ډکو خولو او څېرو سره دا خبرې کوي، مرګ ته ور دانګل د انساني فطرت له مخې خورا ګران کار دی، یو څوک چې په دې پوه شي چې اوس یا یو څه وخت وروسته به وژل کېږي نو هسې بې واکه یې پرڅېره خپګان را برسېره کېږي، که دی هر څومره هڅه وکړي چې ځان خوشاله وښيي مګر بیا هم نه کېږي.
 د دې لامل دا وي چې اصلا د انسان ټول بدن او غړي د زړه په واک کې دي، زړه د انسان د بدن ټولواک دی، که زړه ډاډه وي نو بیا ټول غړي ډاډه وي، او که زړه ستړی یا خپه وي بیا نو ټول بدن ستړی او خپه وي. مونږ ګورو چې د دغو سرښندونکو اتلانو څېرې څومره خوشاله وي دا ځکه چې د دوی زړونه په الهي ډاډګیرنه ډاډمن وي، له مرګ نه هېڅ اندېښنه نه لري، د خپل پالونکي په ژمنو او جنتونو باندې یې ایمان داسې ټینګ وي چې د دنیا له ټولو ښو او بدو نه جلاوالی یې په زړه باندې هېڅ اغېزه نشي کولای، سره له دې چې پلرونه، میندې خویندې، وروڼه دوستان او د ځینو لا اولادونه به هم ور یادېږي.
 خو له دې ټولو سره سره د دوی په مبارکو او د ایمان په نور ښایسته څېرو کې هېڅ د غم او خپګان وړې وړې نښې هم نه تر سترګو کېږي، او دا هغه څه دي چې د نړۍ کفار يې په حیرت کې اچولي دي،او په دښمن چې نوره لار ورکه شي بیا نو تبلیغات کوي، درواغ وايي، مصطلحات سره ګډوډوي.
 متاسفانه! چې ډېر ښه مسلمانان په تېره بیا ځينې هغه کسان چې په قرآن او حدیث باندې هم یو څه پوهېږي په خپلو ورځنیو خبرو کې فدايي مجاهدینو ته خود کش او ځانمرګي وايي، او دا د دغو اتلو سرښندونکو په حق کې خورا لوی ظلم او جفا ده، باید په کلکه سره ډه ډه ترینه وشي، ځکه دا په حقیقت کې هغوی ته کنځل کول دي، که دقیامت په ورځ همدغه سرښندونکي مجاهدین ووايي چې مونږ خپلې غوښې، هډوکي او ویني له دین او اسلام نه قربان کړې، په خپلو وینو او غوښو مو له تاسو او ستاسو له اولادونو او خاورې نه دفاع وکړه، او تاسو بې غمه مزې او چړچې کولې، ددې پر ځای چې تاسو مونږ ستایلي وای تاسو مونږ ته خودکش او ځانمرګي ویل؟ نو بیا به زمونږ ځواب ورته څه وي؟   
که یو مسلمان پوهېږي او بیا شهادت غوښتنې ته ځان وژنه وايي دا لویه ګناه ده، او که څوک په ناپوهۍ کې دا خبرې کوي، هغوی باید ځان پوه کړي.
