نظــر

سیاف که نداف!

sayaf3ځینو کسانو دځان لپاره داسې تخلص یا لقب غوره کړی وي چې دهغه څه پر خلاف وي کوم چې دی یې کوي او یا په ده کې وي، چې له هغو نه یو هم عبد الرسول دی، نوموړي دځان لپاره سیاف تخلص غوره کړی، سیاف له سیف نه اخیستل شوی، سیف په عربي ژبه کې تورې ته وايي، سیاف یعني ښه او زیات توره وهونکي.

  دسیاف تخلص بالکل  دعبد الرسول له افعالو او كړنو سره اړخ نه لګوي؛ ځکه نوموړي دروسانو په مقابل کې په جهاد کې چندان رول نه لرلو، ددراهمو او دنانیرو په ویشلو سره یې تفرقې او اختلافونه جوړول،

هر قوماندان ته به یې چې یو څو ریالونه ور ښکاره کړل هغه به یو په یو مست شو، له هغه خپل مخکني مشر نه به یې دده لوري ته مخه کړه، او اوس خو جهاد ته ترهګري وايي، دمجاهدینو په دار ځړول غواړي، داسې اوتې بوتې وايي چې سور بوش او تور اوباما یې هم نه وايي !!
نوموړي ځکه دځان لپاره دغه لقب غوره کړی چې په ده کې اصلا دتورې وهلو وس او توان نه وو، نو هسې په نامه یې یو څه ځان ډاډه کولو، دعربي ژبې دمشهور شاعر امرؤ القيس په اړه چې نهایت فاحش اشعار یې ویلي دي، ویل کېږي چې هغه غریب دهېڅ لوبې نه و، هسې ایجړا غوندي و، خو اشعارو ته یې چې ګورې نو به وايي چې په هغه وخت کې بل نر نه و، بلکې دده دوخت ټولو ښځو به ده ته پناه ور وړې وي!

نوموړي چې په حقیقت کې له وسه څه نه کېدل نو په فاحشو اشعارو سره یې د زړه بړاس ایستلو، او په خپلو اشعارو کې یې چې له ښځو سره خپلې کومې کیسې کړې دي، ځینې دشعر کره کتونکي وايي چې دا ټولې هسې خیالي کیسې دي، په حقیقت کې  هېڅ نه و، اوس عبد الرسول هم همداسې دی، په حقیقت کې هېڅ نشته بس هسې لکه امرؤ القيس باټې ولي.

ما چې عبد الرسول ته وکتل نو دده شکل، او دده خبرې مې چې سره پرتله کړې دې نتیجې ته ورسېدم چې نوموړي ته باید له دې وروسته یو نوی لقب ور کړل شي، تر څو دده له طبیعت او دده له عمل سره مناسب وي، له ډېر فکر کولو وروسته مې د نداف لقب مناسب ورته وبللو.

او دغه لقب له ده سره سل په سلو کې مناسب او وړ دی، یو خو یې شکل او قواره بالکل نداف ته پاتې شوې، او بل یې کړه وړه، دخبرو طرز او لهجه له یوې مخې دنداف دي، زه ټولو لوستونکو ته په جدي توګه وایم چې تاسو یو ځل عبد الرسول ته وګورئ او بیا قضاوت وکړئ چې آیا شکل یې هغه مخکنیو ندافانو ته نه دی ورته، هغه کوم به چې دکابل په کوڅو کې ګرځېدل را ګرځېدل، او چېغې به یې وهلې: نداف دی، ندآآآآف، نداف دی ندآآآف، نداف دی ندآآآآآف، بیا به که چا مالوچ ټکول ورته را وبه وتل او کور ته به یې بوتلو مالوچ به یې پرې وټکول.

هغه تېره ورځ هم زه ګومان کوم چې نوموړي دکابل په کوڅو کې دنداف دی ندآآآف چېغې وهلي هغه په فهیمیانو ور برابر شوی و، هغوی یې غږ اورېدلی و، نو یې دغونډې تالار ته بولی و، تر څو هلته مالوچ ورته وټکوي، او ډانډس ووهي، عبد الرسول نداف هم ددې لپاره چې ښه مشهور شي او ګاک یې زیات شي ښه ډانډس یې ووهلو، داسې ډانډس چې له څوارلس سوه کاله پخوا نه را نیولي تر ننه پورې یې داسلامي امات امت ټول نومیالي او وتلي علماء دنداف وړۍ کړل!! دا په حقیقت کې خبرې نه وې هسې د ډانډس آواز و، ځکه خو اخوا دیخوا په جرګو مرګو  کې یو څو ماشومان او جینکیو داړې ورته جینګې کړې!

 او دا طبیعي ده چې د ډانډس آواز هسې په ماشومانو ښه لګېږي، مونږ به چې واړه و، کله به مو چې په کومه کوڅه کې د ډانډس آواز واورېد، بس ور پسې ور به غلو، دهغه کور له دروازې سره به ورته کېناستو، بس دا ډانډس، ډانډس ډانډس آواز به هسې خوند راکولو، اوس هم چې چېرته ماشومان دغه آواز واوري نو سمدستي ځان ور رسوي.

 عبد الرسول نداف ځکه ښه ډانډس ووهلو چې تنخوا یې له سپینې ماڼۍ څخه ده، او دسپینې ماڼۍ تنخوا خو نو بیا دډالرو جیوالونه دي، په حقیقت کې عبد الرسول مالوچ نه بلکې ډالر ټکول، ځکه یې آواز یو څه بدل و، زما مشوره نداف صاحب ته دا ده چې دغه ډانډس دې ښه غوړ کړه، کېدای شي دا ځل په کوم بل ځای کې ضرورت پیدا شي، چې هلته بیا سم ډانډس ووهې.

او کرزي خان ته یوه مشوره ضروري بولم هیله ده چې عملي به یې کړي، هغه دا چې اوس خو هسې هم تا او ستا ملګرو پیل کړی، غواړئ دافغان غیرتي او مجاهد تورزن ولس تاریخ بدل کړئ، دتورې په ځای، رباب، ډول، نڅا، کرکېټ، په ځانګړي ډول دنجونو تیکواندو، منډې، والیبال، فوټبال او… رائجوئ، نو په دغه ډله کې دا دډانډس لپاره هم یو څه ځای ورکړئ، تر څو ندافان هم ولس ته ویاړونه او مېډالونه راوړي، او ددې ډلې مشري بیا عبد الرسول نداف ته ورکړه، ځکه هغه ډېر ښه ورته برابر دی، او زه پوره باوري یم چې که دسرو مېډال نه وي نو دسپینو خو به خامخا راوړي، او عبد الرسول نداف د ډانډس وهلو په ورځ یوه ضمني ګیله هم وکړه، مطلب یې دا و چې دکرکېټ والا، او تیکواندو والاوو ته مېډالونه ور کول کېږي، او بیا له دې کبله چې سپېنه ماڼۍ سترګې ورته برګې نه کړې په ټینګار سره یې وویل چې نور هم باید ونازول شي، له دې نه زیات ونازول شي، مګر زما غمه هم باید وخوړل شي! دا زما کسب او پېشه ولې داسې خواره ده!

دهغې ورځې په هیله چې عبد الرسول نداف هېواد ته په ډانډس وهلو کې یو نړیوال مېډال راوړي،او خامخا به یې راوړي.

لیکوال  سلیم نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x