افغانستان

“بریتانیا په هلمند کې ۵۲ پوځي اډې تخلیه کړي دي”

British-defence-minister--007

د برتانیا د دفاع وزیر (فلیپ هامند) وايي چې د دوی پوځي قومندانان تصمیم لري له وخته مخکې خپل پوځونه له افغانستان څخه وباسي.

نوموړی زیاتوي چې په افغانستان کې د میشت بریتانوي پوځ په نظر کې ښکاره بدلون راغلی، دده په وینا شپږ میاشتې مخکې بریتانوي قومندانان په دې نظر ول چې په افغانستان کې به تر اوږدې مودې د خپلو پوځي فعالیتونو کچه لوړه ساتي، خو اوس دوی په دې نظر دي چې باید په راتلونکي (۲۰۱۳) کې د خپلو عسکرو د وتلو پروسه ګړندۍ کړي.

فلیپ هامند ئې لامل دا ګڼي چې افغانانو اوس جګړییزه وړتیا پیدا کړې ده.

له ګارډین بریتانوي ورځپاڼې سره په مرکه کې نوموړي وویل چې د تیرو شپږو میاشتو په اوږدو کې د هلمند په ولایت کې د بریتانیا ۵۲ لویې او کوچنۍ پوځي اډې تخلیه او تړل شوي دي. او اوس یوازې ۳۴ پاتې دي.

په دې وروستیو کې په افغان امنیتي ځواکونو کې د طالبانو د نفوذي کسانو له لوري په خارجي عسکرو حملې زیاتي شوي دي. فلیپ هامند په دې اړه په خپلو څرګندونو کې وايي چې دا حملې به بریتانیا ونه ډاره کړي. دده په وینا په تیرو څو اونیو کې ۶۰ تنه عسکر له افغان پوځ څخه ویستل شوي دي او ۶۰۰ نور د بریتانیا او افغانستان د مشترکو تحقیقاتو او پلټنو لاندې دي.

فلیپ زیاتوي چې بریتانیا د افغان پوځ په اداره کې د ضعف خطرناکې نقطې موندلي دي.

د بریتانیا د دفاع وزیر وايي چې افغانستان ته د سفر پر مهال ئې کرزي ته وویل “که مونږ (د بریتانیا حکومت) د افغان سرتیرو له خوا په خارجي عسکرو د حملو موضوع جدي نه نیسو عام خلک ئې په اړه ژور فکرمن دي او په دې خاطر باید له پامه ونه غورځول شي”.

نوموړی زیاتوي: “افغانان ددې ستونزې د حل په لار کې لاس په کار دي او مونږ تر هغو زیات د دې ستونزې د حل لپاره کوشش کوو. مونږ چې په هر چا ګوته ایښي افغانانو ئې په نیولو کې سستي نه ده کړې، او بیا ئې ترې پلټنې پیل کړي وي”.

د هامند په وینا دا به ممکنه نه وي چې ددې ستونزې په بشپړه توګه مخنیوي وشي، خو هغه ګامونه چې په دې عرصه کې اخیستل شوي ښايي یو څه تاثیر ولري.

د معمول خلاف نوموړي چې په افغانستان کې د بریتانیا د رول په اړه ډیرې واضحه خبرې کولې، وئې ویل: اوس هیواد له القاعده څخه پاک شوی دی اوس دا صحیح خبره نه ده چې له خپلو عسکرو وغواړو چې د ولس د ترقۍ لپاره خپل ژوند په خطر کې واچوي.

“باید صریح ووایو چې اصلا مونږ ولې دلته راغلي یو؟. که مونږ غواړو له بریتانوي عسکرو غوښتنه ولرو چې خپل ځانونه د جګړې په لیکو کې خطر ته ورکړي، زه باور لرم دا یوازې په یو صورت کې امکان لري هغه دا چې د بریتانيا د حیاتي ملي ګټو د ساتلو تضمین په کې وي.

دا امکان لري چې مونږ له خپلو عسکرو پوښتنه وکړو چې څوک غواړي دلته د یو غوره افغانستان په جوړولو کې د همکارۍ لپاره پاتې شي؟، خو دا امکان نه لري چې له دوی وغواړو چې خامخا خپل ځانونه د دې مقصد (د افغانستان د جوړولو) لپاره په خطر کې واچوي. مونږ یوازې د بریتانیا د ملي ګټو لپاره له دوی غوښتنه کولی شو چې خپل ځانونه په خطر کې واچوي”.

فلیپ زیاتوي: “بریتانیا دلته په دې خاطر نه ده راغلې چې مخالفینو ته دې شکست ورکړي، بریتانیا فقط په دې خاطر راغلې چې باید د مخالفینو په مخنیوي کې مرسته وکړي ترڅو تروریستانو ته یو ځل بیا پټنځای برابر نه کړي”.

د بریتانیا د دفاع وزیر فلیپ هامند ستانه شویو عسکرو ته په خپل خاص پیغام کې وايي:

“د تیرو کلونو په جریان کې مونږ د بریتانیا امنیت ته د متوجه ګواښ مخه نیولې ده، مونږ افغان امنیتي ځواکونه تر دې اندازې روزلي او تیار کړي دي چې اوس دوی کولی شي تر ډیره حده د دغه پیټي (د بریتانیا ملي ګټې ساتلو) بار په خپلو اوږو واخلي”.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x