اوس به داستشهادي بریدونو په اړه قرآن كريم ته راشو, امام مسلم صيب په خپل صحیح کې په دیرشمه پاره، دسورت البروج په تفسیر کې د ( أصحاب الأخدود ) په اړه  له صهیب رومي رضی الله عنه نه چې یو جلیل القدره صحابي دی یو اوږد روایت راوړی، زه یې دلته یوازې ترجمه راوړم تر څو خبره ډېره اوږده نشي، هغه وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: له تاسو نه په مخکې خلکو کې یو پادشاه و، هغه یو کوډګر درلود، کله چې بوډا شو، پادشاه ته یې وویل: زه خو دادي بوډا شوم، یو هلک را ولېږه چې کوډې ور زده کړم، هغه یو زلمکی ور ولېږلو، کوډګر به کوډې ور ښودلې، یوه ورځ په لاره روان و که ګوري په یو بزرګ ور برابر شو، نو ور سره کیناست، دهغه خبرې یې واورېدې او خوښ یې شو، له دې وروسته به چې کله کوډګر ته ورتلو، بزرګ ته به هم ورغی، ور سره به کېناست، خو کله به چې کوډګر ته راغی هغه به ورته غوسه شو چې ولې ناوخته شوې او وبه یې وهلو، زلمکي بزرګ ته شکایت وکړ، بزرګ ورته وویل چې کله له کوډګر نه یرېدې نو ورته وایه چې په کور کې یې وځنډولم، او که له کور نه یرېدې نو ورته وایه چې کوډګر وځنډولم، زلمکي همداسې کول، یوه ورځ ګوري چې یوې لویې بلا دخلکو لاره بنده کړې، له ځانه سره  یې وویل چې زه به نن معلوموم چې کوډګر په حقه دی او که بزرګ؟  نو یې یوه ډبره را واخیسته، او ویې ویل: اې الله که دبزرګ کار تاته دکوډګر له کار نه ښه وي نو ته دغه بلا ووژنې تر څو دخلکو لاره خلاصه شي، له دې سره یې بلا وویشته او وویې وژله، دخلکو لار خلاصه شوه، زلمکی بزرګ ته راغی او کیسه یې ورته وکړه، بزرګ ورته وویل: اې زویکیه! ته نن له مانه بهتره يي، زه ګورم چې ته ډېر لوړ مقام ته رسېدلی یې، او زر ده چې ته به آزمایل کېږې، خو که ابتلا درباندې راغله نو ما چا ته مه ښيه، زلمکي به ړانده اوبرګي مرض والا رغول، او دخلکو دګڼو نورو ناروغیو علاج به یې کولو، په دې کې دپادشاه یو ملګري چې ړوند شوی و، دا خبر واورېد، نو یې ډېر تحفې ورته راوړې، او ورته ویې ویل: دغه څه چې دلته دي دا ټول ستا، خو که دې زه روغ کړم، زلمکي ورته وویل: زه هېڅوک نشم رغولی، یوازې الله جل جلاله رغول کوي، که ته په الله باندې ایمان راوړي زه به دعا درته وکوم، الله به دې روغ کړي، دپادشاه ملګري ایمان راوړ، او الله جل جلاله شفاء ور کړه ، نو دمخکې په شان پادشاه ته راغی او ورسره کېناست، پادشاه ورته وویل: دا سترګې دې چا روغې کړې؟ ده ورته وویل زما رب! پادشاه ویل: آیا له ما پرته ته بل رب لرې؟ ده ویل: زما او ستا رب الله دی، نو يې شروع پرې وکړه، تر هغه یې کړولو تر څو چې یې زلمکی ور وښود، زلمکی يې راوست، پادشاه ورته وویل: زویکیه! ستا کوډې خو دې حد ته رسېدلې دي چې ړانده او برګي مرض والا روغوي، او داسې کوې او داسې کوې!! زلمکي ورته وویل: زه هېڅوک نشم رغولی، یوازې الله جل جلاله رغول کوي، هغه یې هم ونیو تر هغه یې کړولو تر څو چې بزرګ یې ور وښود، بزرګ یې راوست، هغه ته یې ویل: له دېن نه دې واوړه، هغه ونه منله، نو یې اره راوړه، پر سر یې ور کېښوده، تر پښو پورې یې  دوه ټوټې کړ، بیا یې هغه خپل ملګری راوست هغه ته یې ویل: له دین نه دې وګرځه، هغه و نه منله، اره یې پر سر وکېښوده تر پښو یې دوه ټوټې کړ، بیا یې زلمکی راوست او ورته ویې یل: له دین نه دې وګرځه، هغه ونه منله، نو یې دخپلو کسانو یوې ډلې ته ورکړ، او ورته ویې ویل: دا دپلاني غره څوکې ته وخېژوئ، چې څوکې ته یې ورسېدئ که له خپل دین نه ورګرځېد خو ښه، او که نه دغره له څوکې یې را ګوزار کړئ، هغوی دغره څوکې ته وخېژولو، ده وویل: اې الله ما یې له شر نه په داسې توګه وژغورې چې ستا خوښه وي، یو ځل پر دوی غر وخوځېد ټول ترې را ګوزار شول، او دی روغ پادشاه ته راغی، پادشاه ورته وویل: هغه کسان چې در سره وو څه شول؟ ده ورته وویل الله یې چاره وکړه، بیا یې یوې بلې ډلې ته په لاس ور کړ، او ورته ویې ویل: بو یې زئ په یوه کښتۍ کې یې سپور کړئ، کله مو چې دسمندر منځ ته ورسولو که له خپل دین نه وګرځېد خو ښه او که نه پکې ور ګوزار یې کړئ، کله چې دسمندر منځ ته ورسېدل، ده وویل: اې الله ما یې له شر نه په داسې توګه وژغورې چې ستا خوښه وي، له دې سره یو په یو کښتۍ پرې واوښته، دوی ټول په کې ډوب شول، او دی روغ پادشاه ته راغی، پادشاه ورته ویل: هغه کسان چې درسره وو څه شول؟ ده ویل: الله یې چاره وکړه، نو یې پادشاه ته وویل: ته تر هغه  زما وژونکی نه شې کېدی، تر څو چې هغه څه ونه کوې کوم چې زه درته وایم، پادشاه ویل هغه څه دي؟ ده ویل: خلک به په یو ځای کې را ټول کړې، بیا به ما د ونې په یوه ډه ډه را وځړوې، بیا به زما دغشو له کڅوړې یو غشی را واخلې، په لینده کې به یې کېږدې، او بیا ووایه: دهغه الله په نامه چې ددغه زلمکي رب دی، او بیا مې ووله، هر کله چې تا په همدې ډول عمل وکړ نو زه به دې وژلی یم، پادشاه خلک په یو ځای کې راټول کړل، او دی یې د ونې په یوه ډه ډه را وځړولو، بیا یې دده له کڅوړې یو غشی راواخیست، په لینده کې یې کېښود، بیا یې وویل: بسم الله رب الغلام، او بیا یې وویشت، سمدستي غشی دزلمکي په روڼوکي ولګېد، ده خپل لاس په روڼوکې کېښود، او مړ شو، دلته ټولو خلک آواز کړ چې آمنا برب الغلام، آمنا برب الغلام آمنا برب الغلام، مونږ دزلمکي په رب ایمان راوړی مونږ دزلمکي په رب ایمان راوړی، مونږ دزلمکي په رب ایمان راوړی!
 ملګرو یې پادشاه ته وویل: ودې لیدل هغه څه چې تا ځان ترېنه ساتلو په همغه ګرفتار شوې، خلکو ایمان رواړ! پادشاه دکوڅو په خولو کې دخندقونو دکېندلو امر وکړ، خندقونه وکېندل شول، اورونه پکې بل شول، ده ویل: څوک چې له خپل دین څخه نه اوړېدل پکې ویې سوځوئ، او ورته ویل کېږې به چې پکې ور ننوزه! همداسې یې وکړل، تر دې چې یوه ښځه راغله ماشوم یې ور سره و، نوموړې په اور کې له ورګډېدونه یو څه ټکنۍ شوه، ماشوم یې غږ پرې وکړ: مورجانې! اور ته ټینګه شه،  بې شکه چې ته پر حق یې، یعني له اور نه مه بېرېږه پرې ورځه)  صحیح مسلم، باب قصة أصحاب الأخدود، دا روایت امام ترمذي په باب ومن سورة البروج كې هم راوړی.
دلته په دې کیسه کې علمای کرام فرمايي چې هغه زلمکي پادشاه ته دخپل مرګ طریقه ور وښوده، او دا په داسې حال کې چې دخپل ځان دمرګ طریقه چا ته ورښودل خو دځانوژنې په معنی دي، مګر دغه زلمکي ځوان چې دالله جل جلاله ولي و، ددین لپاره یې خپل ځان قربان کړ، نو هر هغه څوک چې په دې پوهېږي چې زما په مرګ دښمن ته تاوان او اسلام او مسلمانانو ته ګټه رسېږي، نو دا ورته روا ده چې تر خپل ځان تېر شي.
  ځینې کسان وايي چې دا خو په مخکنیو وختونو کې و، زمونږ په دین کې خو داسې څه نه دي راغلي، مګر دوی په دې نه دي خبر چې دمخکنیو شریعتونو هغه احکام چې په اړه یې زمونږ په شریعت کې ممانعت نه وي راغلی هغه زمونږ لپاره هم حجت دی، دلته ګورو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابوو رضی الله عنهم ته دغه کیسه کوي، او داسې نه ورته وايي چې ګورئ تاسو داسې ونه کوئ، ځکه چې دا ځان وژنه ده ، بلکې دا کیسه ددې لپاره ور ته کوې تر څو ورته وښيي چې له تاسو نه مخکې خلکو ددین په سر داسې تکلیفونه ګاللي او داسې قربانۍ یې ور کړې دي، نو تاسو هم باید همداسې وکړئ.  
