افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د غزني زندان ماتېدل څېړو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي۲۳مه ۱۳۹۴ل): د کورنیو چارو وزارت غزني ته یو پلاوی لېږلی څو د یاد ولایت د مرکزي زندان ماتېدا او شاوخوا ۴۵۰ طالب او نور بندیانو د خوشې کېدل وڅېړي.

د کورنیو چارو وزارت وايي چې تېره شپه لس تنو سرتیرو بریدګرو د غزني په مرکزي زندان برید وکړ او د ټولو ۴۳۶ بندیانو له جملې یې ۳۵۵ تنه خوشې کړل. طالبان د خوشې شوو بندیانو شمېر ۴۵۰ ښيي.

د سرچېنې په وینا د طالبانو په دغه برید کې کې څلور ملي پولیس او څلور بریدګر وژل شوي او ۷ پولیس ټپیان شوي دي.

خو طالبانو له لوري بیا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼه وايي چې د دوی لسو تنو بریدګرو په زندان برید کړی، ۳ ملګري یې وژل شوي، ۷ يې ژوندي بېرته ستانه شوي او تر ۴۰ ډير پولیس او عسکر یې وژلي دي.

د کورنیو چارو وزارت خبرپاڼه وايي چې د غزني د زندان ماتېدو د پېښې د څېړنې په اړه یو پلاوی غزني ته روان شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت همدا راز ویلي چې په تښتېدلیو طالب بندیانو کې ۱۴۸ یې خطرناک دي.

دا لومړی وار نه دی چې طالبان په دومره لویه کچه ولایتي مرکزي زندان څخه بندیان را خوشي کوي.

هغوی په ۲۰۱۱ز کې د یوه اوږده تونل له لارې چې ۳۲۰ متره اوږدوالی يې لرلو، خپل په سلګونو بندیان د کندهار ښار د مرکزي زندان څخه د شپې په توره تیاره کې وایستل.

ددې تر مخه په ۲۰۰۸ز کال کې هم طالبانو د همدې زندان څخه په سلګونو نور زندانیان د شپې له خوا د چاودنو او جګړې په زور ایستلي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x