د نن سرلیکنه

د مشرانو جرګې د مشر ناسالم منطق!

نن ټکی آسیا – سرمقاله (دوشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): تیره ورځ د مشرانو جرګې مشر ښاغلی فضل هادي مسلمیار مشرانو جرګې ته د وینا پر مهال د ګډ حکومت له لومړي مرستیال جنرال دوستم څخه وغوښتل چې ننګرهار ته ولاړ شي او هلته هم د فاریاب په څیر د وسلوالو په خلاف عملیات وکړي.

ښاغلی مسلمیار د هیواد د یوه مهم تقنیني ارګان د مشر په توګه په داسې حال کې له جنرال دوستم څخه ننګرهار ته د ورتلو غوښتنه کوي چې د هیواد په لر او بر کې د ګډ حکومت پر خلاف د طالبانو پوځي فعاليتونه زیات شوي او نیږدي هره ورځ د یوې سیمې او ولسوالۍ د سقوط خبرونه اوریدل کیږي.

که چیري د ښاغلي مسلمیار په منطق په هیواد کې د نا امنیو له منځه وړل هلته د جنرال دوستم په ورتلو کې ممکن وي نو دا د سولې ناجي !!! باید ټولو هغو ولایتونو ته هم وغوښتل شي کوم چې نن د طالبانو لخوا د سقوط تر ګواښ لاندې دي.

ښاغلی جنرال دوستم باید خپل پوځي مأموریت له هلمنده پیل کړي بیا روزګان، سرپل ، بغلان ، بدخشان ، نورستان ، ننګرهار، غزني او نورو ولایاتونو ته ځان ورسوي.

دا بیله خبره ده چې جنرال دوستم څومره په سیمه کې د امنیت د ټینګښت وړتیا لري او په فاریاب کې یې د ولسي خلګو د امنیت ساتنې لپاره کومې کارنامې تر سره کړلې؟

که چیري ښاغلی دوستم له طالبانو څخه د سیمې د تصفیې په غرض د هیواد نا امنه سیمو ته غوښتل کیږي ، نو نوموړی تر هر څه له مخه باید د غزني ولایت مرکز ته و غوښتل شي چیرته چې تیره شپه د نوي والي په شمول ټول پوځي قطعات او دولتي مراکز د طالبانو تر محاصرې لاندې او هغوی وکړای شول په ډیرې آساني سره خپل ۴۵۰ تنه بندیان د غزني له مرکزي محبس څخه خوشي کړي.

له ډیره بده مرغه چې د ګډ حکومت سربداله چارواکي د شر دفع کول په شر سره کوي چې دا تدبير يې هیڅ منطقي او معقوله توجیه نه لري؛ ځکه نن چې ولس د ګډ حکومت په خلاف جنګیږي هغه د همدغو فاسدو جګړمارانو د وحشت او ظلمونو له لاسه څخه په تنګ راغلی او غواړي په هره ممکنه وسیله وي د هغوی له شره ځان وژغوري.

دولتي چارواکي د دې پرځای چې د ولس په مقابل کې په خپلو ناسمو کړنو غور وکړي ، دخپلو مفسدو چارواکو د فساد او جګړمارانو د وحشت مخنیوی وکړي نور هم له هماغو مفسدينو څخه د امنیت د تأمین په پلمه غواړي چې د مظلوم ولس پرخلاف خپل وحشت او جګړو ته دوام ورکړي ، چې دا جګړه ییز ناسالم منطق هیڅ کله په هیواد کې د سولې د ټینګښت لامل نشي ګرځیدلای .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

لیکوال صیب! مسلمیار بي منطقه خبره نده کړې بلکې دا لومړۍ ځل دی چې دمنطق سره برابر غږیدلی. د هغه هدف د ښاغلي جنرال؟!! له دعوت څخه د هغه مرداریدل دي نه کوم بل څه!

مننه

الحاج استاذ بیانزی

د غلامی اداری ټول غړی د ځان د وژنی د مخنیوی په خاطر خپلو ناموسونو ت ورکولو ته هم حاضر دی خو چه خپل عمر څو روخبی پسی زیات کړی شی

حمداللہ احمدی

دچرگانو دچرکی مشر یهود یار هم دسڑی زوی ندی
اودوستم خوداشکل هم دانسان ندی

حامد

دااوسني جهادي كاروان داولسونو قيام دي اوزه متيقين يم جه دابه نور هم قوت فيداكري اودغلامي اداري دزنكدن شيبي به لا سرعت فيداكري انشالله دا غله اومفسدين به له هيواده ورك كري

محمد طاهر

محترم لیکوال صاحب! جنرال دوستم په فاریاب او سرپل کی کامیابی نه درلوده او شاغلی مسلمیار هم امکان نلری چی خبر
ونه ووسی، امکان لری د په جنرال دوستم مسخری کری وی.، ورسته د د وستم له لویو لویو خبرو. او د ده لیژل د داعش جگری ته هم دیره شه خبره ده. مونژ ته نه داعش پکار ده او نه هم دوستم او که چیری دوی په خپل منز کی جگره وکری
نو له دی سخه شه خبره چیره ده؟

یاسر

سلام ده مسلمیارچخه هیچ گیله مه کوی زکه ده سیاف پردسترخان لوی سوی کم دوی ده شمال مظلوم ولس ده زان بولی اوهغه پسترین کارونه چی دوستم وکره چی هیچوکی پرزبه اویالیکولوکی راورای نسیه

حبیب شاهین

گرانه دا خو مالومه خبره ده چی دا “کافریار” غوندی دیر لاسپوسی او چاپروسان شته چی هغوی د خپل چوکی او منصب ساتلو لپاره د خپل په ناموس باندی لوبی کوی …خه خه که داسی وی نو بیا دوستم نه د سه غوشتنه کوی ؟؟ ایا دخپله لور ، خزه ، مور او خور په هغه ساتی ..؟؟ دا خو مسلمه ده چی هغه یی ورته نه ساتی …..او که داسی نه وی نو بیا ولی په خپله میدان ته نه را ووزی چی دامارت اسلامی بازان یی ورسره معلوم کری …؟؟؟

فضل احمد

محترمه ستا په لیکنه داسی وایم
زه مسلم یار صاحب سره موافق یم:
دلیل داچی مسلم یار صاحب دپیغور په ډول دوستم ته داخبره کړی په بل ولایت کی یی هیڅ نه دی کړی هسی وخت او د دولت بودجه یی مصرف او عام ولس ته یی ضرر رسول او دځان شکارول مقصد وو . اصلا مسلم یار صاحب دوستم پیژندلی چی نورو ولایتو ته نشی تللی دزړه له درده یی کیداشی ورته ویلی وی .دازما نظروو د نه خفه کیدو په هیله

mha

Almost all people are with the Taliban because they are sick and tired of the socalled government.Unemloyment is 40% and all the young educated people are leaving the country

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x