دپیغمبر علیه السلام حدیث په درې ډوله دی، قول، فعل، تقریر، قول او فعل خو  ټول پېژني، تقریر دېته وايي چې دده مبارک په مخ کې یو کار چا کړی وي، ده نه وي ترینه منع کړی، یا یې یوه خبر کړې وي، نه یې امر پرې کړی وي او نه یې منع ترې کړې وي، نو دا هم دجواز په معنا دی.
ځینې له دین نه نا خبره او ځينې نور دسیاف په څېر پروفیسران په دې آیت شریف هم استدلال کوي چې : (وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِوَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ) سورة البقرة, 195 آيت.
دوی وايي الله جل جلاله په دې آیت شریف کې فرمايي چې تاسو ځانونه په هلاکت کې مه اچوئ، او استشهادي برید خو ځان هلاکول دي، مګر حقیقت داسې نه دی، په دې اړه امام طبري صیب دابن عباس رضی الله عنهما قول داسې ذکر کوي:  (  عن ابن عباس:”ولا تُلقوا بأيديكم إلى التهلكة”، قال: ليس التهلكة أن يُقتل الرجل في سبيل الله، ولكن الإمساك عن النفقة في سبيل الله.) تفسیر الطبري، دالبقرة سورت ۱۹۵ آیت.
له ابن عباس رضي الله عنهما نه روایت دی چې ویې ویل:هلاکت دا نه دی چې یو سړی دالله جل جلاله په لاره کې ووژل شي، بلکې هلاکت د الله جل جلاله په لاره کې مال نه مصرفول دي.
همدا رنګه دهمدې آیت شریف په اړه په سنن ابي داود کې هم یو روایت داسې راغلی: (عَنْ أَسْلَمَ أَبِى عِمْرَانَ قَالَ : غَزَوْنَا مِنَ الْمَدِينَةِ نُرِيدُ الْقُسْطَنْطِينِيَّةَ وَعَلَى الْجَمَاعَةِ عَبْدُ الرَّحْمَنِ بْنُ خَالِدِ بْنِ الْوَلِيدِ وَالرُّومُ مُلْصِقُو ظُهُورِهِمْ بِحَائِطِ الْمَدِينَةِ فَحَمَلَ رَجُلٌ عَلَى الْعَدُوِّ فَقَالَ النَّاسُ : مَهْ مَهْ لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللَّهُ يُلْقِى بِيَدَيْهِ إِلَى التَّهْلُكَةِ. فَقَالَ أَبُو أَيُّوبَ : إِنَّمَا نَزَلَتْ هَذِهِ الآيَةُ فِينَا مَعْشَرَ الأَنْصَارِ لَمَّا نَصَرَ اللَّهُ نَبِيَّهُ وَأَظْهَرَ الإِسْلاَمَ قُلْنَا : هَلُمَّ نُقِيمُ فِى أَمْوَالِنَا وَنُصْلِحُهَا فَأَنْزَلَ اللَّهُ تَعَالَى (وَأَنْفِقُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَلاَ تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ) فَالإِلْقَاءُ بِالأَيْدِى إِلَى التَّهْلُكَةِ أَنْ نُقِيمَ فِى أَمْوَالِنَا وَنُصْلِحَهَا وَنَدَعَ الْجِهَادَ.
قَالَ أَبُو عِمْرَانَ : فَلَمْ يَزَلْ أَبُو أَيُّوبَ يُجَاهِدُ فِى سَبِيلِ اللَّهِ حَتَّى دُفِنَ بِالْقُسْطَنْطِينِيَّةِ.) سنن ابي داود، باب قوله تعالی ولا تلقوا… دا روایت امام ترمذي صیب او نورو ګڼو محدثینو کرامو هم راوړی.
