افغانستان

غزني چارواکي: له زندان څخه ۱۴۸ «شدید خطرناک» بندیان تښتېدلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، وږي ۲۳مه ۱۳۹۴ل): د غزني چارواکي وايي چې د دې ولایت له مرکزي زندان څخه په تښتېدلو بندیانو کې ۱۴۸ تنه «شدید خطرناک» وو.

له بلې خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په تښتېدلو بندیانو کې د خپلو مهمو قومندانانو شتون تایید کړی.

تېره شپه طالبانو د یو پراخ برید په پایله کې نوموړي زندان مات او تر ۴۰۰ زیات بندیان یې ازاد او ژوندي له زندان څخه ایستلي دي.

له پیښې څو ساعتو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د برید په اړه جزئیات له رسنیو سره شریک کړل. نوموړي ویلی چې په ټول برید کې یې یوازې ۳ تنه سرتیري بریدګر وژل شوي دي.

که څه هم برید تېره شپه تر سپېده چاود مخکې پای ته رسیدلی و خو د عیني شاهدانو په وینا د مات زندان دروازې تر سهار ناوخته پورې تر دواړو غوږو خلاصې پرتې وې.

په عین حال کې د کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې چې له مات زندان څخه تښتېدلي بندیان به بیرته ونیسي او په همدې تمه یې په شاوخوا سیمو کې پلټنې پیل کړي. خو طالبان وايي چې ازاد شوي بندیان یې د شپې په تیاره کې خپلو تر واک لاندې سیمو ته په خوندي ډول رسولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x