له اسلم ابو عمران نه روایت دی وايي: له مدینې نه مو پر قسطنطنیه برید وکړ، دلښکر مشر عبد الرحمن بن خالد بن الولید و، رومیانو دقسطنطنیې ښار په دیوالونو پورې خپلې شاګانې کلکې نښلولې وې، یعني دمسلمانانو سره جګړې ته یې کلک تیاری نیولی و، یو سړي پر دښمن په یوازې سر حمله وکړه، خلکو ویل: مه مه، لا اله الله، ځان هلاکت ته غورځوي! ابو ایوب وویل: دا آیت زمونږ انصارو په هکله را نازل شوی، کله چې الله جل جلاله دخپل نبي مرسته وکړه، اسلام غالب شو، مونږ ویل: راځئ چې په خپلو مالونو کې واړوو، سم به یې وروز، نو الله جل جلاله دا آیت را نازل کړ: (وَأَنْفِقُوا فِى سَبِيلِ اللَّهِ وَلاَ تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ)  ځان هلاکت ور غورځول دا دي چې په خپلو مالونو کې واړوو، په روزلو یې پیل وکړو او جهاد پرېږدو، ابو عمران وايي: ابو ایوب همداسې پسې جهاد کولو تر څو چې په قسطنطنیه کې خښ کړ شو، یعني تر خپلې وروستۍ سلګۍ یې جهاد کولو.
 دا دي دلته ګورو چې یو مجاهد ددښمن پر لوی لښکر په یوازې سر ور دانګي، او داسبابو په نړۍ کې دا یقیني ده چې هغه به شهید کیدلو، ځکه چېرته یو کس او چېرته په زرهاوو کسان؟ او نورو مجاهدینو ګومان کولو چې دا ځانوژنه ده، مګر ابو ایوب انصاري رضی الله عنه چې یو جلیل القدره مبارک صحابي دی، هغه ورته وايي چې نه، ځانوژنه دا ده چې یو څوک جهاد پرېږدي، ددنیا په ساټ او باټ مشغول شي، لکه پروفیسور سیاف.
دغه مبارک حدیث ته که وګورو نو په څرګند ډول ښکاري چې په حقیقت کې خپله سیاف ځانمرګی دی، ځان یې هلاکت ته اچولی، جهاد یې پرېښی، د ډالرو په بوجۍ کې ننوتلی! یوازې دا نه، بلکې په مجاهدینو پسې رد او بد وايي، دامریکایانو او دهغوي په لاس جوړ شوي ګوډاګي حکومت په مقابل کې جهاد کولو ته له الله او رسول سره جګړه کول وايي! دا دی عقل او علم که چا نه وي لیدلی!

او کله چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم او دصحابهء کرامو رضی الله عنهم وخت ته را شو نو هلته داستشهادي عملیاتو په اړه ګڼې او څرګندې بېلګې لیدلای شو، امام مسلم صیب په خپل صحیح کې د بدر د غزا په اړه له انس بن مالک رضی الله عنه نه یو اوږد روایت راوړی دی، چې په وروستنۍ برخه کې یې داسې راغلي دي: ( …فَانْطَلَقَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- وَأَصْحَابُهُ حَتَّى سَبَقُوا الْمُشْرِكِينَ إِلَى بَدْرٍ وَجَاءَ الْمُشْرِكُونَ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ يُقَدِّمَنَّ أَحَدٌ مِنْكُمْ إِلَى شَىْءٍ حَتَّى أَكُونَ أَنَا دُونَهُ ». فَدَنَا الْمُشْرِكُونَ فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « قُومُوا إِلَى جَنَّةٍ عَرْضُهَا السَّمَوَاتُ وَالأَرْضُ ». قَالَ يَقُولُ عُمَيْرُ بْنُ الْحُمَامِ الأَنْصَارِىُّ يَا رَسُولَ اللَّهِ جَنَّةٌ عَرْضُهَا السَّمَوَاتُ وَالأَرْضُ قَالَ « نَعَمْ ». قَالَ بَخٍ بَخٍ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَا يَحْمِلُكَ عَلَى قَوْلِكَ بَخٍ بَخٍ ». قَالَ لاَ وَاللَّهِ يَا رَسُولَ اللَّهِ إِلاَّ رَجَاءَةَ أَنْ أَكُونَ مِنْ أَهْلِهَا. قَالَ « فَإِنَّكَ مِنْ أَهْلِهَا ». فَأَخْرَجَ تَمَرَاتٍ مِنْ قَرْنِهِ فَجَعَلَ يَأْكُلُ مِنْهُنَّ ثُمَّ قَالَ لَئِنْ أَنَا حَيِيتُ حَتَّى آكُلَ تَمَرَاتِى هَذِهِ إِنَّهَا لَحَيَاةٌ طَوِيلَةٌ – قَالَ – فَرَمَى بِمَا كَانَ مَعَهُ مِنَ التَّمْرِ. ثُمَّ قَاتَلَهُمْ حَتَّى قُتِلَ ) صحيح مسلم، باب ثبوت الجنة للشهيد, 6 جزء، 44 صفحه.
نو رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې روان شول، تر دې چې له مشرکینو نه مخکې بدر ته ورسېدل، مشرکین راغلل، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابوو ته وفرمایل: له تاسو نه به یو کس هم هېڅکله تر هغه پورې هېڅ شي ته نه ور وړاندې کېږي، تر څو چې زه يې خپله مخکې شم، یانې څوک به په خپل سر هېڅ کا ر نه کوي، ځکه دا د جګړې ډګر و، نو که یو کس په خپل سر یو وړوکی حرکت هم کړي وای کېدای شوای ډېرې ستونزې یې راولاړې کړې وای، او دا هغه څه دي چې د رسول الله صلی الله علیه د نظامي او پوځي پوهې ښکارندويي کوي، دا دي مونږ ګورو چې څوارلس سوه کاله وروسته په ننۍ پر مختللې نړۍ کې له پوځي او نظامي اړخه دا لویه غلطي ده چې یو سرتېری یا پوځي د امیر له امر نه پرته د جګړې په ډګر کې په خپل سر کوم حرکت وکوي، بلکې هر سرتېری او پوځي به سل په سلو کې د امیر امر ته تیار ولاړ وي، انس به مالک وايي چې: مشرکین را لنډ شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ( جګ شۍ هغه جنت ته چې سور يې د آسمانونو او ځمکې هومره دی ) یانې د مشرکینو مقابلې او له هغوی سره جګړې کولو ته ورجګ شۍ، تر څو هغه جنت وګټۍ چې د آسمانونو او ځمکې هومره پراخه دی، انس بن مالک وايي: عمیر بن الحمام چې انصاري و, ويې ویل: اې رسول الله صلی الله صلی الله علیه وسلم! داسې جنت ته چې د آسمانونو او ځمکې هومره پراخه دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: هو، عمیر وویل: واه واه! رسول الله صلی علیه وسلم ورته وویل: ( څه شی دې، دې خبرې ته هڅوي چې واه واه ؟ ) یانې ولې واه واه وايې؟ عمیر وویل: بل څه نه، قسم په الله اې رسول الله صلی الله علیه وسلم مګر دا هیله چې زه به د همدغه جنت له اهل نه شم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ( بېشکه چې ته یې له اهل نه يې ) عمیر له خپل تبراک ( کڅوړې ) نه یو څو خرماوې را وایستې او په خوړولو یې پیل وکړ، بیا یې وویل: دا چې زه دومره ژوندی پاتې شم چې دا خرماوې وخورم دا خو نو ډېر اوږد ژوند دی، انس بن مالک وايي: نو هغه خرماوې چې ورسره وي هغه یې وغورځولې، او له دښمن سره په جګړه کولو یې پیل وکړ، تر دې چې ووژل شو )
امام نووي صیب د دغه حدیث شریف د شرحې په پای کې د وروستنۍ برخې په اړه داسې وايي: ( فِيهِ : جَوَاز الِانْغِمَار فِي الْكُفَّار، وَالتَّعَرُّض لِلشَّهَادَةِ، وَهُوَ جَائِز بِلَا كَرَاهَة عِنْد جَمَاهِير الْعُلَمَاء ) شرح النووي علي مسلم, باب ثبوت الجنة للشهيد, 6 جزء, 378 صفحه.
 په دې کې په کفارو باندې د وردانګلو او ورننوتلو،او شهادت ته د ځان وړاندې کولو روا والی دی، او دا کار پرته له کوم کراهیت نه د جمهورو علماوو په نزد روا دی.
دا دي دلته له دغه مبارک حدیث نه په ښکاره څرګندېږي چې دغه مبارک صحابي استشهادي برید کړی دی.
نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x